لنډه کتنه:
عبدالرحیم اسرار”اسحق زی”
لکه څنګه چې نن سبا زیات شمیر خلک: استادان، زده کړه یالان، سوداګران، سیاستوال او نور د ستونزو د حلولو لپاره او یا د د زده کړې لپاره ګوګل او یا نورو انټرنټي پاڼو ته د ژر ځواب اخیستو لپاره مراجعه کوي او دا هم یو آسانه طریقه بولې. نو هم دا وجه ده چې د کتاب له مطالعې سره مینه ورځ په ورځ لږیږي. خو که چیري دې موضوع ته په غور وکتل شي دا به روښانه شي چې د کتاب له لارې زده کړه او یا د ستونزو حلول که څه هم وخت زیات نیسې ولي بیا هم کیدای سي چې کره او صحیح ځواب پیدا کړو. دا ځکه چې زیاتره انټرنټي پاڼې د اعتماد وړ نه دي او سم ځواب په ګوته کولای نشې. برسیره پر دي، کتاب عموماً لکه ګوګل غوندۍ ژر او یا معلوم ځواب نه په ګوته کوي او سړی مجبوره کوي چې صحیح مطالعه، څیړنه او تحلیل وکړي چې دا د ذهن او فکر د زیات فعالیت سبب کیږي او سړی لا نور هم له مطالعې سره مینوال کوي او د مالوماتو په زیاتیدو کي ډیر اغیزمن ثابت کیدلای شي.
زما په اند، هر انسان باید هڅه وکړي څو د کتاب له لارې مطالعه وکړي ځکه چې کتاب عموماً د باور وړ دی او ښه مطالب پکې نغښتې دي او بل هم هر وخت او هر ځای کي کولای شو چې کتاب ته لاسرسی ولرو او زیات مصرف نه هم ډډه وکړو ځکه چې انټرنټ په هر ځای کي، هر وخت کې او هر حالت کي موجود نه وې. بل زیان د انټرنټي مطالعې دا دی چې انسان ټنبل او استراحت طلبه آموخته کوي او په سختو حالاتو کې هغه ذهني تحلیل او څیړنه کولای نشي.
په پرمختللو هیوادونو کي د کتاب مطالعه په نسبي ډول د هغو هیوادونو په پرتله چې د پرمختګ په حالت(Underdeveloped Countries) کي دي زیات دی او همدا یې علت دی چې هغوی له کتاب سره زیاته مینه لري او هر انسان په عادي ډول په یوه کال کي تر پنځلسو زیات شمیر کتابونه لولي.
Salamoonah;
Her tszok bayed koshish wakrri aqalen myasht ki yew kitab (d` khpily khwashae) wakhli zika hagha paisy che pa kitab verkawil kegy wraki na dy aw kitab tr ttolo sha milgiry dy!
Internet hem pa khpil zay ki esp. e-mails etc.. lipara khi dy. Pa ihteram