تاند- د نړیوال محرمیت د ادارې د یوه راپور له مخې د پاکستان استخباراتو هڅه کړې چې د سمندر په تل کې د انترنیټ له کېبلونو څخه په پټه معلومات ترلاسه کړي.
راپور وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی د چین او لوېدیځو هیوادونو کمپنۍ کرایه کړي چې د دغه هیواد د کورنیو مسایلو د څارلو لپاره له انترنیټ څخه معلومات ترلاسه کړي.
په راپور کې دا ادعا هم شوې چې آی ایس آی هڅه کړې چې د کراچۍ له بندري ښاره د څلورو تېرېدونکو تېرېدونکو کېبلونو له درو څخه معلومات ترلاسه کړي.
د پاکستان د دې هڅې علت دا ښودل شوی چې خپل استخباراتي یا جاسوسي ظرفیت د امریکا حد ته لوړ کړي.
پاکستان په ۲۰۱۳ میلادي کال له یوې اروپايي کمپنۍ سره د دې ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې، خو څرګنده نه شوه چې دوی موافقې ته ورسېدل او که ونه رسېدل.
د محرمیت مدافع متیو رایس، چې د محرمیت په نړیواله اداره کې کار کوي، د پاکستان هڅه ځوروونکې بولي، وايي: «د انترنیټ دا کېبلونه له بېلابېلو هیوادونو او سیمو تېرېږي او معلومات انتقالوي. ځیني له اروپا افریقا ته ځي او بیا جنوب ختیځې اسیا ته.»
د پاکستان حکومت تراوسه پوري د محرمیت د نړیوالې ادارې د راپور په اړه ځڅه نه دي ویلي خو د پاکستان د پوځ یوه ویندوی د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې اوس په دې اړه څه نه شي ویلی.
د پاکستان د پارلمان ځینو غړیو او د بیان د ازادۍ پلویانو تېره اوونۍ له حکومته وغوښتل چې د خلکو د محرمیت حق خوندي کړي او د هغوی رازونه وساتي.
د حرامی توب و باندی ختمه ده دوی دخبل ملک دبقاء لپاره هر سه ته تیاردی ایمل کانسی او عفیه صدیقی یه خه بیلګی دی ددوی نه به نور دسه طمه اوتوقع وی دا غلا اوچل فریب خو دوی دمور په خیټه کی زده کړی وی
د بی څښتنه ملک د الله مل شي د یوه بل ابدا لي، او وزیر اکبر خان او ایو ب خان د پیدا کیدو په هیله