هجرت الله قدردان –

ختيځ ادبي بهير د خپلو ځانګړو غونډو په لړ کې د ۱۳۹۴ل ل کال د جدي دمياشتې په ۲۴نېټه د پنجشنبې په ورځ د انجينر محمدفريد عاطف دعلمي او مسلکي کتابونو دژباړې په وياړ ستاينغونډه دجلال اباد ښار دښاروالۍ ميلمستون دغونډو په تالار کې ترسره کړه .

غونډه دماسپښين په يوه بجه د بازمحمد شينواري په تلاوت سره پيل شوه.

د دريځ چارې ميوند درځار سمبالولې، دغونډې مشر استاد محمداصف صميم او ميلمانه يې دننګرهار والي سليم خان کندوزی، دولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال، ننګرهار پوهنتون دمحصلانو چارو معاون نعيم جان سروري، سيد اکرم هاشمي، سبحان الله شهاب، اورنګ صميم، نعمان دوست، عبدالبصير سباوون، عبدالرحمن الفت او انجينر محمدفريد عاطف و.

دغونډې دپرانستې وينا لپاره انجينر ستانه مير زهير شينواري ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي خپلې خبرې د غونډې ګډونوالو ته په ښه راغلاست پيل او ويې ويل: ختيځ ادبي بهير وياړي چې دشعر او شاعر ترڅنګ اوس دساينس په ډګر کې دخپلو استادانو هڅې ستايي، نن موږ د داسې چا په ستاينه راجمع شوي يو، چې  دانجينرۍ په برخه کې يې اووه کتابونه خپلې خوږې ژبې پښتو ته ژباړلي دي، ختيځ ادبي بهير د خپلو علمي شخصتونو کړي خدمتونو ته ژمن دی او تل به يې قدرداني کوي.

2ګلزاده سنګر د انجينر محمدفريد عاطف پېژندليک ولوست .

دننګرهار والي سليم خان کندوزي په خپلو خبرو کې د انجينر عاطف څخه مننه وکړه، چې د انجينرۍ په برخه کې يې پښتو ژبې ته ژباړې کړي، همدارنګه يې دلوستوونکو لپاره په خپله ژبه کې دکتابونو برابرول ستره لاسته راوړنه وبلله، نوموړي ساينس اوتکنالوژي دپرمختګ وسايل وګڼل، چې دعلم په مرسته پکې پرمختګ کولو شو، په اخره کې يې انجينر محمدفريد عاطف ته ددې سترې لاسته راوړنې مبارکي وويله.

انجينر محمدطارق تسل د انجنير عاطف دچاپ شوو،کتابونو پېژندنه وړاندې کړه.

دننګرهار د ولايتي شورا غړي استاد اسرارالله مراد وويل: دخوښۍ ځآی دی، چې په داسې يو هېواد کې چې ستونزې ډېرې زياتې دي، بياهم د عاطف صيب غوندې کدرونه لرو، موږ داسې شخصتونه لرو چې په ډېرو هېوادونو کې نشته، زه له خپلو مشرانو هيله کوم، چې داسې کدرونه ونازوي، ترڅو لا تشويق شي.

د کوچيانو مشر دلاور فيضان هم د انجينر عاطف څخه مننه وکړه، چې سره د ډېرو مصروفيتونويې ټولنې ته ژباړې کړي دي، نوموړي په پښتو ژبه کې د کتابونو دکموالو يادونه وکړه، چې د عاطف صيب په څېر خلک دژبې دغه دردته دوا کيدای شي او دخپلو خبرو په اخر کې يې عاطف ته دهر رنګه همکارۍ ډاډ ورکړ.

نعمان دوست خپلې خبرې د ژباړې په ارزښت راپيل او ويې ويل: دژباړې برکت دی، چې دنور ژبو دويوونکو افکار راته څرګنديږي، داچې ديو هېواد خلکو د بل هېواد دخلکو لهدتجربو څخه ګټه واخېسته د ژباړې برکت دی، د ژباړې مخينه د ميلاد څخه وړاندې وخت ته رسيږي، پخوا به يوازې د ادب په برخه کې ژباړې کېدې، خو اوس يې ساحه پراخه شوې، او انجينر صيب په څېر خلکو يې لمن تر ساينس ورسوله، انجينر صيب پدې هم پوهېږي، چې دانجينرۍ په کومه برخه کې ډېره اړتيا لرو، په همغه برخه کې ژباړې کړي دي، په پای کې دختيځ ادبي بهير د رهبرۍ له غړو مننه کوم چې تل يې حقدار ستايلی دی.

قاضي محمد انعام فايق خپلې خبرې د علم په ارزښت راپيل کړې او زياته يې کړه : هرهغه څوک وياړلی دی، چې علم ولري، په نړۍ کې چې کوم قوم په نورو واکمني کړې، دهغو سره علم و، په موږ کې علم کم دی، نو ځکه خو مو ژوند له ستونزو ډک دی، دعلم برکت دی، چې د ډېرو پيسو څخه د استاد نوم ډېر مقدم دی، چې موږ ته سکون رابخښي، دانجينر صيب ټوله کورنۍ د ټولنې په خدمت کې ده، او پدې هم يقيني يم چې انجينر صيب ټولنې ته ډېر رښتينی دی، موږ دختيځ ادبي بهير دمشرتابه او غړو مننه کوو، چې دهېواد وياړونه نازوي.

عبدالبصير سباوون دخبرو په پيل کې د ختيځ ادبي بهير دمشرتابه او غړو څخه مننه وکړه، چې د داسې يو چا ستاينغونډه يې جوړه کړې ده، چې د ټولنې په خدمت کې يې ډېرې شپې شبګير کړي دي او موږ په داسې شخصيتونو د زړه نه خوشاليږو، دغه ژبه علمي کار ته اړتيا لري، او کله چې ژبه علمي شوه، نو بيا پخپله ځان ساتي، دنيکمرغه دپخوا په پرتله اوس ژبې ته ډېر څه کيږي، نوموړي دخبرو په پای کې انجينر محمدفريد عاطف ته مبارکي وويله .

استاد محمداصف صميم وويل: د وياړ خبره ده چې په لومړي ځل په داسې غونډه کې برخه لرم، چې ديو انجينر ستاينه ده، دختيځ ادبي بهير دمشرتابه څخه مننه کوم چې ښه قدم يې پورته کړی، همدا افغانان انجينران دي، چې نړۍ پرې اباده ده، کله چې يوې ژبې ته کار وشي، کتابونه ورته وليکل شي، نو بيا د نورو ژبو په پوهنتونو کې همدا کتابونه زياتره په همدې ژبه تدريسيږي، زموږ لپاره يوه پاڼه ليکل هم ارزښت لري او اووه کتابونه خو لا ستره خبره ده، انجينر صيب عاطف ملي انجينر دی، دټولو دې مبارک وي.

دناستې په وروستيو کې پخپله انجينر محمدفريدعاطف ته بلنه وکړل شوه نوموړي وويل: د ختيځ ادبي بهير دمشرتابه او غړو څخه پدې موخه مننه کوم، چې داسې غونډې هغه انجينرانو لپاره چې وړتيا پکې شته او کار نه کوي، دکار کولو جراعت وربخښي او کار ته مجبوريږي.

همدارنګه کله چې دخپلو کتابونو مينه وال وګورم نو خپه شم، چې په ۲۱پېړۍ کې ما کوم کتابونه ليکلي په نورو ژبو کې دوه زره کاله وړاندې ليکل شوي، خلکو د ډېر پخوا څخه خپلې ژبې ته خدمت پيل کړی او خپلې ژبې يې علمي کړي، دا ژبې په طبيعي ډول علمي نه دي، بلکې په هغه ژبه کې خلک پيداشوه، چې خپلې ژبې يې دعلمي کيدو تر بريده ورسولې، نو زه هم دخپلو هم مسلکو ملګرو څخه هيله کوم چې لاس نيوی مې وکړي، ترڅو لا دې ژبې ته خدمت وکړو، په اخره کې ستاسو ټولو د راتګ څخه يوه نړۍ مننه کوم، چې زما لاس نيوی مو وکړ او دې ته مو مجبور کړم چې لاهڅې وکړم.

دناستې په جريان کې د ختيځ ادبي بهير لخوا انجينر محمدفريد عاطف ته جوړ شوی، ستاينليک د محمدحنيف ګرديوال په لاسونو ورکړل شو.

دا ناسته چې ډېری دادب اوپوهې مينوالو پکې ګډون درلود دمازيګر په ۴:۳۰بجو پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *