د مقابلې پرځای په لوی لاس دښمن ته خپله کیلي ورکول د تاریخ لویه تېروتنه ده. دا تېروتنه په ۱۹۰۰ کلونو کې ځینو اروپایانو هم وکړه، خو هغوی یې له جبرانه زر ووتل او موږ یې لا هم ګالو.

د نا امنیو، طالب، فقر او وچکالۍ له وېرې په مرکز او لویو ښارونو د زرګونو کلیوالو پنډېدل پخپله د خپلو پښو وهل دي. دا هغه زیان دی، چې د تاریخ په اوږدو کې به یې جبران لکه نن ګالو؛ اما په نتیجه کې به د باد پنډونو ته ناست یو.

جرمني، اتریش او د اروپا ځینې نور هېوادونه هم د ۱۹۰۰ کلونو په شاوخوا کې له ورته حالت سره مخ شول، سلګونه ځوانان د وچکالۍ او بېکارۍ له وېرې ښارونو ته وکوچېدل. ډېرو یې فکر کاوه، چې پدې سره به دوی هم د متمدن ژوند په لیکو ورګډ شي، مګر په ښارونو کې د اقتصادي مافیا له نوي انحصاره ناخبره ول. د هغه وخت له روڼاندو یوه یې (هیټلر) د خلکو دا کار له حماقت سره تشبیه کړ.

هیټلر پخپل کتاب (زما جګړه) کې لیکلي: هغه وخت به شل کلن وم، خو د جرمنیانو یو لوی حماقت زیات ځورولم، دوی به له کلیو د لوږې له وېرې په ښارونو را پنډېدل، سره له دې چې دوی کرنیزې ځمکې درلودې، مېنې او باغونه یې هم ول. ددې پرځای چې دوی خپله بشري قوه د خپلو شته امکاناتو د ژوندي ساتلو لپاره وکاروي، په ښارونو کې به یې په زوره ځان د اقتصادي مافیا خاوندانو ته په لاس ورکاوه.

په اوسني عصر کې لکه د اومه موادو او نورو امکاناتو په شان د بشري قوې د استعمار او انحصار هڅې هم په چټکۍ روانې دي. د ښارونو لوی اقتصاد له یو څو فیوډالانو سره وي، هغوی چې څه وغواړي هغسې به کوي او په نوم حکومتونه هم تل د دوی د اوامرو تابع وي.

که دا نن د یوې فابریکې مالک د خپل انحصار کړۍ تنګه وویني، په یوه فرمان لسګونه کسان بېکاره کولای شي او دا د هغې بشري قوې لپاره یو لوی ګوزار دی، چې له کلیو ښارونو ته په یوې ګولې ډوډۍ پسې راکوچېدلي دي.

په جرمني کې د یهودانو د ژوند له نورو ګډوډېو سره په زوره ځان اقتصادي مافیا ته په ګوتو ورکولو  هیټلر سخت نا ارامه کړ او د یهودانو دې کار ته یې د تاریخ د لوی حماقت په سترګه وکتل، د هغه له خوا د یهودانو د له منځه وړو یو عمده دلیل هم همدا وو.

له هغو ورځو شاوخوا ۱۱۰ کلونه تېرېږي، خو ښکاري تر ننه کلیوال پخپل زور ندي پوه شوي، څه دولتمردان نه غواړي او څه د دوی ناپوهي زمینه برابره کړې ده.

همدغه کار اوس کټ مټ زموږ ډېری کلیوال هم کوي، دوی د طالب، نا امنۍ، فقر او وچکالۍ له وېرې په ښارونو راپنډېږي. خپل امکانات یې په لته وهلي او د نورو په امکاناتو د ځان لپاره روزي ګټل ورته د ژوند نیکمرغي ښکاري، دا نیکمرغي نده، بلکې انحصار دی، چې کیلي به یې هر وخت د یو څو فابریکو له مالکانو سره وي.

دغه ځوانان چې د لوړو پوهنځیو تحصیلي اسناد په تنديو ټومبلي وي، در په دره په یوې او بلې ادارې ګرځي، خو څوک کار نه ورکوي. هغوی چې کار هم ورکړي د جانبینو حقونو ورته هسې یو سمبول ښکاري ـ په افغانستان کې د قوانینو له ډلې د کار قانون هم لرو، اما عملي کېدل یې یوازې شعار دی. د هېواد د روشنفکره ځوانانو یو کال دا ګډوډ ژوند هغوی دې نتیجې ته رسوي، چې نور زده کړه هېڅ په درد نه خوري.

دغه ځوانان په ښارونو کې د کرایي خونو، ناسالم روغتیایي چاپیریال، بې کارۍ او سل زر نورو مشکلاتو سره مقابله کوي، خو د خپل ژوند لپاره د کلي له لسو ستونزو سره مقابلې ته ملا نه تړي.

زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د همدغو ناپامیو له وجې شاړه پرته ده، خو زموږ بشري قوه په ښارونو کې په کارونو پسې د یو څو مافیایي کسانو په لمن کې پرته ده.

د هر کلي لسګونه کسان په ښارونو کې د نا امنۍ داستانونه حفظوي، خو همدغه ځوانان د ژوند د لومړیتوب په ډول دې ته تیار نه ښکاري، چې خپل کلي له نا امنیو وژغوري او د وچکالۍ د مخنیوي لپاره د خپلې بشري قوې نیمه یې د کلي د اوبو راګرځولو لپاره ولګوي.

تر هغو چې د ژوند د لومړیتوب په ډول د پردیو له انحصاره خپل کلي او کورونه ونه ژغورو تل به همداسې د خپلې ګیډې مزدوران یو، بشري قوې به مو د نورو په واک کې وي او د ښارونو دا نوی انحصار به هم راته د ژوند نیکمرغي ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *