فخرافغان پاچا خان

خان عبدالغفارخان چي د فخر افغان، پاچاخان او په مسلمان ګاندي هم مشهور دئ، په ١٨٩٠ په پښتونخوا کي زېږېدلى، په ١٩٨٨ کال وفات د خپل وصیت سره سم د ډاکتر نجیب الله د حکومت په دور کې په جلال آباد په ښار کي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاوروته وسپارل شو.
پاچاخان له انګرېزانو څخه د هند د لويي وچي په آزادۍ کي مهمه ونډه اخيستې، نوموړى د عدم تشدد د نظريې لاروى، د خدايي خدمتګارانو د سازمان مشر، او د هند د ملي مشر ګاندي له ټينګو ملګرو څخه وو.

پاچاخان ته دعلم او پوهې زده کړه او ترویج د لمانځه په شان ارزښت درلود چې له همدې امله یې دانګریزانو له مخالفت سره سره د ښوونځیو دجوړولو کارته دوام ورکړ. او په دې لاره کې څو ځلي دانګریزانو له خوا زنداني شو. باچاخان دیوویشتمې پیړۍ له ډیرو نومیالیو شخصیتونو څخه دی ، دغه ستر انسان دعدم تشدد،انساني کرامت ته د درناوي او دخپل ولس دحق د لاسته راوړلو لپاره څه کم دېرش کاله په جيل کې تیر کړي . باچاخان سل زره کسان دخدایي خدمتګارانو په غورځنګ کې شامل کړل او لویه هیله او موخه یې دا وه چې دخپلو خلکو په وینو رنګې شوې جامې پاکې او خپل ولس داسې وروزي چې دبشریت په خدمت کې واوسي. باچا خان له هیڅ دین او قوم سره شخړه نه لرله، بلکې دانسان او انساني کرامت په خدمت کې و.

امریکایي ایکناټ موږ ته د پاچاخان ارمان داسې بیانوي « زه یو خوب وینم ، یو لوی ارمان لرم . زما د ولس حالت د صحرا د هغه ګلونو په څېر دی چې صحرا کې زرغون شي ، یو څو ورځې پس مړاوې شي او بیا له خاورو سره خاورې شي . زه غواړم زما ولس یو بل سره غمونه او خوشحالۍ وویشي . زه غواړم د قوم د خوشحالۍ لپاره د برابرۍ په بنیاد یوبل سره اوږه په اوږه کار وکړي . زه غواړم دوی د قوم تقدیر بدلولو کې خپل قومي کردار ادا کړي او دوی د نړۍ له نورو قومونو سره سم شي او دوی د الله تعالي د مخلوق د خدمت کولو جوګه شي . »

ایکناټ د پاچاخان یو بل ډېر مهم اړخ بیانوي او هغه د پښتون د قوم هنداره بولي .  د پاچاخان له قوله وايي څوک چې د پښتون سره مینه کوي له هغه سره دوزخ ته هم ځي ، ولې په زور او جبر جنت ته هم نه ځي.

دپاچاخان دعدم تشدد سیاست په اړه ښاغلی ایکانټ داسې څرګندي: که یو مسلمان یا زما په څېر پښتون په عدم تشدد روان شي نو دا څه دتعجب او حیرانتیا خبره نده او نه څه نوې عقیده ده.

څورلسوه کاله مخکې پیغمبر (ص) پدې اصولو او عقیدې عمل کړی وو او له هغه نه وروسته په دې هغه عمل کړی دی چې دظالم دظلم نه ځان خلاصوي . خو زمونږ څخه دا اوصول هیر شوي او چې کله ګاندي پدې (عدم تشدد) عمل پیل کړ نو زموږ دا خیال چې ګني هغه نوی کار کوي .

پاچا خان ننګرهار کې دمکتب زده کوونکوو ته خپلې خپلې خبرې داسې پیل کړې.

« بچوړو ستړي مشۍ »

لومړۍ خبره مي دا ده ، زه یو وخت بریتانیا ته تللی وم . هلته مې په یوه ښار کې له یو سړي نه پوښتنه وکړه ، چې ته په قوم څوک يي ؟ هغه په ځواب کې راته وویل چې زه انګریز یم . په بل ښار کې مې له بل تن څخه وپوښتل چې ته په قوم څوک يي ، هغه هم وویل چې انګریز یم او داسې ډېرو نورو هم یوشان ځواب راکړ . بیا کله چې فرانس او جرمن ته ولاړم ، هلته هم د فرانس او جرمن هر وګړي ویل چې زه فرانسوی او جرمنی یم.

خو کله چې زه دلته افغانستان کې په ولایتونو او بېلا بېلو سیمو وګرځېدم او له خلکو مې وپوښتل ، یوه راته ویل چې زه ازبک یم ، بل راته ویل زه تاجک یم او بل راته ویل زه پښتون یم او داسې نور . بچوړو دا خبره سمه نه ده . هر څوک چې په افغانستان کې اوسیږي هغه افغان دی . موږ او تاسو ټول افغانان یو.

دویمه خبره دا ده ، زه په کابل کې حبیبي لیسې ته تللی وم . هلته مې د یوه شاګرد نه پوښتنه وکړه ، چې ته په قوم څوک يي ؟ هغه راته وویل چې زه افغان یم . ما ترې بیا پوښتنه وکړه چې په افغاني ژبه پوهیږې ؟ هغه زما په خبره پوه نه شو او ځواب يي رانه کړ . نو زه تاسو ته وایم چې که یو قوم پخپله ژبه پوه نه شي او خپله ژبه هیره کړي ، هغه قوم ډېر ژر د دنړۍ پر مخ له بربادۍ سره مخامخیږي . ژبه د یوه قوم د هویت څرګندویي کوي..

درېیمه خبره چې غواړم تاسو ته يي وکړم دا ده ، بچوړو تعلیم به کوۍ . موږ خدايي خدمتګارو به کله چې کوزه پښتونخوا کې خپلو پښتنو ته د تعلیم خبره کوله ، انګریزانو به نه پریښودلو . دلته خو په افغانستان کې تاسو ټولو لپاره د تعلیم اسانتیاوې شته دی ، باید تعلیم وکړۍ او په هغې کې کوښښ وکړۍ!

ورسته له ډېرو کلونو اوس هم ، د پاچاخان یادې شوې دریواړه خبرې د هر افغان لپاره د ملي کړنلارې حیثیت لري. .
د پاچاخان ټول ژوند او د خدايي خدمتګارو هلې ځلې د خپلواکۍ ، ملي هویت ، خپلې ژبې او د پښتنو د تعلیم لپاره وقف شوي دي.

پاچاخان دجګړې په ځای سولې ، د وینې په ځای مینې، د پاشېدلو په ځای یوالي، دقهر په ځای زغم، د بې حوصلګۍ په ځای صبر، بې سوادۍ په ځای تعلیم ، دخبرو په ځای عمل ، ته ژمن شخصیت وو .

ترتیب رحمت ګل عمري دژورنالیزم استاد

۱۳۹۳/۱۰/۲۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *