د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزیرې ریتو لیستاري پریانساري مارسودي سره وکتل.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«په دوحه کې نن تر خبرو وړاندې مې د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزیرې سره ولیدل. د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د هغې د ملاتړ او مرستې ته چمتووالی د ډېرې ستاینې وړ دی.»

طالبانو هم نن په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې د دوی مرستیال مشر او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د اندونیزیا له باندنیو چارو وزیرې مارسودي سره په کتنه کې په افغانستان کې د موجودو ستونزو د سوله ییز حل پر لارو چارو او د امریکا او طالبانو ترمنځ پر روانو خبرو د نظرتبادله وکړه.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هغه ټکي په ګوته شول چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرواترو د لغوه کېدو سبب شول.

د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزیرې سره د طالبانو د قطر د دفتر مشر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي مخکې تر دې کتلي چې ټاکل شوې ده نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې پیل شي.

طالبانو ویلي چې د امریکا پلاوی قطر ته رسېدلی او نن به شپږم پړاو خبرې پیل شي.

د طالبانو ویندویانو ویلي چې دواړه خواوې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او له افغانستان پر نورو هیوادونو د تروریستي بریدونو د نه کېدو پر ضمانت خبرې وکړي.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي چې په دې پړاو خبرو کې به پر اوربند او بین الافغاني خبرو بحث وشي.

په همدې حال کې د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې زلمي خلیلزاد نن په دوحه کې د طالبانو د قطر د دفتر له مسوول او د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

د مجاهد په وینا په دې کتنه کې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل پر مهمو اړخونو خبرې وشوې.

One thought on “د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له ملابرادر او خلیلزاد سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *