تاند- د اندونیزیا پولیسویو زمری هغه مهال وموند چې د یوې ښځې د وژل کېدو د قضیې په تړاو د تحقیقاتو لپاره یوه لوکس کور ته د تلاشښ لپاره ننوتل.

درویشت کلنه ښځه د خپل کارکوونکي له لوري وژل شوې وه او کله چې پولیس د پېښې ځای ته د څېړنو لپاره لاړل، یو کوچنی ژوبڼ یې پکې وموند.

په دغه ژوبڼ کې راز راز ځناور لکه بیزوګانې، طاووسونه، هوسۍ، هیلۍ، ډینګان او سپي موجود ول.

خو د دغه ژوبڼ تر ټولو مهم ځناور یو زمری و.

زمري د پولیسو پام تر دې حده زیات ځان ته واړاوه چې د قتل دوسیه ترې هېره شوه او کله چې ماموریت ته بېرته لاړل نو په ځای د دې چې سرمامور ته د قتل په اړه معلومات ورکړي د زمري په اړه یې خبرې کولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *