تاند- دا د اندونیزیا د داني (Dani) قبیلې وګړي دي چې په ۱۹۳۸ م کال په تصادفي ډول وموندل شول.
دوی د اندونیزیا د پاپوا د لوېدیځ په لوړو کې د بالیم په نوم دره کې اوسي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، جرمنی عکاس مارکوس روت (Markus Roth) د داني فبیلې له وګړو سره یوه اوونۍ وخت تېر کړ چې د دوی له رواجونو او د ژوند له طریقې ځان خبر کړي.
په لومړني عکس کې د داني قبیلې ښځې د خپلې کورنۍ د یوه غړي په مړینه د خپګان په نښه خپلې ګوتې پرې کوي.
په بل عکس کې د دوی له لوري ښکار شوی خوک وینئ.
عکاس ښاغلی مارکوس وايي چې بیلم درې ته د تګ په مهال ورته یو بل حیرانوونکی شی دا و چې دې قبیلې ۳۷۰ کاله پخوانی مومیايي درلود.