تاند- د اندونیزیا ولسمشر په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

اندونیزیا، چې د وګړو د شمېر له نظره تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی، په وروستیو کې د افغانستان په سوله کې لېوالتیا زیاته کړې ده.

ولسمشر جوکو ویدودو پرون/جمعه/ په اسلام اباد کې له ولسمشر ممنون حسین او نورو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

ده وویل، اندونیزیا د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول لوبولی شي.

د اندونیزیا ولسمشر د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره په خبرو کې د درو هیوادونو د دیني عالمانو د کمېټې وړاندیز وکړ.

د پاکستان ولسمشر د ښاغلي ویدودو د وړاندیز په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې سوله د سیمې د پرمختګ لپاره ضروري ده.

3 thoughts on “د اندونیزیا وړاندیز؛ د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو کمېټه دې جوړه شي”
  1. د اندونیزیا له ولسمشر مننه!خدای دی اجر ورکړی خو نوموړی بیچاره د پاکستان له سحر او جادوګری لا تر اوسه خبر نه دی!!!!!!!!!!!!!!!!ا که داسلام بنیاد ته وګورو نو په پاکستان کی خو عالم لا شته نه!ا

  2. د اندونیزیا ولسمشر ته مونږ یوه امید درلوده چی دوی به په سوله راوستلو کی یوه ښه طرحه وړاندی کړی مګر معلومات یی ناقص دی
    افغانستان د پاکستانی ای ایس ای چړیانو له خوا څو لسیزی کیږی تبا شو
    افغانان د هغه سوری څخه چی څو ځلی مار چیچلی بیا ځان نه چیچی

  3. . ببرک جانه ښکلی تبصره دلیکلی خو په یهودو، نصارا او منافقینو کی هم علما شته خیرده که مسلمان علما نشته منافق علما خو په پکی ستان که خورا ډیردی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *