تاند- د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د افغانستان ډله ییزو انتحاري بریدونو ته ورته چاودنې وشوې او ورسره جوخت ډزې پیل شوې.
پولیس وايي چې د نن /پنجشنبې/ په چاودنو کې ښايي لږترلږه یوه انتحاري وي.
د وروستي راپور له مخې د جاکارتا په چاودنو کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي. په وژل شویو کې د ملګروملتو کارکوونکي هم شامل دي.
لومړني راپورونه وايي چې لږترلږه ۷ چاودنې شوي او شاهدان وايي چې دري مړي یې لیدلي دي. خو ګومان کېږي چې تلفات تر دې زیات وي.
یوه چاودنه په سټاربکس کافي شاپ کې شوې او وروسته امنیتي ځواکونه لیدل شوي چې د دې کافي ودانۍ ته ننوتل.
د جاکارتا ویلي چې یوه چاودنه د سارینا مال په نوم د پلورنځیو مخته شوې چې د اندونیزیا د پلازمېنې اصلي او لوی تجارتي مرکز دی.
پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دغه مرکزه او د هغه له کړکیو لېري واوسي ځکه وېره ده چې ممکن هلته نورې چاودنې وشي.
د رویټرز خبري اژانس عکاس د سټاربکس کافي شاپ یا د قهوې کافي لیدلې چې شیشې او کړکۍ یې ماتې شوي.
ده وویل چې ډزې ویني چې تبادله کېږي او یو څوک په بام ویني چې پولیس پرې ډزې کوي.
اندونیزیا یو له محدود شمېر اسلامي هیوادونو څخه دی چې په وروستیو کې یې اقتصادي پرمختګ تېز شوی خو په وروستیو کې سختدریځو، چې ځانونه د اسلام مدافعان بولي، په دغه هیواد کې تشدد زیات کړی دی. ویل شوي چې اکثره سختدریځي، چې تاوتریخوالو ته لمن وهي، له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره تار لري.