یو کال پوره شو. د اندړو د څوارلسو شاځلمیو پاڅون په یوه تاریخي حماسه واوښت. د ظالم ګرېوان ته لاس ور ولوېد. ملائیت او ولس په جګړه شول. ملا د اعتراض قابل شو. پاڅون لاهم خپل خیر او برکت ته دوام ورکوي.

د څوارلسو کسانو د یوه کلي د پاڅون سیمه تر دوه سوه غټو کلیو پراخېږي، او زرګونه ځلمیان او وګړي د طالب وحشت ته سینه سپر کوي.

نیم شلګر ازادېږي. خلک له امریکایي چاپو، طالبي اختطافونو، وژنو، د موټر سایکل پر شا له سپرو محکمو او قاضیانو، او بالآخره، د ملایانو له ناروا غوښتنو، شیطانتونو، عشرونو، او زکاتونو ټولولو د آرام سا اخلي.

په دوولس کاله کې لومړی ځل د اخترونو مېلې، اتڼونه را ژوندي کېږي.

په زرګونو ماشومان ښوونځیو ته ځي. د ولسوالۍ یو نیم زر دوکانونه، چې طالبانو تړلي و، پرانیستل کېږي. د اندړو ولسوالۍ بازار د غزني له بازار سره سیالۍ ته چمتو کېږي.

په سیمه کې د لوبو او سپورټ شاوخوا څلوېښت ټیمونه فعالېږي.

تر دری سوه پورې سیمه ییز وګړي په محلي پولیسو، او همدومره نور په پراختیایي پروژو کې بوختېږي.

په هغې سیمه کې، چې په رڼا ورځ څوک نه ګرځېدل، په نیمه شپه، یو یو کس، په یوه یوه موټرسایکل، او سایکل چکر وهي.

سیمه د راتلونکیو ټاکنو لپاره چمتو کېږي. د سیمې د خلکو رأیه ارزښت پیدا کوي. د سیمې د خلکو پر څېره د آزادۍ او غرور وقار را څرګندېږي، او ورو ورو، له سیمې څخه د پنجاب د ظلم، وحشت، تمې او امید څادر ټولېږي.

پاڅون د افغانستان د ټولو ولسونو لپاره د آزادۍ او غرور درس جوړيږي.

خو،

دا چې د پاڅون سیمې ته په دومره خوښیو راوړلو سربېره هم د پاڅون غړي هماغسې فقیران، ملنګان، او سپېڅلي سرښندونکي پاتې کېږي، د پاڅون ریښتینی حقیقت سر ته را وباسي، او د دروغجنو کابلي، اروپایي، او پاکستاني ملایانو پر خوله خاورې ور منډي.

طالبان نرمېږي. خلک زړورېږي. په ټول جنوب کې ښوونځي رونق پیدا کوي. د طالب سیاست ماتېږي. مقر تصفیه کېږي. قرباغ آرامېږي.

خو د ظلم، بې غورۍ، او ناځوانۍ په دې هېواد کې،

ولس، او هېواد ته په دې ټولو لاسته راوړنو سربېره هم، پاڅون د ټولو د سترګو اغزی پاتې کېږي.

د معارف چارواکي یې ځکه نه غواړي چې د دوی د شخصي ګټو لنګې غواوې وچېږي، د ښوونکیو معاشونه نه نیمېږي، او د معارف پروژې هوایي نه پلې کېږي.

امنیتي چارواکي یې ځکه نه غواړي چې د دوی د لارې اخاذۍ، او غدۍ، د پولیسو په معاشونو کې د چارواکو استحقاق، او اوپراتیفي وهنې له ګواښ سره مخامخېږي.

د ولایت مقامات یې ځکه نه غواړي، چې دغه مقامات بیا نور مقامات لری، او نور مقامات له پاڅون سره په جګړه دي.

د ځمکو مافیا یې ځکه نه غواړي، چې د ولسوالۍ دفترونه او راجسترونه فعالېږي، او د دوی جعلکارۍ له ګواښ سره مخامخېږي.

امریکایی یې ځکه نه غواړي چې د ولسونو له بیدارۍ سره د دوی سترې پروژې برخلیک ګواښل کېږي.

د دوی او طالب ډرامه رسوا کېږي، او خلکو ته ثابتېږي چې طالب څومره ډارن، او څومره پر امریکایي ترحم او شفقت پایېدونکی کائن دی.

د سیمې حاکم لږکي یې ځکه نه غواړي چې د پښتون مېشته ولسوالیو امکانات نور پر دوی نه وېشل کېږي، او د وکالتونو څوکۍ تر دې وروسته پر دوی انحصاري نه پاتې کېږي.

طالب ته باج ورکوونکي تاجر، سوداګر، طبي مافیا، او دولتي او مؤسسوي کارمندان یې ځکه نه غواړي چې نور دوی له طالب سره پټې معاملې نشي کولای، په عام محضر کې طالب ته چندې نشي ټولولای، او د طالب پر مټ پر خلکو ملکۍ نشي کولای. نور دوی د رخصتۍ وخت له طالبانو سره په تملقانه بانډارونو نشي تېرولای.

د امنیتي کمپنیو مسؤولین یې ځکه نه غواړي چې نور دوی د پاڅون په سیمه کې بیمه شوي موټر نشي سوځولای، او نور لږ تر لږه، په دې کمه سیمه کې د خپل وجود ضرورت نشي ثابتولای.

هاخوا، طالب هم خپل پنجابیتوب ته دوام ورکوي، تر دې چې، د پاڅون د وسلوالو ځلمیو پر ځای د پاڅون د سیمې عام وګړي ګواښي، وژني، کړوي، او د لارې له موټرو ښکته کوي.

د تېز مازدیګر کیسه ده. د دری زره مدرسو په فتوا جنګېدونکي خوارج د اندړو د پاڅون سیمي ته روان د بې وسلې او بې وزله سوارلۍ یو ټونس موټر تر بېدرېغه ډزو لاندې نیسي، یو تن سپین ږیری جمعه ګل کاکا شهیدوي، او اووه تنه نور ټپیانوي.

ګناه فقط همدا ده چې، د دې سیمې خلکو تېر کال طالب ته نه وویل. دا یې ورته وویل چې نور دې نه غواړو. له هغې را وروسته، طالب نه د دې سیمې پر کورونو، نه پر قرآنونو، نه پر سپین ږیرو، نه پر مزدورکارو، او نه حتی پر تورسرو صرفه وکړه. تېر کال یې د پاڅون د سیمې یوه مېرمن، چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې واده وه، دومره حد ته ووهله چې وینې پرې را ماتې شوې.

د پاڅون سیمه له یوې خوا د طالبانو د خوارجي فتنې په مقابل کې لکه غر محکمه ولاړه ده، له بل اړخه، پر دې سیمه پر درځنونو وزیر او محسود ووژل شول، نو قبایل د امارتي دلالانو په دلالۍ، د قبیلوي بدۍ په انګېزه د دې سیمې ازار ته راځي، چې د خوارجو په جامه کې وحشتونه کوي.

له بل اړخه، دغه سیمه، د حکومت دننه مافیایي کړیو او پورته یادو شویو ټولو اړخونو د حسد او کینې ننګونې ته مخامخېږي.

دا ځکه چې د پاڅون سیمه اوس حق غواړي، او له حکومت څخه په غزني کې تر دې ورځې چا حق نه دی غوښتی.

د دې سیمې د معارف پیسې تر ننه پورې لوټل کېدلې، د پولیسو اعاشه یې لوټ کېدله، او د ځمکې مافیا د ولسوالۍ له نه فعالیته فعاله ګټه اخیستی.

د پاڅون د مسؤولینو لپاره د دولتي کړیو لخوا توطیې جوړېږي، او وخت ناوخته د پاڅون مجاهدین د دولت او امریکایانو پر کمینونو اوړي.

همدا پرون پرون، د پاڅون دوه شازلمیان امریکایانو او طالبانو په ګډ حشر کې شهیدان کړي. دا دوهم ځل دی چې د پاڅون ملګري د امریکایانو لخوا شهیدانېږي.

په سیاسي لحاظ، د غزني ټوله ولایتي اداره له پاڅون سره کینه کوي.

د پاڅون یو ځلمی سرلاری د ولسمشر په حکم د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه تعینېږي، خو دا چې د ولایت د امنیه قوماندان زړور زاهد او د غزني والي د لویې لارې په اخاذیو او غدیو کې ښکېل دی، د ولسمشر د حکم اهانت کوي، د پاڅون د پنځه سوه تنه لاریون کوونکیو سپکاوی کوي، او د پاڅون د ملګري پر دنده له ګومارل کېدلو سره مخالفت کوي.

د ولایت مقام د پاڅون پر خلاف په توطیو کې منظمه برخه اخلي. د ولایت مقام رسنیو ته بیا بیا د پاڅون له جنګي لاسته راوړنو انکار کوي، د والي ویاند پر پاڅون د فتنې نوم ږدي، او والي د ولایت په مقام کې پر پاڅون د راپورونو جوړولو لپاره د رحیم الله یوسفزي په څېر د آی ایس آی د لویو لویو څېړونکیو جاسوسانو کوربه توب کوي.

د معارف وزارت کارمندان، چې له یوې خوا، له د سر له وېښتو، د پوندو تر چاودو پورې، په غلا او غدۍ شریک دي، او له بلې خوا، ۸۰٪ د طالبانو په فرمایش مقرر شوي وګړي دي، پاڅونیانو ته د خپل حق غوښتلو پر سر په غوسه کېږي، او په هر دفتر، او هره پروژه کې د پاڅونوالو سپکاوی کېږي.

د دولت مقامات رسنیو ته د پاڅون د خبرونو د نه خپرولو لپاره زنګونه وهي، غله او داړه مار وکیلان پر پاڅون د اربکیزم او امریکایيتوب، او امریکایان پرې د جهادیتوب، او حزبیتوب ټاپې وهي.

بي بي سي او نور، په سخته آګانه بڼه، د پاڅون د زیان خبرونه په سرخیو کې راولي، او د پاڅون د بریاوو خبرنه په حاشیه کې هم نه ذکر کوي. د پژواک اژانس، او آزادي د اویا پنجابیانو او پنجابي اجیرانو د مرګ د بې سابقه خبر له خپرولو څخه انکار کوي.

په دې سربېره، چې په غزني کې د اربکي په نامه ځواک نشته، بي بي سي په نامسلکي بڼه، تکراراً د اربکي اصطلاح کاروي، او یو ځل لا د ټولو غزنیچیانو، ښځو نرو په استاځۍ لیکي چې “غزنیچیان له اربکیانو په تنګ دي (!)”.

وخت تېرېږي. د وخت ګړدونه کښېني. هر څه روښانه کېږي.

ټول پوهېږي، چې پاڅون نه امریکایی و. نه حزبي و. نه اربکي و. نه د فیضان و. نه د اسدالله خالد و.

 د اندړو پاڅون د فقیرانو، بې وزلو، ملنګانو پاڅون و. که پاڅون امریکایی وای، نن به یې مشران د خپلو اولادونو په نفقه پورې حیران نه وای.

که پاڅون دولتي وای، نن به لکه د ټول افغانستان، د پاڅون پر سیمه هم پنجابۍ لمنه خپره وای. نن به زرګونه ماشومان ښوونځیو ته نه وای روان. نن به پنځوس ښوونځي د زده کوونکیو په ملکوتي نعرو ډک نه وای.

ریښتیا خبره خو دا ده چې که پاڅون نه وای، د اندړو پر خاوره به لس کاله وروسته هم محلي، یا ملي پولیس پښه نه وای اېښې.

ریښتیا خبره خو دا ده چې پنجابي ښامار په هیڅ ځای کې خپل دومره مخلص اکوڼي له لاسه نه دي ورکړي، لکه په اندړو کې.

په هیڅ ځای کې یې دومره پرتوګ نه دی ویستل شوی، لکه دلته، او په هیڅ ځای کې ورڅخه دومره کرکه نه کېږي، لکه په دې سیمه کې.

نن هماغه خیال محمد حسیني، چې پاڅون ته یې د فتنې او ورووژنې خطاب کاوو، په خړو سترګو، او شرمنده څېره، د پاڅون سیمې ته د رأیې اخیستلو او کمپاین لپاره ځي.

که څوک وایي چې شهیدان وشول، هغه دې دا ووایي چې شهیدان په کومه سیمه کې ونشول؟ آیا د غزني هغه برخې چې پاڅون پکې نه و شوی، آرامې وې؟ آیا هلته مړي نه کېدل؟

آیا تر پاڅون مخکې پر همدې سیمه مړي نه کېدل؟ آیا یوولس تنه متعلمین د اور په وسیله تعذیب او بیا ونه وژل شول؟ آیا په سلګونو ځوانان او مشران ترور نشول؟

هو، شهیدان بل ځای هم کېږي، دلته هم وشول، خو دلته د شهیدانو وینې تعليم او ژوندانه ته لاره هواره کړه. په نورو ځایونو کې یې غلامي، او ذلت راووست.

دلته یو څو ځلمي په سنګر کې وجنګېدل، شهیدان شول، یو څو نورو آرام ژوند وکړ.

په نورو ځایونو کې خلک له کورونو څه را وایستل شول، او د تور سرو په مخ کې د وربوزوهلیو لخوا غلبیل کړای شول.

دلته د شهید وینې جذبه او احساس را ژوندی کړی، په نورو ځایونو کې یې وېره او ترهه خپره کړه.

په ننګرهار کې پاڅون نه دی شوی، شهیدان کېږي. په ارزه کې پاڅون نه دی شوی، خلک له لوږي مري. په پکتیا کې پاڅون نه دی شوی، متعلمین شهیدانېږي. تفاوت دا دی چې د دې ځای شهید خپل دښمنان تر ځان مخکې کړل. د دې ځای شهید په مېړانه ومړ. د دې ځای شهید خپلو بچیانو ته درس پرېښود. د دې ځای شهید خلکو ته مېړانه ور وښوده. د دې ځای شهید خلکو ته د ژوند چل ور زده کړ.

د دې ځای شهید د دې لپاره شهید شو، چې نور ژوند وکړي.

دا دی، د لوی خدای په کرم، او د ولس په مېړانه، د کابلي او پنجابي ملایانو په نه غوښتلو سربېره د هغوی ناروا دعوې او تهمتونه یو یو دروغ شول. د شهیدانو وینې رنګ راوړی، او رابه یې وړي. پاڅون ژوندی دی. د اندړو حماسه ژوندۍ ده.

مولوي خادم احمد اندړ

17 thoughts on “د اندړو پاڅون ارزېده، که نه ارزېده؟”
  1. مولوی صیب ستالیکنہ بیخی لہ حقیقتہ لری اودخنداوڑدہ زہ چی ددی سیمی یو اوسیدونکی یم داستاپہ لیکنہ کی چی سہ دی دامی نہ پہ سترگو لیدلی دی اونہ می پہ غوژو اوریدلی دی نو نہ پوھیژم چی دادی خوب بیان کڑی دہ اوکہ یوخیالی داستان

    1. ستا له لیک خو داسې ښکاري چې له پنجابه دې تبصره لیکلې ده.

      خدای د رحم در باندې وکړي

  2. محترم صدیق شلګری صاحبه زه هم د دی سیمی یم او په الله قسم چی همدا نن می هم معلومات درلودل. تا دی خدای ووهی چی سږ کال د دی سیمی ټول مکتبونه خلاص نه دی؟ ستا دی په رب قسم وی چی د میری لیسه له څو زرو شاګردانو سره فعاله نده؟ په تا دی ښځه طلاقه وی چی بازار خلاص نه دی؟ په تا دی ښځه طلاقه وی چی د طالبانو لخوا بند شوی نه و؟

    دروغ خو مه وایه په دروغجن د خدای لعنت ده.

  3. زه خپله د پاڅون مخالف وم ځکه چی کور په کور بدي ورڅخه را پبیدا کیدی خو له دی حق څخه یی انکار نشي کیدای چی سیمی او په مجموع کی ټولو پښتنو ته یی بیخی ډیره فایده ورسوله. حتی په طالبانو کی په داخل کی یی د هغو خلکو موقف ته ډیره فایده ورسوله چی د نرمښت پلویان و. محترم مولوی صاحب خو په زرګونو متعلمین یاد کړی چی مکتب ته ځی خو به حقیقت کی په لسګونو زره دی. موږ له طالبانو وروڼو څخه خواهش کوو چی دی نوو پرمختګونو ته په ښه سترګه وګوری او په دی پسي ونه ګرځي چې مکتب جا جوړ کړی ده. وایي د څراغ له رڼا څخه ګټه واخله او دیته یی مه ګوره چی څراغ د چا په لاس کی ده.

  4. مولوی صاحب خادم احمد اندړ صاحب ! ستاسی ښایسته لیکنه می د زړه په غوږو ولوسته ،الله (ج) غیرتی زات دی او د غیرتی خلکو کومک کوی ، هغه څوک چه په بی عیرتی کی مړه شی شهادت یی په شک کی دی ، اندړ چه د د خدایه بغیر د هیچا غلامی نه کوی په دنیا او اخیرت کی به کا میاب او بریالی وی ، مونږ د ټول افغانستان ولسونه په تاسی افتخار

  5. محترمو، وایي که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي. هر افغان ته د لمر په څېر روښانه ده چې دا دولس کاله د پنجاب طالب نما مزدوران په افغانستان کې څه ډول ظلمونه کوي، څومره انسانان یې ووژل، څومره ماشومان یې یتیمان کړل، څومره پښتانه یې له سواد زده کړې څخه محروم کړل او دا ټول کارونه یې د آی ایس آی په مستقیمه او غیرمستقیمه لارښوونه او لاسوهنه وکړل. دا بې غیرته او پست خلک په دې هم نه شرمیږي چې ملا عبیدالله یې ورته څرنګه وواژه، ملا برادر یې څرنګه بندي کړ چې پړی یې په کې اچولی وه او په بندي خانه کې یې د حیوان په څېر ګرځاوه، ملا ضعیف یې څنګه بې عزته کړ او څومره نور او نور یې په ګوانتانامو، بګرام او کندهار زندانونو کې د مفعولیت تر کچې پورې بې عزته کړل. لیرې نه ده چې د امریکایي ځناورو له تېښتې وروسته د آی ایس آی سپي هم د ملت له خوا د محاکمې له پاره کش کړای شي او په شرمونو وشرمول شي. دا ناځوانمردانه عمل یې چې د تاند په څېر یو ملي ویب سایټ ته یې د آی ایس آی او آیف آی د سپیو په مرسته ستونزې ایجاد کړي دي دا یې بل وحشت او دهشت دی چې د خپلو بادارانو په امر یې وکړ. د دغو سپیو د بې وجدانۍ د تللو له پاره همدومره بس دی چې په پنځه لکوه کلدارو یې دوه ورځې وړاندې په جلال اباد کې ۹ ماشومان شهیدان کړل. خالق تعالی دې د دې پاکې میاشتې په برکت د آی ایس آی ټول افغاني اجیران که طالبان وي او که ګلبدینیان د ایران او امریکا له سپیو سره یوځای وشرموي.

  6. د طالب په نامه چې کوم غوبل روان دی دا خلک اصلا منطق نه لري ځکه یې د تاند د هک کولو له پاره ملا تړلې ده خو دا چې دا بې غیرتان دومره نه پوهیږي او نه هم دومره شعور لري نو حتما یې دا قومانده د آی ایس آی او پاکستاني استخباراتي ځناورو نه اخیستې ده او د هغوی په لاس یې تاند ته مشکل جوړ کړی دی. خدای به ې نور هم وشرموي.

  7. ړوند ملا په انټرنټ او هک کولو څه پوهیږي خو حتما به ورته د پاکستان لعنتي استخباراتي اسټبلیشمنټ دا ټول ترتیبات کړي وي. د دوی مثال د هغو څارویو دی چې پړی یې په کی اچولی وي او که اخور ته یې بیایي اخور ته ځي او که غوجل ته یي بیایي غوجل ته ځي. تاند د ټولو افغانانو د زړه اواز دی. که ملا خر او ملا سپی دلیل او برهان لري خپلی لیکني دی د انسانانو په څیر تاند ته ولیږي که تاند خپری نه کړي ټول افغان ولس به یی ملامت کړي. همدا اوس تاند د داسی چا لیکنی خپروي چی له نورو پردي پالو سره یو ځای یی له ۶۰ زرو ډیر کابل ښاریان ووژل او حتی په ویب سایټ کی یي په پاس کونج کی ځای ورکړی دی. افسوس چی ملا نه منطق لري او نه برهان نو ځکه یی پرځای د تاند د هک کولو کار ته د آی ایس آی په اشاره لاس واچاوه. دا به خدای شرموي او پخپله به د دغه ناروا عمل بخښنه غواړي. لعنت پر آی ایس آی، ژوندی دې وي تاند.

  8. مولوي صاحب اندړ، په لاسو او ګوتو د برکت، الله پاک دې ددغه لیکنې په بدل کې دومره اجر درکړي لکه د بدر د صحابه کرامو د غزاء اجر. پدې لیکنه کې دې دولتي فساد، طالبي فرعونیت، امریکایې چلونه او پنجابي جادوه ټوله برملاء کړې
    چې طالب نه وي امریکایې څه کوي او چې امریکایې نه وي طالب څه کوي، دواړه د یوې پروژې برخه دي. پنجاب، شمالي ټلواله او نور اقلیتونه خپلې مزې کوي.

    د پښتون کلی، ښونځی، سړک…ټول وران پراته دي.

    که پښتانه په پاتې ځایو کې پاڅونونه وکړي نو د طالب امریکایې او شمالي ټلوالې له شر او فساد څخه به خلاص شي. او که چوپ پاتې شي همداسې به الله اکبر به د طالب په چاړه حلالیږي یا به د امریکایې د بمبارد خوراک کیږي.

    ژوندي دې وي د اندړو غیرتي پاڅون کونکي
    ژوندی د وي هغه ملا، عالم چې په ریښتا د خپل اولس په غم کې وي.

  9. صدیق شلگری در اصل چتلستانی هست از فونت ای خدا زده معلوم میشه که پاکستانی چتلستانی موردارخور هست که به نفع ….گپ میزنه یگزره از خدا بشرم خداوراستی ده گیریم بیایی بازمه کتیت میفاموم که چی کنم فقط از خداوند همقه میخواهم که کمی ده ملک ما صلح و آرامی بیایه و کمی پیشرفت کنه باز کارد ما و گردن شما انشالله

  10. مولوی صاحب په تا دي سلام وي بلکل د دغو وحشیانو ټولی کړنی دی بیان کړی او بلکل ۱۰۰٪ همداسی ده ټول ولس په تا ویاړی الله جل جلاله دی بریالی لره د نورو حقیقتونو د لیکلو په تمه

  11. د مولوي صاحب ليکنه که چيري داستان هم وي داسي يو داستان دی چي په هغه کي غیرت، همت، مړانه او يووالی
    ته خلګ هڅول شويدي، و ښوونځی ته د زرګونو ماشومانو د برخي اخستو او د بازارونو او دکانونو دپرانستل کيدو
    زيری راکول شوی دی او په ډير ښه شکل ئې د پردي تر شا دافغان دښمنه کړيو اړيکي راته روښانه کړي دي نو زه
    خو مولوي صاحب ته صحت او اوږد ژوند له خدايه غواړم چي ډيري داسي ليکني ئې ولولو ٠

  12. ملا صیب ډیره سمه لیکنه دې کړې او خدای دې نور هم برکت درکړي چې همداسې نورې لیکنې هم وکړئ. غیر د خدای پاک له زات نه نور له هیچا نه و نه ډار شې. ټول افغانان دې تر شا ولاړدي.

  13. زما په فکر طالبان اوس له ملت نه دومره ویریږي چې حتی په ویبسایتونو کې په واقعیت باندی اعتراض کوي. تاسو ځناورو چې په زور او جبر ملت یرغمل کړی لکه څنګه چې د کابل مفسدې ادارې هم یرغمل کړی نو په هیڅ صورت د ملت په منځ کې ځای نه لرئ. یوه ورځ به مو ملت له ټول هیواده شړي.

  14. صدیق شلگری
    مولوی صیب ستالیکنہ بیخی لہ حقیقتہ لری اودخنداوڑدہ زہ چی ددی سیمی یو اوسیدونکی یم داستاپہ لیکنہ کی چی سہ دی دامی نہ پہ سترگو لیدلی دی اونہ می پہ غوژو اوریدلی دی نو نہ پوھیژم چی
    دادی خوب بیان کڑی دہ اوکہ یوخیالی داستان

  15. څومره چی زه په سیمه کی بلد یم تاسی په خدا ی باور وکړی چی ډبر بد لون راغلی ده او خلک دپاڅون کوونکوځخه ډی خوښ دی او ملایانو خلک ډیر په تکلیف کړی وو ډیر بیګناه مسلمانان یی په بیرحمانه ډول شهید ان کړل ښونځی یی تړلی ول او اوس فعال دی

  16. نن مي په راډیو کي د اندړو د ولسوال مرکه واوریده د پاڅون یادونه یی وکړه او دا ټولي خبري یې تایید کړي. سخت خوشحال شوم په تیره په دی چي ښوونځي خلاص دي او د اختر میلی را ژوندی شوی دي .الله تعالی دی بیا اندړ د طالب لاسو ته نه غورځوي الله تعالی دی پنجاب تباه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *