تاند- نوي څېړنې ښيي چې انرژي لرونکي څښاکونه نارینه وو ته سخت هیپتایت یا د ځیګر ناروغي پیدا کولی شي.
میډیکل ایکسپریس مجلې په وروستۍ ګڼه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، لیکلي چې انرژي لرونکي مشروبات ځیګر ته مضر دي او حتي کېدای شي چې د سیروز او د ځیګر د سرطان سبب شي.
زهرجن مواد، د مخدرو موادو او الکولو استعمال او نور عوامل د هیپتایټ ناروغۍ نور عوامل دي.
خو اوس څرګنده شوې چې تر اندازې د زیاتې انرژۍ څښل د ځیګر د التهاب سبب کېږي.
له بده مرغه په افغانستان کې نن سبا د دغو مشروباتو بازار ډېر تود دی او ډېر خلک په غلطه فکر کوي چې د انرژۍ لرونکو مشروباتو موقتي او مصنوعي انرژي ګټوره ده.
په امریکا کې له شویو سروې ګانو سره سم له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ پوري د دغه هیواد د روغتونو عاجلو څانګو ته هغه کسان زیات وړل شوي چې انرژي لرونکي مشروبات یې ځښلي دي.
طبي ماهران وايي، ښه دا ده چې جوس یا د مېوې اوبه د انرژي څښاک پر ځای استعمال کړو.