تاند- د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر د ترکمنستان د برېښنا د لېږد د مسیر په اړه د یو شمېر هزاره اعتراض کوونکو ادعا رد کړه، ویې ویل چې دا مسیر بدلېدای نه شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني نن /سې شنبه/ وویل چې د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د انتقال پرېکړه د حامد کرزي د حکومت په دوره کې په ۱۳۹۲ لمریز کال شوې وه او اوس دا امکان نشته چې د دې پروژې مسیر بدل کړای شي.

عثماني د برېښنا د مزو د مسیر پر نه بدلېدو د تاکید ترڅنګ وویل چې که تغییر پکې راوړل شي نو ۱۲ ولایتونو ته به د برېښنا لېږد اغېزمن شي.

د اوبو او انرژۍ د وزیر په وینا د برېښنا د مزو د مسیر د بدلېدو په صورت کې وردک، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، پروان، پنجشېر او کاپیسا ته برېښنا نه شي رسېدای.

ښاغلي عثماني د سالنګ لاره ارزانه او ګټوره وبلله، ویې ویل چې دا لاره لنډه ده او د مزو د لېږدولو کار په لږ وخت کې بشپرېږي.

ده ومنله چې د جرمني فیشنر کمپنۍ په پیل کې د برېښنا د مزو د لېږد لپاره په خپله ابتدايي سروې کې د بامیان لاره غوره کړې وه خو په ۲۰۱۳ م کال د وخت کابینې د سالنګ لاره تایید کړه.

کریم خلیلي، چې اوس د دې پروژې د مسیر د بدلېدو کلک غوښتونکی او یو مهم معترض دی، د دې پروژې د مسیر ټاکلو په مهال مرستیال ولسمشر و.

دا په داسي حال کې ده چې د هزاره ګانو د ولسي عالي کمېټې په نوم ډلې نن په یوه غونډه کې ولسمشر غني په سرزورۍ تورن کړ او ویې ویل چې ده په وچ زور د دې پروژې مسیر بدل کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزیر وویل چې بامیان ته به د برېښنا د رسولو لپاره له پروان څخه مزی ولېږدول شي. د ده په وینا دا مزی به ۳۰۰ کیلوواټه برېښنا بامیان ته انتقال کړي.

خو هزاره اعتراض کوونکي وايي چې د وزیر څرګندونې ورته د منلو نه دي او خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

په دې اړه نور:

له ترکمنستانه وارداتي برېښنا لانجمنه شوه

د دې پروژې په اړه د ښاغلي سلطاني لیکنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *