د انسانانو د بدن داخلي غړي دهغوي د بدن بهرنیو غړیو په څیر یو شان نه دي، د دو کسانو د بدن داخلي غړي د بڼې او اندازې له پلوه له یو بل سره توپير لري دغه راز په رنګونو کې هم یو شان نه وي.
ټول انسانان د شمیر په اساس یو شان غړي لري، ټول زړه ، سږي، پښتورګي او داسې نور لري او ټول په ورته ځایونو کې موقعیت لري خو له د لنګون له لومړۍ ورځې دغه غړي د اندازې او رنګ له پلوه توپير لري. او دغه توپير د عمر په زیاتیدا سره زیاتیږي
دوه نوزیږي په نظر ونیسئ چې دواړه ۳۵۰۰ ګرامه وزن لري او په یوه روغنتون کې پيدا شوي دي نو احتمالاً دوي یوه اندازه او یو شان داخلي غړي لري،دغه دوه واړه بدنونه لویږي او په لوییدو سره ېې د بدن داخلي غړي هم د رنګ، بڼې او اندازې له پلوه توپیر کوي.
دغه دوه کسان چې لویږي ممکن یو د اندام له پلوه کوچنی پاتې شي او د مثال په توګه ۶۰ کیلو وزن ولري خو دا بل ممکن یو پنډ او غټ سړی شي چې ۱۲۰ کیلو وزن ولري.
د دغه پنډ او غټ سړی زړه به د کوچني د زړه دوه برابره وي، په دې ډول ویلی شو چې دبدن داخلي غړي د بدن له ظاهري بڼې سره په تناسب کې وده کوي .
په دې دول ویلی شو چې د میرمنو مازغه تر نارینه وو لږ واړه وي ، ښايي دا د دې لپاره وي چې د نارینه وو سر تر میرمنو لږ غټ وي. خو د دواړو مازغه ورته شرایط او امکانات لري.
په نارینه وو کې د مازغو وزن کابو ۱۴۵۰ ګرامه او په میرمنو کې ۱۳۰۰ ګرامه دی دغه راز د مازغو رنګ هم په ټولو کې یو شان نه وي.
زموږ مازغه روښانه سپين بخونده ایرن «خاکسري » رنګ لري خو د وینې اندازه پکې متفاوته وي او دغه چاره مازغو ته کم یا زیات سرې بخونه کرښې ورکوي.
aله دې سره سره چې عاشقان په لیکونو کې د زړه رنګ سور یا ګلابي انځوروي ،خو زموږ د زړه رنګ نصوري ، یا زیړ بخونه نصوراي دی، له بهره زړه زیړبخونه د غوړو انساج لري نو هغه کسان چې چاغ وي دغه د غوړو رنګ پکې ډیر څرګند وي او د زړه رنګ ېې ډیر زیړ بخونه کیږي.
زموږ سږي د لنګون په وخت ګلابي وي، د عمر په تیریدا او د ککړې هوا په راکاږلو سره ېې رنګ هم بدلیږي نو په دې دول سږي په بیلابیلو کسانو کې بیلابیل رنګونه درلودلی شي، ځینې ممکن تور بخونه کرښې ولري او ځینې سږي ممکن داسې توربخونه وي لکه د سګریټو په ډبیو چې د سړو انځور لیدل کیږي.
ټول انسان د څلورو او شپږو لیټرو په اندازه وینه لري چې په ټول بدن کې خپره ده، خو وینه په ټولو انسانانو کې یو شان نه وي، موږ هر یو د وینې خاص ګروپ لرو او د هر ګروپ وینه خاص خصوصیات لري ، ښايي موږ ېې په ورځني ژوند کې په توپير پوه نه شو خو د مثال په توګه څیړنو ثابته کړې هغه کسان چې صفر یا o ګروپ لري د ملاریا په وړاندې ېې مقاومت زیات وي.
کله چې موږ سپورټ کوو عضلات مو غټیږي، د عضلو په غټیدا سره مو زړه هم غټیږي نو هغه کسان چې سپورټ کوي تر نورو ېې زړونه غټ وي.
کله چې موږ سپورټ کوو بدن مو ډیرې وینې ته اړتیا پيدا کوي نو کله چې زړه ډیره وینه پمپ کوي طبعاً چې باید دهغه زړه د هغه کس له زړه ورو ورو لوي شي چې سپورټ نه کوي او زړه ېې ډیره وینه نه پمپوي.
دغه راز هغه کسان چې نشه ای مواد مصرفوي د هغوي زړونه هم تر نورو کسانو غټ وي البته دا غټوالی تاواني وي ځکه کله چې د نشه ای موادو له امله زړه غټیږي ورو ورو کمزوری کیږي.
تر اوسه پورې د بدن د داخلي غړیو ترمنځ د انډول او له یوبل سره د تناسب په هکله ډیر څه نه دي معلوم شوي ،دمثال په توګه یوې څیړنې ښودلې ده هغه میندې چې رحم ېې ایستل شوی وي ممکن تر نورو میرمنود زړه په ستونزو سره ډیرې مخامخ شي.په دې ډول ویلی شو چې د رحم او زړه ترمنځ یو توپير موجود دی
په دې ډول ویلی شو ممکن د بدن د داخلي غړیو اندازه او تناسب ډیر شیان راته په ګوته کړاي شي چې موږ تر اوسه پرې نه پوهیږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *