تاند: د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د انساني حقونو مدافعین د حکومت او وسلوالو ډلو له سختېدونکو بریدونو سره مخ دي او د انساني حقونو فعالان له وېرولو، ځورولو، ګواښ او سختو فشارونو سره لاس او ګریوان دي. ددې اداري تازه خپور شوی رپوټ زیاتوي، افغانستان چې تېر کال ولسي مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او تېره میاشت تېرو دوو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه، د انساني حقونو مدافغان او فعالان تر ډېره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له پامه غورځولي دي
دوئ په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې ددې تاوتریخوالې مخه ونیسې
د دغې ادارې د رپوټ په یوه څنډه کې دا هم راغلي چې افغان حکومت بیا بیا په دې کې پاتې راغلی چې د انساني حقونو پر فعالانو د بریدونو پلټنه وکړي، ځینې وخت یې ادعاوې جعلي بولي او ان ورته ویلي یې دي چې د خپلې دفاع لپاره وسلې ته لاس کړي
افغان حکومت د بښنې نړیوال سازمان ددې وروستې راپور په اړه څه ندې ویلې.