تاند- په نیویارک کې ساینسپوهانو د یوې څېړنې په ترڅ کې د انسان او حشرو ترمنځ د ږغ د تشخیص د څرنګوالي توپیر څېړلی دی.
دوی وايي، انسانان د غوږ له پردې څخه په استفادې د ږغ لوری پېژني، یعني په دې وسیله پوهېږي چې ږغ له کومې خوا راځي خو حشرې په خپلو وېښتو ږغ اوري.
د دې علت دا دی چې د مچانو، ماشو او جولا په شان حشرې په هوا کې د فشار د تغییر د پېژندلو پر ځای پر خپل بدن د خورا نازکو وېښتانو یا پخو په وسیله د هوا د تغییر سرعت تشخیصوي.
په دې څېړنه کې څرګنده شوه چې د جولا تار دومره نازک او ظریف دی چې ډېر ټیټ او بیخي کمزورې فریکوینسي په ارتعاش یا لړزې مومي.