تاند، شنبه، د دلوې ۲۶ مه: لویې څارنوالۍ ویلي چې محکمې د هرات د انسان تښتوونکو یوه ۹ کسیزه شبکه له شپږو تر ۲۸ کلونو په بند محکومه کړه.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي تاند ته د ټلیفون پر لیکه وویل، دغه ډله له هرات څخه د دریو کسانو د تښتونې په تور نیول شوې او د کورني او بهرني امنیت د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ته وسپارل شول.
نوموړی وايي، دغه نهه کسان د څارنوالۍ له تحقیق وروسته د محکمې لخوا مجازات شوي دي: (( له دې ډلې محمد داوود په ۲۸ کاله او لس میاشتې بند، غلام فاروق په ۲۵ نیم کاله بند، نثار احمد په ۲۳ نیم کاله بند، عزیز احمد په ۲۵ کاله او ۱۰ میاشتې بند، محمد رفیع او فرامرز په ۱۲ -۱۲ کاله بند، فضل احمد په ۷ نیم کاله بند، عبدالظاهر او حاجي عسل هر یو په ۶ – ۶ کاله بند محکوم شوي دي.))
هرات د هیواد په لویدیځ کې نسبتا امن ولایت دی خو په دې ولایت کې له یوې مودې راهیسې د جنايي پېښو له ډېرېدو شکایتونه راپورته شوي دي.