ترتیب او راټولونه: م. خ. ملکزی –
شاید د ډېرولوستونکو په ذهن کې دا پوښتنه موجوده وي چې: هغهکوم بنسټیز لاملونه دي چې یو انسان کولای شي بې لاری کړي ؟
کله چې تاسې دا مقاله لولۍ؛ نود یادې موضوع په اړه دا او دېته ورته نورې ډېری پوښتنې به شاید ستاسې په ذهن کې راګرځي.
بې لاري څه تعریف لري ؟
بې لارۍ (ګمراهي ) ته په عربي ژبه کې ضَلال یا ضَلالت ویل کیږي او د هدایت ضد کلیمه ده چې نه یواځې د یو فرد او ټولنې لپاره ستر خطر شمېرل کیږي، بلکه یوه داسې ساري بیماري ده چې په دې بیمارۍ باندی ککړ انسانخپل بصیرت ( د زړه بینايي ) له لاسه ورکوي اوپه نتیجه کې به حق ته باطل او باطل ته به حق وايي.
لغوي او اصطلاحي معنا ېې:
ضلال اسم مصدر کلیمه ده او د لغت له مخې ډېرې معناوی لري: لکه هېرول، کفر، ګناه تر سره کول، اصلي لاره ورکول، فاسِدُ الأخلاقه کېدل او کله کله په دې معنا سره هم راځي چې کله یو څو ک د یو شي په اړه بشپړ معلومات ونلري. لکه : (( وَ وَجَدَکَ ضَآلا فَهَدَی ) سورة الضحی آیة 7
ابنُ الكَمالِ په دې اړه وايي:(( الضَّلالُ فَقْدُ ما يُوَصِّل إلى المطلوبِ )). یعنې بې لارتیا د یو داسې څه له لاسه ورکول دي چې ټاکلي هدف ته پری انسان رسېدلی شي .ــ اما په اصطلاح کې ېې راغلي دي (1):(( هُوَ الاِنْحِرافُ عَنِ دِيْنِ اللهِ الحَنيْفِعَمْدًا أَوْ سَهْوًا ، كَثِيْرًا أَوْ قَلِيْلاً)).
یعنې د لوی څښتن تعالی د نېغې لارې ( اسلام ) څخه چې که په قصد سره وي یا په خطا سره ، لږ وي یا ډېر ويکږېدلو ته بې لارتیا ویل کیږي. ګمراه او بې لاری انسان ته په عربي ژبه کې که مذکر وي؛ نوضآلّْ ورته ویل کيږي چې جمع ېې ضآلون او یا ضُلال ده او که مؤنث وي ضالةٌ ویل کیږي چې جمع ېې ضالات یا هم ضَوال ده.په عربو کې پخوا دود داسې ؤ چې هر کله به چې به یو ماشوم له خپل کوره نادرکه شو او د کور غړي به ېې په اړه نا خبره ؤ او بیا به چې له مودو وروسته کور ته ژوندی راستون شو؛ نو دې ته به ېې الابنُ الضال ویلی، یعنې لار ورکې
ځوی ـ که اسلامي فقه ته راشو؛ نو وبه لولو چې: هر هغه څاروی چې د خپل خاوند څخه ورک او نادرکه شي؛ نو ورته (( بَهِیْمَةٌ ضآلّةٌ)) ویل کیږي چې که چیری دا مال بېرته وموندل شي ؛ نو بیا جلا احکام لري چې ورونه کولای شي یو لړ فقهې کتابونو ته مراجعه وکړي.
که چیری خپل افغانستان ته راوګرځو او خدای نخواسته که زمونږ په ګران هیواد کې د انحرافاتو او بې لاریو دا بازرا همداسی ګرم وي؛نو بیا دا راسره ومنئ چې یو وخت به مو د پوهنتون له فارغینو څخه د زندان د فارغینو کچه لوړه وي.
آیا که زمونږ په هیواد افغانستان کې ګناهونه کم او دا روانې بې لارۍ ورکې شي ،د قتلونو او ظلمونو ګراف ډېر ټیټشي؛ نو مونږ به ډېر سوکاله ژوند ولرو او کهدا چې هره ورځ موپه هېواد کې د دې بې وزله ولس وژنه او زورونه همداسې روانه وي، غربي فرهنګ اغېزې ورځ تر بلي مخ په زیاتېدو وي ؟ ولی هره ورځ په سلګونو ډول داسې پېښې رامنځ ته کیږي چې انسانیت ورڅخه شرمیږي ؟
په دې هیواد د څو لسیزو را په دېخوا بې لاریو خو مو هيواد دېرش کاله د هو ساینې او رېښتیني اخوت څخه بې برخې او د پر مختګ له کاروان څخه وروسته پاتی کړ، که دا انحرافات او بشري رزالتونه همداسې جاري او ساري وي؛ نو نه پوهیږو چې دا ولس به مو نور څو کاله بدمرغیو ته پاتی شي !!
د بې لاریو د زیانو او د ناوړره أغېزو لمن په رښتیا سره چې ډېره پراخه ده، له همدې کبله هر مسلمان په دې باندی مکلف دی چې هره ورځ د خپل لمانځه په32 رکعتونو کې د ضلالت څخه د ژغورنې په موخه سورة الفاتحه ولولي او د ځان لپاره د هدایت دا دعا وکړي چې: (( اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيْمَ)).نو له همدې کبله ښايي چې مونږ ټول ضلالت او بې لاري سمه وپېژنو، تر څو له تشخیص وروسته ېې سمه درملنه او د حل اغېزمنې لاری پيدا کړو.
د ارواپوهنې له نظره:
د ارواپوهنې (روانشناسۍ) د علم له مخې ضلالت د یو انسان هغو ناسمو باورونو ته ویل کیږي چې بدلون راوستل پکې هیڅ امکان ونلري که څه هم چې لسګوني عقلي دلائل هم ورته وړاندی شی، خو په اوسني معاصره نړۍکې د مختلفو او ماډرنو وسائلو په کارولو سره لکه انټرنټ، تلویزون، نوی وژونکي سلاحګانې، په دفترونو او شرکتونو کې د مېرمنو له سړیو سره اوږه په اوږه ګډ کار کول او داسې نورو سره د بې لارتیا ډولونه او لاملونه هم خورا زیاتشول؛ نو ورسره دا هم باید په یاد ولرو چې د هدایت په څېر یو عظیمُ القدره الهي نعمت ته د مسلمانو ځوانانو اړتیا تر بل هر وخت نن دومره زیاته ده، لکه څومره چې یو انسان تازه هوا، د څښلو فلتر شوو ابو او خوراکي موادو ته اړتیا لري، بلکه له دې څخه هم زیات ــ ځکه چې له هدایت پرته یو مسلمان ژوند نشي کولی او لکه څرنګهچې یو عاقل انسان له ککړې هوا، ناپاکه اوبو او د مسمومو غذايي موادو څخه وېره لري؛ نو په همدې کچه هم باید یو عاقل ځوان د ایمان سوزونکو ګناهونو او د ټولنیزو بې لارتیا و څخه ځان وژغوري.
بله مهمه خبره دا ده : ولږه یو داسې مشکل دی چې د یو وږي انسان څخه بل موړ انسان ته سرایت نشي کولی، أما فکري، اخلاقي او عملي بې لارتیا کولی شي چې د یو فرد څخه بل فرد ته ، د یوې ټولنې څخه بلې ته او د یو هیواد څخه نورو ته منتقله شي، لکه څرنګه چې د پلار یا مور په ګمراه کېدلو سره د هغوي ټوله کورنۍ او د یو رهبر په بې لارتیا سره ډېر خلک بې لاری کېدلی شي او داسې نور….
په عمده ډول د بې لارتیا 3 ډولونو سره وېشل کیږي، لکه:1: _ فکري بې لارتیا2:ــ اخلاقي بې لارتیا ـ3:ـــ عملي بې لارتیا
شاید ځینې ورونه به په دې خبره ډېر خواشینی کیږي چې کله ېې ورور، زوی یا نژدې خپلوان او همسایه ګان په بې لاریو اخته کیږي، أما دا دومره د اندېښنې خبره نه ده، ځکه تر څو چې بشري ژوند وي؛ نو په هر ځای او هر وخت کې به د صالحو خلکو تر څنګ به فاسقاو ګمراه خلک هم شتون ولري، که دا بې لاری خلک د ټولنې عادي خلک وي؛ نو کېدلی شي چې په ډېری آسانۍ سره د دوي مخه ونیول شي.أما تر ټولو ستر خطر خو دا دی چې کله یو انسان په خپله هم بې لاری وي او له بلې خوا د خپلې کورنۍ،ټولنې او یوې سیمې مشر او مخور شخص هم وي،د پوهې او علمیت سره شتمني او دولت هم ولري، د فصاحت او بلاغت تر څنګ ژبور منافق هم وي، په دې حالت کې به د دې خطر ټولنې ته تر نورو ځکه زیات وي چې زیات پلویان او قومي ملاتړ به ولري چې مخه نیول به ېې ډېری ستونزې له ځان سره ولري.
بنسټیز لاملونه ېې:
که څه هم د انساني بې لاریو عمده لاملونه خورا زیات دي، خو دلته په لنډ ډول د ددو لاملونو لنډه یادونه کوو:
لومړی لامل : جهل یا د نورو کورکورانه تقلید:
د بې لارتیا له مهمو لاملونو څخه یو هم جهل او ناداني ده، مګر دا چې لوی څښتن تعالی یو څوک له هر راز انحرافاتو او بې لارتیاو څخه پخپل بې ساري لورينې سره په امان کې وژغوري او ګټور علم ورپه برخه کړي چې همدا ګټور علم کولی شي د دې کار مخه ونیسي.
دویملامل: ظلم او یا د هوا او د هوس په لومو کې پرېوتل:
درېیم لامل: فاسد ملګري:
مخکې مو هم وویل چې: د ګمراهۍ د ډولونو څخه یوه هم اخلاقي بېلارتیا ده او دا هغه مهال رامنځ ته کېږي چې یو انسان د اوباشه او بداخلاقه ملګري سره دوست شي.که ستاسې دوست د فاضله (غوره) اخلاقو څښتن وي، د سالمې عقیدې او د روغ فکر څښتن وي؛ نو په لنډ
وخت کې په تاسې کې هم ددغه نېک انسان سره د دوستۍ له کبله ښه تأثیرات را څرګند شی او ژوند به مو نېکمرغه شي.
پخپله ټولنه کې به تاسې هم لیدلي وي چې کله تاسې خپل دوستان او خپلوان د مفسده ملګرو سره له دوستۍ څخه منع کوئ، نو درته به وايي: زه خو خپله دا ناوړه کارونه نه تر سره کوم او نه مې پخپله خوښیږي، په داسې حال کې چې دغسې بېچاره خلک پر دې نه پوهیږي چې ستاسې دا فاسدُ الأخلاقهتنبل او بېکاره انسان به یوه ورځ تا هم بې لاری کړي، ستا دوست چې اسلامي اخلاقو او عقیدې په ارزښت نه ګوري؛ نوډېر ژر به تاسې هم د ځان سره د ګمراهۍ په رنځ اخته کړي، ځکه چې ګمراهي د یو ساري مرض په توګه د یو ناروغ انسان څخه د بل روغ او سالم انسان اخلاقو ته سرایت کوي چې بیا به حق ته باطل او باطل ته د حق په سترګه ګورۍ.دغسې ورونه دې دا عربي متل هم ولولي چې وايي: الصاحِبُ ساحِبٌ: یعنې دوست جذبونکی دی ــ که ښه وي؛ نو د نېکمرغۍ او سوکالۍ په لوري او که بدمرغه انسان وي؛ نو د بدمرغیو او اخلاقي انحرافاتو په لوري به تا له ځان سره جذبوي.په افغاني ټولنه کې د اخلاقي فقر تر څنګ، اقتصادي فقر هم وجود لري چې زمونږ د خلکو ژوند ګواښوي او انسان مجبوره کیږي چې د حلال رزق د ګټلو لپاره له کوره ووځي، تجارت کول او د حلال رزق ګټل خو کومه ستونزه نه ده، بلکه په اسلام کې عبادت ګڼل کیږي، خو ستونزه دا ده: په تجارتي ډګر کې لکه په مؤسساتو، شرکتونو، شخصي کاروبارونو کې له چا سره کار باید وکړو، له څه ډول دوستانو سره به مو دوستي پیل کیږي ؟ که ته رئیس ېې، څوک باید ستا کارمند وي او څه ډول صفتونه باید ولري؟
دا هغه اساسي پوښتنی دی چې زمونږ یو لړ ورونه پکې فکر نه کوي او د همدې غفلت او د بدمرغه دوستانو سره د ګډ کاري ژوند د پیلېدو له کبله لږه موده وروسته دا نیک انسان هم په بلا بدمرغیو کې ښکېل شي او د غفلت په نتیجه کې دا صالح انسان هم ګمراه شي. بالآخره زمونږ په ټولنه کې نه یواځې دا چې دا بدبختی به همداسې شتون ولري، بلکه د ګمراهانو په زیاتېدلو سره به ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو وی.له همدې کبله باید مسلمان له خورا ځیرکتیا څخه باید کار واخلي چې تر څو بې لاری نشي او باید د ځان او د نورو د هدایت لپاره تل دعا وکړي، له همدې کبله یو مسلمان په هر لمانځه کې که هغه مستحب یا فرضي لمونځ وي سورة فاتحه لولي او د هغې په مبارکو آیاتونو کې دا آیت مبارک لولي چې الله تعالی ارشاد فرمايي: ((اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيْمَ. صِرَاطَ الّذِيْنَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضّآلِّيْنَ )).[الفاتحة: 6ـ7].
ترجمه: مونږ ته سمه لاره وښایه ــ د هغو کسانو لاره چې تا پرې پېرزوینه کړېده ــ چې غصه پرې نه ده شوی او بې لاری شوي ندي. نو لوی پروردګار مونږ ته د دې ښودنه کړېده چې د هغه ( جل جلاله ) څخه د هدایت غوښتنه او دهغه په نېغې لارې باندی د تللو لپاره دعا وکړو.
قدرمنو لوستونکو !دوه شیان ډېر ضروري دي : یو حق په سمه توګه سره پېژندل او بل په هغه باندی د عمل توفیق غوښتل چې دا دواړو صفتونه د جهل او د شهوت پالنې سره کلک منافات لري.ضالین خلک هماغه خلک دي چې دوي د اسلام د نېغې لارې پر ځای پر ګږلیچونو روان او منحرف شویدي او په شرک او بې لارتیاو کې لوېدلي دي، بدعتونه او خرافات ېې خوښ ګڼلي دي، لوی ګناهونه او ستر منکرات ېې ترسره کړي دي، دا هم له دې کبله چې یا ېې د شیطان په لمسه د خپلو خواهشاتو پیروي ېې کړیده او د دوي ښه مثال لکه یهود دي چې پر دوي باندی الهي غضب کړل شویدی . یهود د نړۍ هغه بدمرغه توکم ( نسل ) دی چې د علم او پوهې سره سره بې لاری شویدي او حق ېې سره له دې چې پرې پوهېدل. خو بیا ېې هم ورته غاړه کې نښودله.بل لوري ته یوه بله ډله هم تر ننه پوری شتون لري چې دوي په ناپوهۍ سره د لوی پروردګار عبادت کوي لکه نصاری (Christians ) او دوي هم بې لاري خلک دي ، ځکه دوي تصور کوي چې یو انسان په شرکیاتو، بې لاریو او بدعتونو سره لوی الله تعالی ته نژدې کېدلی شي.
راځۍ چې د خپل خالق تعالی ارزښت او وقار وپېژنو، او که مو ګناه تر سره کړه او د ګمراهانو لار مو ونیوله؛ نو باید پوه شو چې مونږ خپل خالق تعالی ته په زړه کې وقار نلرو، غافله یو. د بصارت سره د بصیرت سترګی نلرو. که ګناه پېژنو، خو دا هم بایدو پېژنو چې دا ګناهونو او بشري رزالتونه څومره وخیم عواقب او ناوړه پایلي لري.په پای کې له تاسو ټولو څخه مننه کوو چې دا مقاله مو را سره تر پایه ولوستله او بیا د هدایت غوښتلو لپاره په خورا عاجزۍ سره د دعا لپې پورته کوو، دا سې نه شي چې زمونږ جهل او ناپوهۍ، شهوتونه او دنیوي خوندونو مو په خړ سیلاب کې ډوب کړی، د دې عصري نړي بې لارۍ مو ګمراه او یازمونږ بدمرغه ملګري مونږ هم له ځان سره مو بدبخته کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
منابع: ( 1):المعجم المعاني (Almaany.com)2: :http://fiqh.islammessage.com