اوسمهال د علومو څانګې سره بېلې شوي دي، هره څانګه  د انسان د ژوند د یوې برخې سره تړاو لري، چې کله په عمومي او کله په انفرادي توګه څېړل کېږي. انسان یوازې بهرني جوړښت نه لري؛ بلکې بله مهمه برخه یې سایکالوژي ده، چې هغه هم د انسان د بهرني جوړښت په څېر پرې بهرني او نور عوامل اغېزه کوي او د همدې اغېزو او انګیزو له امله په ادب کې د تخلیق موضوع رامنځته شي.

د ادب په رامنځته کېدو کې د انسان روحي اړخ ډېر مهم دی، چې  انسان د طبیعي او ټولنیزو شرایطو تر اغېز لاندې خپل دروني احساسات او انګیزې د ادب یا دهنر په نورو بڼو کې ښکاره کوي. په کوم هنر کې چې د هغې انځورونه په سم ډول شوې  وي او د پنځونکي احساس او عاطفه نورو ته ولېږدوي؛ نو هنرمند یا د هنري اثر تخلیق کونکی بریالی ښکاري او اثر یې هم لوړ هنري ارزښت تر لاسه کوي.

انسان د ټولنیزو او طبیعي پېښو او چاپیریال له مخې ځینې شیان او انګیرني خپل لاشعور کې ځای پر ځای کوي یا د نوموړي په روان کې نفوذ کوي، یا ډېر څه لري، چې په بهرني چاپیریال  کې یې نه شي ترلاسه کولای یا خپلو هیلو ته رسیدای نه شي؛ نو د دې له پاره د انسان دروني احساسات د ادبیاتو په فورمونو کې وړاندې کېږي . له همدې ځایه د ارواپوهنې او د ادبیاتو اړیکې له یو بل سره پیوند اخلي  او زما په اند که له ادب څخه ارواپوهنه لرې کړو؛ نو د ادب جوهر به بې خونده شي او که ادب نه وي؛ نو د ارواپوهنې ګڼې انګیرنې به د انسان په مغز کې دفن شي. مخکې تر دې چې د انسان په یو شمېر دروني احساساتو رڼا واچو لومړی  به ادبیات او ارواپوهنه او بیا به یې نورې خوا وې سره وڅېړو:

۱ ـ ادبیات: د ادب یا ادبیاتو په اړه ادبپوهانو ګڼ شمېر تعریفونه وړاندې کړي دي؛ خو دلته هغه پېژندنه راوړو، چې زموږ د لیکنې سره تړاو لري: « ادب یو ژبنی هنر دی، چې واقعیتونه په انځورونو کې وړاندې کوي. د انځور(تصویر یا ایماژ) څخه مقصد دا دی چې ادب واقعیت کټ مټ او په مستقیمه توګه نه بیانوي؛ بلکې د ادبي اثر د لیکونکي له خوا په ښکلي او احساس پارونکي شکل وړاندې کېږي …. د ادبي اثر (شعر، کیسه ، ډرامه، طنز او داسې نورو) تر ټولو عمده خاصیت د احساس انتقال دی که یو ادبي اثر احساس ونه لېږدوی او د اورېدونکي یا لوستونکي پر عواطفو اغېزه ونه کړي؛ نو هغه ادبي اثر نه دی»«۶: ۹».

په پورتنۍ پېژندنه کې  د ادبپوهانو له خوا د احساس یا عواطفو موضوع  رامخکې شوه او دا یې د ادب مهمه ځانګړنه بللې ده او د همدې ځانګړنې له مخې د ارواپوهنې او ادب اړیکې سره نښلول کېږي او د ادب په رامنځته کېدو کې  د انسان د دروني احساساتو رول څرکندوي.

په ادب کې د هنري ارزښت موضوع مهمه ده، که په کومه وینا یا لیکنه کې هنري ارزښت وي ادب بلل کېږي، که هنري ارزښت ونه لري؛ نو ادب نه ګنل کېږي. د هنري ارزښت د ځانګړنې په اړه لیکل شوي دي: «هنریت یا هنري ارزښت هغه ځانګړنه ده، چې ادبي او نورې عامې عادي لیکنې سره بېلوي. د هنري یا ادبي نثر په لیکنه یا د نثري ادب په پنځونه کې د لیکوال ذوق، احساس او تمایل د یو مطلب یا واقعیت د افادې له پاره بنسټیز ارزښت او اهمیت لري. لیکوال هغه څه چې لیدلي، اوریدلي، احساس کړي او یایې په ذهن او خیال کې تېریږي بیانوي؛ خو د تحقیقي او علمي لیکنو په څېر دلیل راوړلو ته هیڅ اړتیا نه لري»« ۱۶: ۳۹».  په دې پېژندنه کې هم د هنري ارزښت په موضوع کې د انسان دروني احساسات رول لري او همدا برخه ده چې د ادب په ایجاد کې پوره ونډه اخلي.

۲ـ ارواپوهنه: ارواپوهنه له ګڼو علومو سره اړیکي لري  او په همدې اساس ورځ تر بلې یې د پېژندنو لړۍ زیاتېږي او ګنې نورې څانګې ترې هم راوزي. ارواپوهنه په علمي توګه د انساني سلوک په هکله د زده کړې او احساساتو مطالعې ته ویل کېږي. د انسان فردي او او ټولنیز عوامل او احساسات د ارواپوهنې د څېړنې موضوع تشکیلوي.

عطا محمد میاخیل د ارواپوهنې په اړه لیکي: «د ارواپوهنې کلمه چې د (Psychology) ژباړه ده د ارواپوهنې د موضوع له اوسني مفهوم څخه زیات لرغونتوب لري ویل کېږي، چې ارواپوهنه له دوو یوناني کلمو څخه چې د (Psyche) د مغز یا اروا په معنا او (Logos ) د علم او مطالعې په معنا دی منځته راغلې ده، په دې توګه ارواپوهنه د اروا او مغز معنا لري، لکه چې وویل شول د (Psychology) کلمه په همدې یوناني مفهوم نه ده او د پنځلسمې پېړۍ پیل کې منځته راغلې ده، خو یوناني ژبه د دې کلمې په جوړښت کې اغېز لري او د هغې په رامنځته کېدو کې د بشر په روح کې د څېړنې او ځیرنې هدف نغښتی دی» (۱).

).(۱)https://www.khabarpana.com/8643/(×

د ادب موضوعات هغه څه دي، چې د انسان د چاپیریال سره تړلي دي، د دې موضوعاتو او پېښو په ماهیت کې ارواپوهنه هم دخیله ده او د هنري اثارو په پنځونه کې  دواړه خپل اساسي نقش لري. په ادبي کره کتنه کې د ادب او ارواپوهنې تر منځ داسې کرښه ویستل شوې ده: « انسان او پر هغه د چاپېریال اغېزې د ادب موضوع ده، چې له همدې امله ادب او ارواپوهنه یو له بل سره نژدې اړیکې لري، خو ادب له ارواپوهنې سره یو بنسټیز توپیر لري . ارواپوهنه د انسانانو تر منځ ګډ او عمومي مظاهرات تر غور لاندې نیسي؛ خو د ادب وړمبی هدف دا دی چې جوته کړي چې وګړي له یو بل نه په کومو لوریو کې توپیر او امتیاز لري. یو ارواپوه د خیال، عاطفي یا غریزې په باب بحث کوي چې دا څیزونه د ټولو انسانانو تر منځ ګډ دي، خو ادیب که شاعري وي خپل ځانګړی احساس څرګندوي او که کېسه لیکونکي وي؛ نو هغه شخصیتونه چې د اصیلو کرکترونو خاوندان وي هغوی انځوروي له همدې امله ادب د هغه شخصیتونو تر منځ چې د ارواپوهنې له پلوه ګډ صفتونه لري اختلاف ویني»« ۱۳: ۳۲».

عبدالغفور لېوال په خپله مقاله (د شعر پېژندنې او کره کتنې ځینې نوې معیارونه) کې د استاد زیار نظر په دې ډول راوړی دی: «د ارواپوهانو په عقیده  شیان او پدیدې د حواسو د لارې پر اورګانیزم باندې اغېزه کوي، چې په لومړۍ مرحله کې احساس کېږي او بیا د ادراک پړاو ته رسږي (پېژندل کېږي). د اداراک له لارې انسان یو شی پېژني. کله چې هماغه شی غایب وي احساس او ادراک هم محوه کېږي، خو د هغه شي اثر په ذهن کې یو تصویر(ایماژ)  پریږدي. ذهني تصویرونه چې هغه ته تداعي یادونه ویل کېږي او کله کله په بدله څېره کې تجلي کوي، چې په دې صورت کې تخیل بلل کېږي، شاعرانه تخیل د ځینو په نظر شهود او الهام ته ورته دی او د ځینو په عقیده په هغه کې یوه شعوري هڅه هم شامله ده »«۱۴: ۱۰۲».

په پورتنیو  کرښو کې لیدل کېږي، چې د ادب په تخلیق کې ارواپوهنه مهمه ونډه لري په هنر یا ادب کې که د احساس موضوع وې یا نوره انځورونه چې د هنر مند احساس او عواطف نورو ته ولېږدوي همدا ځانګړنه هنري ارزښت بلل کېږي او په ادب کې دا هر څه د تخیل د پروسې د لارې طی کېږي.

 ۳ ـ احساسات او عواطف: د شعر په جوړښت کې ځینې مهم توکي دي، چې رغنده ونډه لري او پرته له دې موږ ورته شعر نه شو ویلی، چې هغه توکي عبارت دی  له فکر، تخیل، عاطفه، احساس او اهنګ څخه. که له دې توکو څخه یو هم په شعر کې موجود نه وي، نو شعریت به یې کمزروه او کیدای شې، چې یوازې د الفاظو پر مخ ځینې خبرې وړاندې شوې وي. عاطفه هم د شعر د روح په توګه ځانګړی ځای لري که چېرې په  شعر کې عاطفه او احساس نه وې؛ نو هغه شعر بیا نه شي کولای په لوستونکو یا اوریدونکو خپل اغېز وغورځوي؛ نو د هر بریالي شاعر په شعر کې احساس او عاطفه د شعر سره کلکه ملګرتیا کوې او شعر د ښکلا او د ارزښتونو لوړو پوړیو ته خېژوي.

شعر په لنډه او اهنګینه ژبه د فکر او اند عاطفي تړون ته وايي، په عاطفي ډول په دې معنا، چې عاطفه د شعر یو اساسي رکن دی، باید د شعر ژبه عاطفي وي او احساس را وپاروي؛ خو د احساس او عاطفې خبرې د ارواپوهنې سره تړاو لري. په دې معنا چې ټول انسان په عاطفي لحاظ یو له بل سره ګډ یا مشترک عاطفي پېوندونه لري؛ لکه په یو ماشوم د هر انسان مینه او زړه سوی راځي او هر څوک ور سره مینه لري یا د یو بد بخت انسان باندې، چې بد وضعیت ولري د هر چا زړه سوی راځي دا د انسانانو تر منځ عاطفی پیوندونه دي، چې یو یې له بل سره لري. یا د یو زخم په لیدو موږ ټول د یو درد احساس کوو، نو دا د انسانانو عاطفي پیوندونه دي. کله چې د یو شاعر په شعر کې داسې یوه مسله رامخکې شي، چې د لوستونکي یا اوریدونکي همدغه مشترګه عاطفه یا مشترک احساس راوپاروي؛ نو دې ته عاطفي ارښت وايي یا په دې شعر کې عاطفي اړخ قوي دي. هر شعر باید همداسې عاطفي جوړښت ولري، چې د لوستونکي یا اوردونکي کې داسې احساس او عاطفه را وټوکي، چې شاعر دغه احساس او عاطفه د شعر د ایجاد پر مهال درلوده؛ن و دې ته بیا  په عاطفي لحاظ یو بریالی شعر ویلای شو«۲: ۸۲».

همدا ډول که یو شاعر د شعر لیدلو پر مهال په یو ځای کې  واورین غرونه، شنې ونې، یخه هوا ویني او د ښکلا یو احساس واخلي یا په یو ځای کې د جګړې له امله دود، اور، ټپیان او وینې او د خلکو چیغې اوري او په دې وخت شاعر د جګړې پر وړاندې د نفرت احساس کوي کله چې شعر ولیکي او د لوستولو او اوریدولو پر مهال همدا احساس په لوستونکي او اوریدونکي کې هم پیدا کړي، نو د احساس له پلوه دا شعر هم عالي شعر کڼل کېږي، ځکه شاعر په ښه ډول په کې احساس لېږدولی دی.

د شعر په اړه ګرګرصیب لیکي: «په پښتو ادبیاتو کې په عامو بحثونو کې تر زیاته حده د شعر او نظم توپیر نه کېږي. شعر ته نظم او نظم ته شعر ویل کېږي، خو په معاصرو څېړنو کې د دې دواړو تر منځ یوه پنډه لیکه ایستل شوې ده. شعر دانسان له روح او حواسو سره زیات تړاو لري په داسې حال کې چې نظم او نثر د تعقل او استدلال او تفکر سره»« ۱۷: ۲۸۲».

۴ـ طبیعت او ښکلا: لومړی طبیعت رامنځته شوی او بیا انسان. د طبیعت هره څنډه بېلا بیلې ښکلا وې  لري او دهمدې ښکلا اغېز له امله ډیری مهال ادبیات رامنځته کېږي. د نړۍ د مشهورو شاعرانو او لیکوالو په اثارو کې د طبیعت د ښکلا بېلابېلې برخې انځور شوي دي.د طبیعت او چاپیریال اغېزې د انسان د رواني اړخ سره اړیکې لري؛ نو کوم اثار چې د همدې زاویې څخه رامنځته شوي وي یا د دې زاويي اړخ یې قوي وي؛ نو ارواپوهنیزه تله یې درنېږي. د طبیعت او چاپیریال د اغېز له امله د نړۍ د هېوادونو او اقلیمي جوړښتونو د خلکو تر منځ د ښکلا له پاره بیلابیل معیارونه رامنځته شوي دي یعنې د ټولو له پاره د ښکلا  یو ډول معیار نشته دی چې د دې کار لوی عامل طبیعي چاپیریال دی. زموږ د پخواني او اوسني ادب په تخلیق کې د طبیعت ښکلاوو پوره ونډه اخیستې ده، چې اصلي عامل یې د انسان رواني اړخ دی، چې د طبیعت په بیلابیلو څانګو کې همدا ښګلاګانې احساسوي او بیا د تخیل د پروسې د لارې یوه ادبي یا هنري لیکنه ترې جوړوي.

د هنر په اړه یوه نظریه په دې ډول ده: « هنر د انسان د هیجاناتو بهرنی انځور دی چې د کرښو، رنګونو، حرکاتو، اوازونو یا کلماتو په واسطه افاده کېږي»«۷: ۶».

د موضوع د وضاحت په هدف به له ادبي څېړنو څخه څو کرښې او د شعر نمونه را وړو: « ښايي همدا د طبیعت ښکلا ده، چې ورو ورور شاعر ته د هېواد پالنې لومړنی الهام وربښي او بیا وروسته په خلکو او ولسونو کې تبلور کوي یا بالعکس او یا هم ښايي  دواړه د شاعر په ذهن کې یو ځای سره اخښل کېږي. د لایق(د چونغر ترانې) او د پوشکین (د لیس باغونه) د موسیقۍ د نغمو په شان تخیلات راویښوي او د ذهن فضا تسخیروي.

لایق وايي:

بیا د بلخ په شنو ورشو کې ـ  د لاله په درمندو کې

ده ورکړې لېــونو ته ـ  د بهار ساقي بلنـــه

دا د یو بل شعر ترجمه ده چې په هغه کې پوشکین مخاطب شوی دی:

په یوه پسرلي کې کله، چې ستا فریادونه

د سیند ارامه هینداره لـړزوي

د هغه ځنګلي درې په ساحرانه ژورو کې

د ا پولو پېغله زما خوا ته راغله » « ۷: ۱۷».

همدا ډول ځوان لیکوال ګل رحمن رحماني د ادبیاتو او ښکلا پېژندنې په اړه مقاله لیکلي ده  او هغه برخې یې څېړلې چې په ادبي اثارو کې ښکلا څنګه رامنځته کېږي؟ خو زموږ د مقالې هدف د طبیعت ښکلاده چې د همدې موضوع په تړاو ځینې کرښې را اخلو: « د طبيعت او ښکلا خبره هم يو څه جنجالي بحث دى، ځينې وايي چې طبيعت او ښکلا سره تړلي او حتمي دي، خو نور بيا په دې نظر دي چې حتمي ته هېڅ اړتيا نشته، کله چې طبيعت يادوو؛ نو طبيعت خپله يوه ښکلا ده او د هرې بلې ښکلا بنسټ پرې ولاړ دى…انسان په طبيعي ډول هم ښکلا خښوونکى دى، د ښکلا پېژندنې او خوښونې ذوق يې تر بل هر موجود پياوړى او حساس دى، ژر په ښکلا کې ورکېږي او د ژوند ورکې ښکلا وې د خپل انساني حس او ادراک په زور په ښه ډول موندلى شي.

هسې خو خداى تعالى هم د ښکلا او جمال خالق دى او ښکلا خوښوي. دهغه د اشرف المخلوقات (انسان) سره همدا فطري ادراک د هغه له پيدايښت نه همزولى دى، دې احساس او ادارک د انسان هنر او پنځونو کې رېښې غځولې، تلپاتې شوى، پوخ شوى او خپل همنوع ليدونکي ته يې د حيراني او خوښۍ احساس ورکړى دى.ښکلا د توکو په ظاهري ځانګړتياوو کې له پيدا کېدو وړاندې، د هنرمند په ذهن کې توکېدلې ده، په دې مانا چې تر ذات وړاندې د معنى په توګه شتون لري او له عنيت وړاندې په يوه ذهني پروسه کې ولاړه ده.» « ۹ : ۸۴».  

۵ـ مینه او کرکه :  د انسان له پیدایښت سره مینه ملګرې ده، خو د مینې له پاره ټاکلي او ټومنلی تعریف نشته چې ټولو ته د منلو وړ وي. د مینې په اړه بېلابیل نظرونه وړاندې شوي دي، څوک یې ځانګړی اروايي سکون بولي، څوک یې ځانګړې ارزوګاني، تلوسه او شوق بولي او ځینې یې ځانګړی درنښت او زړه سوی بولي. زموږ په ټولنه کې مینه دوه ډوله ښودل شوې ده یوه حقیقي مینه او بله مجازي. د دې دواړو په اړه  بېلابېل نظرونه او تعبیرونه وړاندې شوي دي، خو زموږ هدف په دې لیکنه کې د انسان هغه دروني کشش یا احساسات دي چې مینه او کرکه رامنځته کوي او د همدې عواملو له امله یوه تخلیقي لیکنه یا هنري برخه ترې جوړیږي.

زما په اند مینه هم د انسان د دورني احساساتو یو ځانګړی کیفی اړخ دی، چې بېلابېل ډولونه لري: ځینې د وطن، د مور او پلار، د ملګرو، د دوستانو او د ژوند د یوې ملګرې  پر وړاندې وې. د دوی په نژدیوالي د خوښۍ او ارامۍ احساس کوي؛ مګر کله چې له دوی څخه لرې وې بیا د درد، خفګان او د ژړا سبب کېږي دا دواړه حالتونه د انسان په روان تاثیر کوي کله کله انسان د مینې له امله سترو هدفونو ته رسیږي او کله کله انسان د لیونتوب تر بریده رسوي. زیاتره مینې تلپاتې ثابت حالت نه لري، د بیلابیلو پېښو له امله په کرکه هم بدلیږي.  کله چې مینه د انسان له دروني احساساتو سره اړیکه لري؛ نو د اب په ایجاد کې هم رول لري او زموږ د ادب ډیره برخه یې رامنځه کړې ده. د همدې موضوع په تړاو د جادوګر هنر څخه ځینې کرښې راوړو: « د شاعر په دیوان کې د مینې د زیات ذکر یو دلیل دا هم کېدای شي چې مینه له مختلفو روحي او ذهني جنجالونو سره سره د الهام او خلاقیت امکان زیاتوي. عاشق چې د پاریدلي ذهن څښتن دی، ممکن نوې او نا اشنا خبرې ولري…مینه د خواخوږۍ، وسواس، کینې، رخې، بد ګمانۍ، ویرې، سر لوړۍ، پېښمانۍ، قهر، وفا، سرښندنې، نهیلۍ، ذلت، غم، خوشحالي او نورو متضادو روحي کیفیتونو  مجموعه ده… خو مینه چې د متضادو او شدیدو عواطفو ګډوله ده، ان د قتل سبب ګرځي او شاعران که یې په شرحه کې مبالغه کوي، ملامت نه دي، مینه چې د ذهن د ارام او قرار دوښمنه ده ، د شاعرانو په دیوانونو کې زیاته او د فیلسوفانو په کتابونو کې کمه لیدل کېږي. اخلاق چې د فلسفي موضوع وه، د فلسفې د نورو څانګو غوندې عقلاني اړخ لري خو د مینې ماهیت عقلاني نه دی. موږ په دې باره کې استدلال کولای شو چې له چا سره ملګرتیا په کار ده، خو په دې باره کې دلیل ته حاجت نشته چې په چا باید زړه بایلو. د مینې همدا غیر عقلاني ماهیت دی چې فیلسوفانو ور باندې ځان نه دی کړولی او بلکې ځینو خو مخالفت ور سه کړی دی. شوپنهاور ته مینه د طبیعت دوکه ښکاري چې په نتیجه کې اولاد زېږي او د طبیعت له غوښتنې سره سم نسل ادامه مومي. کانت هم، چې د فیلسوفانو فیلسوف یې بللای شو ، مینې ته چندان په ښه نظر نه ګوري»« ۱۲: ۷۷».

پیر محمد کاکړ وايي:

زه یو تنها نه یم چې د عشق په لمبو سوځم ـ شاه مې اور د میني لور په لور ولګاوه

درد د محبت مې په دې داغ سره کم نه شوـ پاس چې مې ناصح پر زړه سور اور ولګاوه

میني د دلبر مې ځیکر سوی لکه سکور و ـ غم د بلتانه مې سوی سکور ولګاوه  « ۱: ۳۰».

داهم د اوسني شعر منځپانګه چې د حسن انځور یې وړاندې کړی دی:

نرۍ نرۍ تر ګل نازکه  جینۍ ـ رغړي د ګل په پاڼو ځکه جینۍ

زما د یاد په غېږه کې لوبې کوې ـ وړه وړه لکه نانځکه جینۍ

د لمر بدنو سترګې وبرېښوه ـ راشه لږ مخ دې را ښکاره که جینۍ« ۱۰: ۳۰۱ ».

۶ـ نهیلي: د ادبیاتو ګڼو تیوریستانو په بیلابیلو ادبي ښونځیو کې د انسان او طبیعت په اړه  جلا نظرونه ورکړي دي. څوک وايي انسان د طبیعت جز نه دی ځکه نهیلیزم خوا ته مخ کوي او د دوی نهیلیزم  نظریه د دوی په هنري اثارو کې وړاندې شوې ده. کله چې د پوهنتون د دویم کال محصل وم د ادبي تاریخ استادانو به ویل: د کلاسیکې دورې یو شمېر شاعرانو منفي مقاومت ته مخ کړې ده، دوی د مادۍ نړۍ او له ژوند څخه نهیلي و؛ ځکه یې د منفي مقاومت (ګوښه والي) لاره نېولې ده.

اوسمهال یوازې زموږ ټولنه نه؛ بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ګڼ شمېر خلک له نهیلیزم سره مخ دی، سره له دې چې د دوی په ژوند کې ګڼ شمېر پرمختګونه رامنځته شوي دي؛ خو بیا هم د دوی د ژوند ستونزې ورځ په ورځ ډېریږي او خلک د خوښۍ  او امید پر ځای نهیلي ته مخه کوي، چې د افغانستان په شمول د نړۍ په نورو هېوادونو کې په وړیا توګه د دې خلکو درملنه کېږي.

لومړی به دا اصطلاح وپېژنو: «د نیهیلېزم اصطلاح د لایتني ژبې له Nihil څخه جوړه شوې ده. نیهیل (هیڅ شی) ته ویل کېږي. پر دې اساس نیهیلېزم Nihilism یو داسې فسلفي او ادبي جریان دی، چې هر ډول مثبتې نظر یې په مطلق ډول ردوی» « ۷: ۴۳۷».

د هر ډول مثبتي نظرې ردول اوسمهال د سالم عقل استازیتوب نه کوي دا په دې معنا نه ده چې نیهیلیزم هر ډول مثبتي نظرې ردوي. زما په اند دا د هغه وخت پېژندنه وه او د دې ادبي جریان پلویانو د هغه مهال د ظلم، زور واکو د ټولنیزو بې عدالتیو پر وړاندې کرکه کړې او دې پېښو په روحي لحاظ دومره ځپلولي دي، چې هره مثبته نظریه هم د دوی د ژوند او خوښۍ له پاره د زهرو غړپ وه. به نړیوالو ادبیاتو کې د دې ادبي جریان  نومیالي لیکوال تېر شوي دي او مهم هنري اثار یې هم رامنځته کړي دي.

نهیلي هم د انسان د دروني احساسات له کشش څخه رامنځته کېږي، چې د خپلې ټولنې د شرایطو تر اغېز لاندې هر څه اخلي او هر څه خپل لاشعور ته سپاري او بېرته یې په ځینو وختونو کې د یو هنري پرچې په توګه ټولنې ته وړاندې کوي. زماپه اند زموږ د پخوانیو شاعرانو او لیکوالو په پرتله د دې برخې تله په اوسني ادب کې ډېره زیاته شوې ده.

د نمونې له پاره د شفیع الله بابرزي یو نظم راوړو:

زه او ژوند سره خپل نه یو

لکه دوه لارې د غره یو

لکه دوه چینې   د واورې

غورځېدلې له کمره یو «۳: ۳».

۷ـ د ځان تېر ایستلو پلمې: په ۲۰۰۰ کې د ننګرهارد عالي لیسې د نهم ټولګي زده کونکی وم،د نیشه يي توکو په اړه په یو سیمنار کې مې برخه اخیستې وه په هغې کې ستر پیغام دا و، چې ځوانان خپله ځانته پلمې جوړوي او په نیشه يي توکو ځان روږدي کوي. همداسې یو څه په ادب کې هم زما تر سترګو کېږي. ډیری مهال موږ حقیقت پټو او په کرښو کې نور څه وړاندې کو. ډیری مهال موږ د خپلو ماتو او نه کوښښونو پړه په نورو اچوه یا د خپلې کامیابۍ پر وړاندې نور څه د ستونزو په توګه دروو او کله چې اصلي هدف ته ونه رسېږو او یایې رسېدل نه غواړو؛ نو د ځان او د نورو د تېر ایستلو په هدف پلمې جوړه و.

زما په اند د ځان د تېر ایستلو یوه ښه وسیله تخلیق دی، دلته لیکوال یا شاعر هر څه د خپل ذهن او تخیل په مرسته جوړه وي ځانته د ډاډ ګیرنې او پلمې جوړونې په هدف  له هنر څخه کار اخلي.

د نمونې په توګه لاندې بیت:

« لکه څوک چې په ویشتل د ګلو خوښ شي ـ هسې خوښ شي مشتاقان د یار له سوکه »« ۴: ۵۰».

د  رحمن بابا په دې شعر کې به ادبپوهان کڼو ادبي ښکلاوو یا نور ارزښتونو ته اشاره وکړې، خو زه په کې د پورتنیو کرښو انځور هم وینم:

زه دا هســــې دیوانه او مجنون چا کړم ـ له رواجه له رسومه بیرون چاکړم؟

نه پوهېږم چې دا چارې پر ما څوک کا ـ لیونی د خپل نګاه په افسون چا کړم؟

رحمان هیڅ له خپله ځانه خبر نه وم  ـ چې دا هسې رنګ زبون او مخزون چا کړم؟ «۵: ۲۳۴».

زما په اند د ځان تېر ایستلو پلمې زیاتره په ادبي ټوټه، ازاد شعر او ازاد نظم کې د نورو ژانرونو په پرتله ډېرې وړاندې شوي دي او د اولسي ادب د لنډیو برخه هم په دې برخه کې درنه ده.

۸ ـ د تخیل نړۍ او سکون:  تخیل د ادبي اثارو جوهر کڼل کېږي،  کوم اثار چې د ژور تخیل په اساس رامنځته شوي وي؛ نو هنري ارزښت یې لوړ ګڼل کېږي. د شعر په اړه له پخوانه ګڼ شمېر پوهانو نظریې وړاندې کړې چې : شعر یو مخیل کلام دی.

استاد روهي د تخیل په اړه لیکي : « په تخلیقي فنونو کې تخیل یو اساسي عنصر دی. تخیل  په شعر کې د تشبیهاتو، استعارو، څېرو او اسطورو په بڼه تبارز کوي» «۸: ۴۳».

خیال یا د تخیل پروسه د انسان سره موجوده وې، کله کله د انسان په زړه او ذهن کې ډېرې غوښتنې وې، چې په حقیقې ژوند کې نه شی ترلاسه کولای او ډیری مهال یې د  هیلو ارمانونه په خیال کې څپې وي. انسان د همدې هیلو د ګټلو په درشل کې په خیالۍ نړۍ کې ځانګړی قهرمان وي، هر څه ځانته جوړولای شي او هر هدف تر لاسه کوي.  د همدې رواني کشمکش په ترڅ کې یو ډول نا رامتیا احساسوي د الهام څپو سره مخ شي او غواړي د تخیل د لارې سکون تر لاسه کړي . کله د دې ځانګړي حالت(الهام) نړۍ ته ورشي   د هغې انځور په کرښو کې وړاندې کوې او وروسته یو ډول روحي ارامي احساسوي. دی (لیکوال یا شاعر) فکر کوي څه چې وغواړي هغه تر لاسه کولای شي؛ نو خکه د سکون احساس کوي.

دا هر څه په لاندې شعر کې چې لومړنۍ او اخرنۍ برخه یې راوړو:

کله چې ته خپه شې

کله چې ته خپه شې

زه مې له ځان سره دا پرېکړه وکړم

چې څه موده دې له لیدلو نه زړګی صبر کړم

ووایم پرېږده، چې ته خپله را پوخلاشې

….

کله چې ته خپه شې

زمکه ځای نه راکوي

غواړم چې راشې او یو بل ووینو

زه مې د سترګو په ګیلو باندې تا وپوهوم

« چې دا ځل ټوله ملامته یې ته »

او ته د سترګو په ګیلو باندې ما وپوهوې

«ګرانه ما مه هېروه»

«۱۵: ۹۴».

۹ ـ د انسان غوښتنې او رواني کشش:  انسان زړه په حقیقي او خیالۍ نړۍ کې ډېر څه غواړي، د ژوند د وړکتوب وختونه، د کلي او کور ژوند، د ځوانۍ وختونه، د ژوند د خوښۍ او خوشحالۍ څپې، خوشحاله وختونه او نوې هیلې، د دې هر څه  پر وړاندې د انسان روان په کشمکش کې وي. کله غواړی پخواني وختونه بېرته راشي او کله د ځان له پاره نوې خوښۍ او نړۍ جوړه وي. د همدې غوښتنو او رواني کشش له امله زموږ د لیکوالو او شاعرانو په اثارو کې د تخیل په مرسته  هنري لیکنې رامنځته کېږي. ډیری لیکوال دا هرڅه کله د لنډې کیسې په فورم کې، کله د ناول، ادبي ټوټي، شعر او په نورو فورمونو کې وړاندې کوي.

دلته به داناهیتا روهي یو شعر وړاندې کړو:

د اوښکو لمن

د زړه سکاره تړکېږي

راځه،

چې د اوښکو لمن

ورته وچه کړو

زاړه عطر

وخت به غوټۍ وکړي

نوي فکرونه به وغوړیږي

خو زموږ د ذهن وږمې به

د زاړه عطر په نوم

د زمانې په ښېښو کې

ایسارې پرتې وي

«۱۵: ۹۸»

استاد غضنفر  په خپل اثر (کلتور او ټولنه) کې یوې برخې ته اشاره کړې ده: «د انسان عقل او احساس له طبیعته او نورو انسانانو بېل ساتلی، د ژوند په هر ډګر کې یې تناقضونو ته درولی او په دوه کې یې حیران کړی دی. موږ په اوړي کې ژمی غواړو او په غره کې  د سمې په ارمان یو. موږ د خپلو تمایلاتو د پوره کېدو په ارمان یو خو زموږ غوښتنې یا په خپل منځ کې په ټکر کې وي یا د نورو انسانانو له غوښتنو سره. که په سپینو کوټو کې اوسو نو تورې کېږدۍ را یادیږي او وايو:

سپینې کوټې یې کنډوالې کړې ـ زما یادیږي د کېږدیو شمالونه

او چې د ابدي سولې او کرارۍ جنتي ځای را یاد کړو، بیا هم پکې د غني خان غوندې ناکراره یو، په لوړ اواز به وایو:

لویه خدایه له جنته به شم ستون ـ که کنځل پکې وانه ورم د پښتون»« ۱۱: ۲۱».   

پایله:

په کومو اثارو کې چې هغه کشش او اړیکه وي، چې د انسان له اروا او د انسان د ژوند د تړلو پېښو سره مشترګ ټکي ولري، هغه په هره یا د لیکوال په خپله ټولنه کې تلپاتې ارزښت تر لاسه کوي او ګڼ شمېر لوستونکي هم لري. دا کشش او اړیکې د لیکوال د دروني احساساتو د لارې په ادب کې ښه وړاندې کېږي چې د ده د ادبي لیکنو څخه لوستونکي همدا احساسات او انګیرنې اخلي او په هغوی کې هم یو ډول تاثر رامنځته کوي.

کله چې د ادب په پېژندنه کې موږ هنري ارزښت مهم ګڼو،   د تخیل د قوي خبره کو، یا د لاشعور مسله شوه، په تېره عاطفه، احساس او تلوسه د همدې  توګو سره د ارپواهنې لومړني څرکونه نښلي چې په ادب کې ارواپوهنه هم ونډه اخلي او د دوې اړیکې له یو بل سره پیوند اخلي. په ادب کې نه یوازې ارپواپوهنه دخلیږي؛ بلکې نور ټولنیز علموم، لکه فلسفه یا نورې برخې هم داخلیږي خو د هریو د کار ساحه جلا ده  او ټولنیز علوم ټول له یو بل سره اړیکې لري. زما په اند ادب یې له ارواپوهنې سره زیات لري چې د مقالې په پورتنۍ برخه کې چې کومې خبرې وړاندې شوې ډیری له ارواپوهنې سره اړیکه لري چې په دې برخه کې د انسان دروني احسات رول لوبوي.

ماخذونه:

۱ ـ افغان، محمد یوسف.(۲۰۰۹م). د پیرمحمد کاکړ غزلې. کندهار: صدیقي خپرندویه ټولنه.

۲ – بهیر، فهیم. (۱۳۹۳ هـ ش). د ډآکتر اکبر د شاعرۍ هنر. ناچاپ اثر.

۳ ـ بابرزی، شفیع الله . (۱۳۸۹هـ ش)  . د رنجو غرونه. جلال اباد: دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ـ بېنوا، عبدالروف.(۱۳۸۲ هـ ش).ادبي فنون(دویم چاپ).کندهار: د هېواد کلتوري او ادبي ټولنه.

۵ ـ حبیبي، عبدالحی.(۱۳۸۷هـ ش).د پښتو ادب تاریخ لنډ تاریخ. کندهار: د علامه رشاد د څېړنو مرکز.

۶ ـ روهي، محمد صدیق.( ۱۳۸۴ هـ ش). د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه. ۷

۷ ـ روهي، محمد صدیق. (۱۳۸۶هـ ش). ادبي څېړنې. پېښور: د انش خپرندویه ټولنه.

۸ ـ روهي ، محمد صدیق:(۱۳۸۹) ل- ل کال، شعر پېژندنه: پېښور،میهن خپرندویه ټولنه.

۹ ـ رحماني، ګل رحمن.( ۱۳۹۶ هـ ش) . ناچاپ اثر .

۱۰ – ښکلي، اجمل(۱۳۹۴هـ ش). فیمینستي ادبی نظریه (شماد مجله دویمه ګڼه ). کابل: خوشحال فرهنګي ټولنه.

۱۱ـ غضنفر، اسد الله.( ۱۳۹۳ هـ ش). کلتور او ټولنه.جلال اباد : مومند خپرندویه ټولنه.

۱۲ ـ غضنفر، اسدالله.(۱۳۹۳هـ ش). جادوګر هنر. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۳ ـ مندور، محمد(لیکوال)، اقبال، اجرالدین(ژباړن).(۱۳۸۰هـ ش).ادبي کره کتنه.پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۴ ـ لېوال، عبدالغفور.(۱۳۹۴هـ ش).د شعر پېژندنې او کره کتنې نوي معیارونه(کابل مجله اومه ګڼه). کابل: علومو اکاډمي.

۱۵ ـ وفا، محمد داود.(۱۳۹۶هـ ش). د پښتو معاصر ادب تاریخ څلورم پړاو.جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۶ ـ هاشمي، سید محی الدین .(۱۳۸۹هـ ش). د نثري ادب ډولنه. جلال آباد: وحدت خپرندویه ټولنه.

۱۷ ـ هاشمي، سید اصغر.(۱۳۹۵هـ ش).سیندونه او اندونه(د کرګر د مقالو ټولګه). جلال آباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *