تاند- د ساینس ویبپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهانو د انسان د مازغو (مغز) یوه نوې نقشه خپره کړې چې په مازغو کې نژدې ۱۰۰ نوي ناپېژندل شوي ځایونه پکې ښودل شوي دي.

د انسان مازغه، چې د بدن د قوماندې مرکز دی، ګڼې ننوتلې او راوتلې برخې لري، خو ساینسپوهان د هغو له ډېرو حساسو برخو سره نابلده دي.

د مازغو هره برخه د یوه کار د څارنې مسوولیت لري؛ مثلاً ځیني عصبي رشتې هغه وخت فعالېږي چې پېژندویه څېره تشخیص کړو، ځیني نورې د کتاب لوستلو او ځیني بیا د لاسونو او پښو د خوځولو په مهال فعالېږي.

اوس یو شمېر ساینسپوهانو په یوه هڅه کې، چې ډېرو هغه د عصبي سیستم په برخه کې لوی پرمختګ بللی دی، د مازغو نوې نقشه اخیستې او په دې نقشه کې د دغه حساس غړي کابو ۱۰۰ نوې ناپېژندل شوې برخې لیدل کېږي.

د ساینسپوهانو لپاره تل په دې برخه کې پوښتنې وې چې مازغه په کوچینوالي کې څرنګه وده کوي او د عمر په وروستیو کې ولي د الزایمر یا هېرې د ناروغیو تر اغېز لاندې زیانمن کېږي.

د واشنګټن پوهنتون ساینسپوهانو له پرمختللیو سکنرونو او کمپیوټرونو څخه په استفادې د مازغو پټې برخې وموندلې.

دوی دا معلومات له ۲۱۰ صحتمنو کسانو څخه د سکن اخیستو په نتیجه کې ترلاسه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *