د انسان فکري بوختیاوې د وخت له پېښو سره اوړي را اوړي. شاید ځینې پېښې ساده حالت او ځینې یې اغېزمن حالت ولري.
په داسې یوه ټولنه کې چې ناخوالي یې تر نېکمرغیو کمې وي او یا زیاتره خلک یې منفي فکر او یا محدود فکر ولري . شاید هر څوک خپل اندونه په سمه توګه استعمال نه کړای شي.
او ښایي زیاتره خلک فکري پراختیا ولري خو د ځېنو ستونزو لکه ( اقتصادي ستونزې ، بې اتفاقي، بې روزګاري، د پوهې د کچې ټېټوالی او داسې نور) له کبله له فکري محدودتیا سره مخ وي .
نو څه کول پکار دي چې له داسې یو حالت سره مخه ښه وکړو . او داسې فکري پراختیا پیدا کړو چې د نورو د مشورو پرته خپلې ستونزې هواري کړو .
زما په اند : ځینو ټکو ته پام سره خپل هدف ترلاسه کولای شو .
(۱) باید یو پراخ مثبت فکر ولرو . که څوکه راڅخه مشوره غواړي باید ښه مشوره ورکړو . د هر ې پېښي د لېدلو یا اورېدلو پروخت باید تر قضاوت وړاندې د پېښې منفې او مثبت حالت سره پرتله کړو . او مثبت طرفه ته خپل فکر راو ګرځوو .
(۲): حوصله باید له لاسه ورنکړو . انساني ژوند لوړې ژورې لري . له پورتنیو ستونزو سره سره له خپل کور څخه تر کلي ، ولسوالي ، ولایت ، هېواد او نورو هېوادونو ته له سفرونو سره سره هر وخت د انسان ژوند خوښ نه وي . نو که هر څنګه ستونزه یا ناورین رامنځته کېږي . ددې پر ځای چې د اندېښنو کندې ته مو ور ګوزار کړي . باید همت وکړو او د حل له لارو سره پر مخ ولاړ شو . همدارنګه حوصله د فکر په پیاوړي کېدلو کې ښه رول لري .
(۳).په هر حال کې خپل فکر له رواني ناروغیو ساتل : طبیعي ده چې ناخوالي زیاته سلنه رواني ناروغۍ رامنځته کوي . نو کله چې د انسان فکر له ناهیلۍ سره مل کېږي نو باید سړی پوهه شي چې د رواني ناروغیو څپه پیل کېږي . نو پکار ده چې ژ ر تر ژره له یو بااستعداده ملګري څخه مرسته وغوښتل شي . د نوموړي مرسته به نه یواځي تاسو له رواني ناروغیو څخه وساتي بلکه ستاسو فکر به سالم او نور هم قوي شي .
ستاسو ورور
ظاهر خان حقپرست