د انسان مجلې څلورمه ګڼه د بشرپالنې تر عمومي سرلیک لاندې چاپ شوه. دا ګڼه چې د یو شمیر ستونزو له کبله تر معمول مهال وېش زیاته وځنډېده، تر دریو پخوانیو ګڼو د مقالو په شمېر ستره ده.

د څلورمې ګڼې د سرمقالې عنوان اشرف المخلوقات دی او د ګڼې نورې لیکنې هم د بشري حرمت، کرامت او هیومانیستي فلسفې تر اثر لاندې لیکل شوې دي.

د انسان مجلې ادارې دا ګڼه د یو نوي بحث پیل بللی دی او ویلي یې دي چې تر دې وروسته به د ځانګړیو نشراتو او خپرونو له لارې د بشرپالنې او بشري حرمت د پياوړتیا او پراختیا لپاره کار کوي.

د انسان مجلې ادارې د دې ګڼې په درېیمه پښتۍ پر هیومانیزم او بشرپالنې د نورو پراخو نشراتو او بحثونو په باب لیکلي:

پر انسانپالنې او انساني حرمت د پراخ بحث بلنه:

هرې ټولنې او تمدن د خپل فکري عروج په موخه د یو شمېر مشخصو انساني اقدارو درناوی کړی دی. د انساني حرمت لپاره یې مبارزه کړې او په دې برخه کې د بحث او د نظر د تبادلې پراخ او موثر بحث فورمونه ایجاد کړي دي. د معاصرې ارواپوهنې یوه مهمه نظریه دا هم ده چې وايي؛ واقعیتونه د خلکو له باورونو پيدا کېږي. هره ټولنه چې د انساني درنښت او حرمت له فقر سره مخ وي، د هماغې ټولنې په ذهني او فکري باورونو دلالت کوي.

سیاسي نظام، اقتصاد، دین، طبعیت، ښوونه او روزنه، ساینس او ګڼ نور موارد باید وپلټل شي او د انسان موقف په کې تعریف شي. د ټولو په منځ کې انسان چېرې واقع دی؟ آيا انسان د دې ټولو هدف دی که وسیله؟ د تعریف او شرحې میکانیزمونه او معیارونه کوم دي؟ په کوم ډول علمي او ټولنیز بستر کې یې معرفي کولای شو؟… دا او دې ته ورته پوښتنې د نن ورځې تر ټولو ستر، مهم او جدي بحث دی.

انسان مجله او په ځانګړي ډول دا ګڼه د انسانپالنې په برخه کې زموږ د هلو ځلو او فعالیتونو مهم محور تشکیلوي. په انساني حرمت باور باید په یو عملي علمي – فکري چارچوب بدل شي، عامو خلکو او مفکرینو ته ورسیږي او دا موضوع د یوې جدي او د وخت د مسلې په برخه کې د خلکو، فرهنګپالو، مفکرینو او نورو ښکېلو خواوو مهم ډیسکورس تشکیل کړي.

انسان مجله به تر دې ګڼې وروسته هم د همدې موضوع د تعقیب په موخه یو شمیر مشخصې خپرونې او بحثونه ترسره کړي چې یوازې د یوې ښې، موثرې او هر اړخیزې انسانپالنې روحیه تقویه کړائ شي. په همدې موخه ټولو لیکوالانو ته بلنه ورکوو چې د فکر، بحث او پیغام په دې پروسه کې ونډه واخلي؛ د انساني حرمت او انسانپالنې په برخه کې لیکل وکړي او د همدې برخې د یو موثر، پر وخت، دقیق، کره او باورمند انسان په حیث د انسان علمي درناوی وکړي.

په درنښت

د انسان مجلې اداره

د انسان مجلې ادارې د پنځمې ګڼې موضوع ښځه ټاکلې ده، چې ټول لیکوالان ورته لیکنې کولای شي.

د مجلې د ترلاسه کولو په باب یادونه شوې ده چې د کابل د کتاب پلورنځیو په شمول په ولایتونو کې هم ترلاسه کېدای شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *