سید افضل رسولي له هالنډ څخه – 

تکنالوژي ورځ تربلې مخ په وړاندې ځي خو په خوا کې ویرونکي زیانونه هم له ځانه سره لري.  که مونږ د نمونې په توګه تابلېت یا ای پاډ یاد کړو. نو که چېرې ټوله ورځ له ورسره سروکار لرئ ډیر روغتیایي زیانونه هم ورسره درلېږدوي. خو مونږ دلته له هوښیارۍ کار نه اخلو او په بې خبرۍ ترې ګټه پورته کوو. د دې لپاره مونږ انترنت ته اړتیا لرو که د کار لپاره وي او که د شخصي ګټې لپاره وي. انترنت هم وړیا ندی خو په اقتصادي اړخ یې اوس نه غږیږو.

ګرځنده تلیفونونه مخکې یوازې د اړیکو ټینګولو لپاره اختراع شوي وو خو اوس ترې  د کوچني ټابلېټ ګټه هم اخلو او ډیر زیات وخت پکې بوخت یوو. اوس خو خلک پلي روان وي نه هسکه غاړه بلکې ټيټ سر. د چاپیریال او خلکو پر ځای یې سترګې ټيټې په تلیفون کې نیولي وي. د تکنالوژي دا ډول کارونه دې ته لاره هواروي څو ستاسې روغتیا ته نه جبرانیدونکي زیانونه واوړي.

دا هغه زیان دی چې ګرځنده تلیفون یې ستاسي ملا او ورمیږ ته اړوي!
دا هغه زیان دی چې ګرځنده تلیفون یې ستاسي ملا او ورمیږ ته اړوي

خکلو دا وړتیا له لاسه ورکړې ده چې له نورو خلکو سره نورمالې خبرې او بحثونه وکړي ځکه دوی هر وخت په دې کوښښ کې وي چې خپل نوي مسیجونه ولولي. مونږ په پرلپسې توګه خپلو ګرځنده تلیفونونو ته ګورو، یا خو دا چې کونجکاوه یوو یا دا چې بل مصروفیت نه وي او یا دا چې خوند ترې اخلو. په هر صورت په کې لګیا وو که اړتیا وي او کنه.

 زیانونه په لاندې ډول دي:

کله چې تاسي یو لیک په تلیفون کې لیکئ نو تاسو تلیفونو ته لاندې ورګورئ،لاندې کتل ستاسې په ملا باندې د ۳۰ کیلو وزن په اندازه فشار راوړي. دا وزن د یوه اته کلن ماشوم د وزن سره سمون خوري. اوس نو فرض کړئ چې اته کلن ماشوم اته کاله په سر ګرځوئ او هغه هم مخ ښکته او هره ورځ له ۲ تر ۴  ساعتونو پوري،نو ستا د ملا د  ورمیږ به څه حال وي؟

Mobileپه پورته انځور کې وینئ چې دا ډول تلیفون نیول څومره فشار ستاسې په ملا او ورمیږ باندې راوړي. دا ډول نیول ډير زیات زیان اړونکی دی او کیدای شي چې خبره تر عملیاتو پورې ورسیږي د ورمیږ او ملا د مریو د سولیدو له کبله.

غوره طریقه یې دا ده چې غوږونه مو ستاسي  په اږو را ځوړند وي او ستاسي ملا او د اوږو پلن هډوکي سم وي. دا ډول کولای شی په وجود فشار راکم کړي او کورتیسول (هغه هورمون چې د ژور خفګان سبب ګرځي) مو هم کم کړي. سمدستي لاره یې دا ده چې تلیفون له ځانه لرې کړئ خو دا ریښتني او ممکنه د حل لاره  نده. خو کوم څه چې کولای شو هغه دا دي، چې خپل د تلیفون نیولو عادت بدل کړو. کوښښ وکړو چې تلیفون مخ ته مخامخ ونیسو نه لاندې. خپل اورمیږ په اوږو سم نیسئ او مخته لور ته یې مه کوړئ کوئ.

تلیفون هر وخت د دیرشو درجو په زاوېې سره په لاس کې نیسئ.  څو ستاسې په مړوندو فشار کم او د مړوندونو له درده مو ځان ژغورلی وي.

ژباړن: سیدافضل رسولي

 له ویبپاڼې څخهaHealthyme.nl

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *