تاند- په جنوبي امریکا کې کب نیوونکو داسي کب نیولی چې غاښونه یې هو بهو د انسان د غاښونو په شان دي.

دوی وايي چې دا عجیب الخلقه کب یې د امازون سین په هغو وړو څانګو کې موندلی چې د امازون سرچینه بلل کېږي.

دا سیمه د متحدو ایالتونو په سانفرانسیسکو کې ده.

دا کب، چې پکو (Pacu) نومېږي، د پیرانا کبانو د کورنۍ دی او د بوټو ترڅنګ نور اوبژوي خوري.

د سانفرانسیسکو د ژوو د ادارې د څېړونکو په وینا د دغه کب غاښونه طبیعي نه دي ځکه چې تر دې پخوا داسي کب نه دی لیدل شوی.

اوس څېړونکي د دغه کب د غاښونو په اړه څېړنه کوي او وايي چې هڅه کوي څو معلومه کړي چې د دغه کب غاښونه ولي د انسان په شان خلق شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *