تاند- په جنوبي افریقا کې د انسان د ۳ ملیونه او ۶ لکه کلونو پخوانی سکلېټ (Skeleton) وموندل شو.
د شیکاګو تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي، د دغه سکلېټ کشف له دوی سره مرسته کوي چې د انسانانو د نیکونو د ظاهري بڼې او حرکتونو په اړه اټکل وکړای شي.
د دوی په وینا، له خاورو څخه د دې سکلېټ پر راایستلو، پاکولو، ترمیم او شننې یې ۲۰ کاله کار کړی دی.
دا سکلېټ د جنوبي افریقا د جهانزبرګ په شمال لوېدیځ کې موندل شوی دی.