تاند- د انستاګرام ځان ته د یوه ځانګړي اپلیکېشن په جوړولو او ازمویلو بوخت دی.

د انستاګرام دا اپلیکېشن دیرکټ مسیج (Direct Message) نومېږي.

حاضردمه دا اپلیکېشن په یوروګوا، ترکیه، چیلي او پرتګال کې ازمویل کېږي.

د انستاګرام دا اپلیکېشن یا دیرکټ مسیج به راروان کال وروسته له رسماً په درسته نړۍ کې فعال شي چې د هغه ستونزې معلومې او حل شي.

ویل کېږي چې انستاګرام دا کار له سنپ چټ سره د مقابلې لپاره راایستلی دی.

اوس په میاشت کې د انسټاګرام د کاروونکو شمېر تر ۵۰۰ ملیونو اوښتی دی. د دغو کسانو په منځ کې ۱۰۰ ملیونه امریکایان دي.

انسټاګرام نه دي ویلي چې کاروونکي یې د ورځې څومره وخت پکې تېروي خو وايي چې د پخوا په پرتله له دې ټولنیزې شبکې د کاراخیستونکو شمېر او پکې د وخت تېرولو موده خورا زیاته شوې ده.

انسټاګرام وايي چې د ورځې ۳۰۰ ملیون تنه له دې ټولنیزې شبکې کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *