تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: مؤثقو سرچینو تاند ته د انس حقاني او امریکايي پوهنتون د برمته شویو استادانو د تبادلې په برخه کې د جنجال د راپورته کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي، ټاکل شوې وه چې د امریکايي پوهنتون استادان تېره شپه (چهارشنبه) په جرمني کې د امریکایانو مرکزي اډې ته رسول شوي وای او انس حقاني، مالي خان او قاري رشید په قطر کې د امریکایانو له مرکزي اډې څخه طالبانو ته سپارل شوي وای، خو په لوګر او کابل کې وروستیو بریدونو امریکایان او افغان حکومت د طالبانو په اراده شکمن کړي دي.

سرچینې وايي، د دغو بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ هم اختلاف رامنځته شوی، ځکه چې د سرچینې په وینا د امریکايي پوهنتون استادان په پاکستان کې دي او د حقاني شبکې لخوا د آی ایس آی په لاس امریکایانو ته سپارل کېږي، په داسې حال کې چې د راخوشې کولو لپاره یې هلې ځلې د قطر طالبانو کړې دي او طالبان په داسې حساس وخت کې نه غواړي پر خپلې شا د پاکستاني ملاتړ ټاپه پخه کړي.

د افغان حکومت د لوړپوړې سرچینې په حواله انس حقاني او ورسره ملګري یې قطر ته نه دي رسول شوي او په بګرام کې هم نه دي، بلکې په یو دریم ځای کې له خوشې کېدو وروسته ساتل کېږي.

سرچینه همداراز وايي، طالبانو امریکایانو ته ډاډ ورکړی و چې د انس حقاني په خوشې کېدو به کابل کې بریدونه نه کېږي، خو د لوګر او کابل د پروني برید تر څنګ څو نور لوی بریدونه هم چې افغان ځواکونو خنثی کړي دي او طالبان یې په اړه چوپ دي، امریکا ته شکونه ور اچولي دي.

سرچینه همداراز وايي، امریکا دې هم شکمنه کړې ده چې د امریکايي پوهنتون استادان ولې ورته د پاکستان په خاوره کې د پاکستاني پوځي مشرانو په لاس سپارل کېږي؟

د دغو پوښتنو له کبله لا د امریکايي پوهنتون د استادانو او د حقاني شبکې د غړو تبادله په مجهول حالت کې ده.

2 thoughts on “د انس حقاني او امریکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې په معامله کې جنجال راپورته شوی”
  1. له دې مالومېږي چې د افغانستان امریکایی پوهنتون استادان طالبانو نه بلکې د پنجاب آی اس آی اختطاف کړیدي او اوس غواړي د افغانستان له دولت او امریکاییانو نه د دوی په تبادله کولو سره دوه طرفه امتیاز واخلي.
    یاربه طالبانو ته لږ عقل ورکړې.

  2. ترڅو چی امریکا په پاکستانی نظامی چارواکو سیاسی او اقتصادی بندیزونه ونه لګوی پاکستان په سیمه او نړی کی په یو سرخوږی بدل شی خیر که اوس افغانان ورسره لاس او ګریوان دی مګر لیری به نه وی چی دا سرخوږی په نوری نړی ته د پاکستان په نظامی سرایت وکړی چی بیا به وخت تیر وی او هیڅ هیواد (چین، برتانیه او امریکا) ددی ستونزی په کمولو کی پاتی راشی زما په نظر اوس یی هم وخت ده چی امریکا او دوی متحدین په رښتیا ډول په پاکستان نظامی او استخباراتی چارواکو سیاسی او اقتصادی بندیزونه ولګوی ترڅو پاکستان شته چارواکی له نړی او افغانستان سره د نورو هیوادونو په شان دوستی اړیکی ټینګی کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *