انشتاین

تاند- د نامتو سیاینسپوه البریت انشتاین په لاس کښل شوی لیک په نژدې درې ملیون ډالره وپلورل شو.

انشتاین دا لیک، چې تر مړینې یو کال وړاندې په ۱۹۵۴ م کال کښلی شو و، په ۲ ملیونه او ۹ لکه ډالره وپلورل شو.

دا لیک نیمه پاڼه دی او ۴۳۵ کلمې پکې کارول شوي دي. په دې حساب د انشتاین د لیک هرې کلمې ته نژدې ۷۰۰ ډالره بیه ټاکل شوې ده.

اټکل کېده چې د انشتاین دا لیک به د نیویارک د لیلامونو په مرکز ابې په یو نیم ملیون ډالره وپلورل شي. خو کله چې دا لیک لیلام ته وړاندې شو یوازې په ۱۰ دقیقو کې یې بیه ۳ ملیون ډالرو ته ورسېده.

انشتاین دا لیک جرمن فیلسوف اریک ګوتکیند (ErichGutkind) ته لیکلی و.

په دې لیک کې، چې په جرمني ژبه لیکل شوی، انشتاین د دین، ساینس او له ژوند سره د هغو په ارتباط نظر څرګند کړی دی.

تر دې ۶ کاله پخوا د انشتاین د ځوانۍ د وخت یو لیک او پر یوه کاغذ څو کرښې وموندل شوې چې هره یو یې په څه باندې ۵ لکه یورو وپلورل شو.

په ۲۰۱۱ م کال هم د انشتاین یو لیک په ۱۴ زره ډالره پلورل شوی و. په دې لیک، چې انشتاین په ۱۹۳۹ م کال کښلی و، نوموړی د نیویارک یو سوداګر په دې ستايي چې یهودان له نازیانو ژغوري.

انشتاین په ۱۸۷۹ م کال د جرمني په اولم ښار کې زېږېدلی او په ۱۹۵۵ م کال نیویارک ته نژدې په پرینسټن کې مړ شو.

انشتاین په ۱۹۲۲ م کال د فزیک د نوبل جایزه وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *