له معمول سره سم ننګرهار میدیوتیک (رسنیزکور) د۲۰۱۴م کال د اګسټ پر۲۴مه نېټه ۱۳تنوځوانانو خبریالانو او دفرهنګ مینه والو ته دانټرنیټ زده کړې کورس پرانست..
د انټرنیټ په برخه کې به دوی ته لاندې موضوعات تدریس شي:.
انټرنیټ څه دی؟، یو انټرنیټی پاڼه څنګه خلاصه کړو؟، برېښنالیک څه دی او څنګه کارول کیږي؟، یاهو مسېنجر څنګه وکاروو؟، سکایپ څنګه وکاروو؟، فیسبوک څنګه وکاروو؟ او دې ته ورته نور موضوعات به په دغه کورس کې تدریس شي..
ننګرهار رسنیز کورد ۲۰۰۸ کال را پدېخوا په فعالیت پیل کړی، چې تر دې دمه پورې يې سلګونه ژورنالستان په دغه برخه کې روزلي او لا هم دوام لري.
ټولو ته څرګنده ده چې انټرنیټ د نړۍ د نښلوونکي جال په توګه د هر لوستي کس پر ژوند مثبت اغیز لري او انټرنیټ د کمپیوټر له ابتدایي زده کړې پرته نه شي زده کېدی ځکه نو ننګرهار رسنیز کور د سیمې ځوانو نارینه او ښځینه خبریالانو ته د انټرنیټ او کمپیوټر د زده کړې میاشتني دوامداره کورسونه جوړوي.
ضیآالدین( زلمی)).
