تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د انډونیزیا د دیني او مذهبي چارو وزیر فخرالرازي د جاکارتا ګلوب په نوم رسنۍ سره مرکه کې ویلي، برقعه په قران کې نه ده ذکر شوې او نه یې هم د کارولو امر شوی.

نوموړی وايي، دی به د ښځو لپاره د برقعې اغوستل منع نه کړي خو دا شی په اسلام کې ځای نه لري او نه یې هم امر شوی.

 ښاغلی فخر الرازي چې پخوانی جنرال هم دی وايي، برقعه اغوستل په قران او حدیثو کې صبغه نه لري او اوس دا شی د ترهګرۍ له کبله هم امنیت ته لوی ګواښ دی: (( که چا برقعه اغوستې وه زه ورسره نه وینم، بلکې ورته به ووایم چې لطفا زما له مخې لرې شئ ولاړ شئ.))

 انډونیزیا چې د معتدلو مسلمانانو د هېواد په توګه مشهور دی، جنرال فخرالرازي یې په دې وروستیو کې د ولسمشر جوکو ویدودو لخوا  د دیني چارو وزیر ټاکل شوی دی او نوموړي ژمنه کړې  ده چې د افراطیت پر ضد به کلکه مبارزه وکړي.

 دغه هېواد په دې وروستیو کې د سلفي مذهب او د سعودي عربستان لخوا د تمویلیدونکو مذهبي ډلو له کبله له وېرې سره مخ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *