تاند- د بریتانیا له خلکو څخه د یوې نظرپوښتنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د دغه هیواد د اوسېدونکو لپاره تر ټولو بې خونده هیواد روسیه دی.

اکثرو بریتانیایانو انګلیسي ژبې هیوادونه خوښ کړي خو امریکا د دوی د خوښې لومړی هیواد نه دی.

په سره رنګ په نښه شوي هیوادونه د انګرېزانو د خوښې هیوادونه دي خو د ژېړ رنګ خیوادونه یې نه خوښېږي
په سره رنګ په نښه شوي هیوادونه د انګرېزانو د خوښې هیوادونه دي خو د ژېړ رنګ هیوادونه یې نه خوښېږي

د اندیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې زیاتو بریتانیایانو استرالیا د خپلې خوښې هیواد بللی دی.

په دې نظر پوښتنه کې، چې د چتم هاوس د مشهور تحقیقاتي مرکز له لوري د تېر کال په دوبي کې شوې او پایلې یې اوس خپرې شوې، بریتانیایان تر ډېره هغه هیوادونه خوښوي چې د دوی په ژبه خبرې کوي او یا د اروپا په شمال کې دي.

د اروپا د شمالي هیوادونو لکه ناروې، ډنمارک، سویډن او فنلنډ دوهمه ژبه انګریزي ده.

د نارنجي رنګ هیوادونه یې تر ټولو زیات خوښ دي. له پسته يي سره ګوزاره کوي خو د رزغون رنګ هیوادونه یې بد ایسي
د نارنجي رنګ هیوادونه یې تر ټولو زیات خوښ دي. له پسته يي سره ګوزاره کوي خو د زرغون رنګ هیوادونه یې بد ایسي

په نظرپوښتنه کې اکثرو انګرېزانو ویلي چې روسیه یې نه خوښېږي. له روسیې وروسته یې شمالي کوریا یاده کړې ده.
په دې نظرپوښتنه کې د پاکستان او هند یادونه هم شوې خو د افغانستان ځای تش دی.

دې ته په پام چې په لکونو پاکستانیان په بریتانیا کې اوسي او طبیعتاً په نظرپوښتنه کې بې اغېزې نه دي، د دغه هیواد ځای هم ډېر شاته دی.

که داسي یوه نظرپوښتنه په افغانستان کې د نورو هیوادونو په اړه وشي څه فکر کوئ چې افغانان چا ته مثبته او چا ته منفي رایه ورکوي؟

2 thoughts on “د انګرېزانو کوم هیواد ډېر خوښېږي او کوم یې بد ایسي؟”
  1. محفل په ما پوری دننه خندل ===ما د محفل پوری بحر اوخندل
    که د روسیی د خلکونه پوښتنه اوشی نو تر ټولو هیوادونو به د هغوی انګریزان نه خوښیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *