تاند- د ۲۰۱۵ د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په دوام کې د افغانستان او انګلنډ یا انګلیستان د کرکټ ملي ټیمونه د جمعې په ورځ د استرالیا په سیډني کې مخامخېږي.
انګلنډ، چې په دې جام کې یې پر له پسې ماتې کړي او د مسابقو بل پړاو ته له تګه پاتې شوی دی، وايي چې د افغانستان ټیم ته به، چې لږه تجربه لري، په کمه سترګه ونه ګوري ځکه چې که پر افغانستان یې هم وبایلله د دوی شرم به نور هم زیات شي.
انګلنډ د روان جام په سیالیو کې څلور ماتې کړي.
که د جمعې د ورځې مسابقه هر ټیم وګټي بل پړاو ته د هغه له خېژولو سره مرسته نه کوي ځکه چې افغانستان هم په پنځو مسابقو کې څلور بایللي دي.
د نیوزیلنډ، استرالیا، سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو انګلنډ ته ماتې ورکړې خو یوازې یې له سکاټلنډه لوبه ګتلې ده. افغانستان هم ورته وضعیت لري خو په دې توپیر چې انګلنډ د افغانستان په پرتله له سکاټلنډه په زیاتو منډو یعني ۱۱۵ رنزونو ګټلې او پر بنګله دېش یې یوازې په ۱۵ منډو بایللې ده.
د انګلیستان تکړه لوبغاړي کریس جوردن وویل:«موږ غواړو چې ډېر ژر بېرته خپل اصلي حالت ته راوګرځو او داسي لوبه وکړو چې د وړمې شپې نهیلې روحیه مو له لوبغاړو لېري شي. ټول لوبغاړي د افغانستان په وړاندې د جدي مسابقې اراده لري. د جمعې ورځ به زموږ لپاره یو فرصت وي چې خپل مینه وال او نندارچیان بېرته خوشاله کړو.»
افغانستان، چې د کرکټ په نړۍ کې ۱۲ مقام لري، د لومړي ځل لپاره په نړیوال پنځوس اوریز جام کې ګډون کړی دی او دا یې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د انګلیستان له ټیم سره مخامخ کېږي.
جوردن وویل چې د هر افغان لوبغاړي فلمونه یې لیدلي، «موږ ته څرګنده شوې چې باید دا مسابقه عادي ونه ګڼو. موږ به د دوی پر ضد تهاجمي لوبه وکړو.»
له بلې خوا د افغانستان د ملي ټیم روزونکي اندي مولز نن په سیډني کې وویل، ټیم یې ممکن انګلنډ ته ټکان ورکړي.
ده وویل چې دا ناممکنه نه ده چې افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکړي.
مولز وویل چې افغان لوبغاړو په روانو مسابقو کې ډېر څه زده کړي. سکاټلنډ ته یې ماتې ورکړې او له سریلانکا یې هم نژدې وه چې مسابقه وګټي.
د ۲۰۱۵ کال د جام د سیالیو تر پیلېدو مخکې چا ګومان نه کاوه چې انګلیستان به دومره بده لوبه کوي. د ډېرو په نظر یو له څو ټیمونو څخه، چې پایلوبې ته به وځي، انګلیستان وي.
خدای وهلې مونږ ته تکړه شوۍ…. الله مو تباه کړه لکه چې تباه شوۍ