شکور کامران 

د افغانستان د لوړو ادارو په رسمي مکتبونو او ليکونو کې به مو ليکنۍ او ګرامري تېروتنې ليدلې او يا ترې خبر شوي ياست؛ لکه د ولسمشر حامد کرزي هغه ليک چې ملالې يوسفزۍ ته يې لېږلی و او په ليک کې د شته ډېرو ګرامري تېروتنو له امله ډېر وخت په ټولنيزو شبکو کې تاوېده.

خو په امريکا کې يوې مېرمنې د دې هېواد د ولسمشر همداسې يو ليک په جالب غبرګون، له سمون وروسته بېرته هغه ته ورلېږلی او ورته ويلي يې دي چې ويې ګوري او په راتلونکي کې خپله ليکنه سمه کړي.

د انګليسي ژبې دې ښوونکې د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ليک تېروتنې په خپل قلم سمې کړي او ورښودلي دي.

دا ۶۱ کلنه متقاعده ښوونکې يوون مېسن نوميږي او د اتلانتا اوسېدونکې ده.دې لومړی هغه ليک کې سمونې راوستې چې د ولسمشر ټرمپ لخوا ورلېږل شوی و او بېرته يې سپينې ماڼۍ ته لېږلی دی.

مېرمن مېسن، ډونالډ ټرمپ ته ليک لېږلی و او پوښتلی يې و، چې آيا د هغو کورنيو له غړو سره يې ليدلي، چې په فبروري مياشت کې د فلوريډا په پېښه کې وژل شوي و؟!

ولسمشر ته د دې د ليک له رسېدو وروسته سپينې ماڼۍ بېرته دې ته د ډونالډ ټرمپ په لاسليک ځوابي ليک لېږلی، خو د يوون مېسن په خبره دې ته لېږل شوی ليک له ګرامري تېروتنو ډک و.

د انګليسي د ښوونکې په توګه دې ته په ليک کې شوې ګرامري تېروتنې د زغم نه وې، نو دا رسمي ليک يې په خپل قلم سم کړی او تصحېح شوی متن يې سپينې ماڼۍ ته له لېږلو وړاندې په انټرنېټ کې شيير کړی دی.

مېرمن مېسن د ټرمپ په ليک کې ګرامر او ليک نښې سمې کړې او د ليک پر سر يې ليکلي: آيا ګرامر او ليکنه وګورې؟

هغه وايي:”دا د کليمو له اړخه ډېر خوار رسمي ليک دی، زه له ليکنۍ تېروتنې نشم تېرېدی. که څوک د بهتر څه کولو توان لري، بايد بهتر څه وکړي.”

هغې زياته کړې:”ډېره د تاسف خبره ده چې د متحده ايالاتو ولسمشر داسې يو ليک ليکي. تاسو ډېر ښه ښوونځي ته تللي يئ.”

همدارنګه د ډونالډ ټرمپ په نوم او لاسليک ورته رسيدلي ليک کې د ښوونکې مېسن د موضوع په تړاو څه ندي ويل شوي او تقريبا ټولې خبرې د پېښې په تړاو د حکومت په غبرګون شوې دي.

مېرمن مېسن وايي چې ليک يې ليکلی او غوښتل يې چې د هغو کورنیو لپاره يو څه وکړي چې په ياده تراژيدي کې متاثره شوي و.

که څه هم هغې د ځينو لنډيز شويو لغتونو لکه، OMG او Y’all په اړه پر ليک يا د ټولنيزې شبکې پر خپل اکاونټ کې څه ندي ويلي، خو ځينو خلکو دا خبره کړې چې بعضې لغتونه چې مېرمن مېسن تصحېح کړي، د متحده ايالاتو د فيدرال دولت د ليکنو له بڼې سره سم و.

One thought on “د انګليسي ښوونکې د ټرمپ ليک له سمونو وروسته بېرته ورلېږلی دی”
  1. to shakoor kameran;
    you know different major have different vocabulary/one person can fallow one or
    two major/ you think everything will write by honor trump or somebody else
    because the president has much duty
    you can spend your time in your own area/country,not about honor trump.
    not necessary to write about a SPECIAL NUMBER ONE PRESIDENT IN THE
    WORLD AND HISTORY, HE IS THE MAN OF ECONOMIC FOR USA

    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *