تاند- بنګله دېش د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن د توقع خلاف د کرکټ بنسټګر هیواد انګلنډ یا انګلیستان ته ماتې ورکړه.
دې ماتې د انګلیستان ټیم له بل پړاوه محروم کړ خو ورسره په یووخت هغه بنګالي لوبغاړي ته یې هم بد زېری درلود چې له برکته یې بنګله دېش دا سیالي وګټله.
روبیل حسین په داسي حال کې چې لوبډله یې په خورا بد حالت کې وه او نژدې وه چې لوبه وبایلي، ۴ انګلیسي لوبغاړي وسوځول.
روبیل حسین د بنګالیانو لپاره په اتل بدل شو خو ورسره دا خبر خپور شو چې په خپل هیواد کې یې بندیخانه په انتظار کې ده.
د بنګله دېش مشهورې فلمي ستورې نازنین اختر پر روبیل حسین عرض کړی چې جنسي تېری یې پرې کړی او بیا یې په دروغو د واده ژمنه ورسره کړې ده.
د روبیل حسین د نیولو حکم شوی او ټاکل شوې ده چې نوموړی د کرکټ د ۲۰۱۵ له نړیوال جام څخه د خپل کور پر ځای جېل ته لاړ شي.
د پولیسو کمیشنر ویلي چې محکمې د روبیل حسین اپیل رد کړی او ویلي یې دي چې د محکمې تر بلې غونډې پوري باید نوموړی په محبس کې وي.
نازنین اختر رسنیو ته ویلي چې د کرکټ لوبغاړي روبیل حسین لومړی پرې جنسي تېری وکړ او وروسته یې ورته وویل چې واده به ورسره وکړي خو وعده یې دروغي وه.
خو روبیل حسین دا تور رد کړی او وايي چې هیڅکله به له نازنین سره واده ونه کړي.
محکمې د دې لپاره روبیل حسین په ضمانت پرې ایښی چې نړیوال جام ته د بنګله دېش په غوره شوې لوبډله کې یې نوم شامل و. خو روبیل حسین فکر کاوه چې له نړیوال جامه وروسته به یې قضیه هېره شي خو خبر نه و چې په دې ورځ به یې له رسوايي ټول خلک خبرېږي.
بنګله دېش له انګلیستانه مسابقه په ۱۵ منډو وګټله. په دې مسابقه کې محمود الله د بنګله دېش لپاره تر ټولو زیاتې منډې وکړې. ده ۱۰۳ منډې وکړې. او روبیل حسن ۴ لوبغاړي وسوځول: