د نامتو امریکایي لیکوال او اروا پوه برایان ټرېسي لیکلی کتاب ژباړه (انګېره) له چاپه را ووت. دغه کتاب نوی پښتو ژبې ته امین پاچا را ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی دی.

نوموړی کتاب د انګېزې په اړه مهم او په زړه پورې معلومات لري او د هغو کسانو لپاره چې غواړي د یوې د چارې د ښه ترسراوي په موخه ښه انګېزه پیدا او وکولی شي په سازمان یا کمپنۍ کې خپلو کارکوونکو ته د کار پیاوړې انګېزه ورکړي، کولی شي له دغه کتابه استفاده وکړي.

مینوال کولی شي دغه کتاب په کابل، کندهار، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې تر لاسه کړي.

د کتاب له متن څخه:

مه ډارېږئ، د هر کار لپاره پیاوړې انګېزه ولرئ، په کمپنۍ کې پیاوړي کارکوونکي په دندو وګومارئ، د خنډونو د له منځه وړلو په موخه کلکه مبارزه وکړئ، ناکامي تجربه کړئ… بلاخره بریا ته به رسېږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *