د خواشینۍ پيغام
تاریخ: 22 دلو ۱۳۹۳
کابل افغانستان- په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم، چې تېره ورځ په ننګرهار کې په یوې بمي چاودنه کې د ننګرهار د ولایتي شورا استازې اغلې انګېزه شینوارې ټپي شوه ده. زه دا برید په کلکه غندم.
دې برید یو ځل بیا وښوده، چې د افغانستان دښمنان څومره کمزوري شوي دي، چې د خپلو ناځوانه او وحشیانه بریدونو لپاره هېڅ پوله او سرحد نه شي ټاکلی.
اغلې انګېزه شینوارې تل د یوې لیکوالې، خبریالې او په ولایتي شورا کې د خلکو د استازې په توګه، د ملت درد را پورته کړی او ورته یې د مرهم پيدا کېدو هڅې کړي دي. هغه د دې وطن رښتینې بچۍ وه، چې د هېواد د امن، سولې او سوکالۍ لپاره یې هڅې کولې.
دا وحشیانه عمل د توجه او بښلو وړ نه دی، افغانان به هېڅکله د دې ډول بریدونو عاملین ونه بښي.
زه اغلې انګېزې شینوارې او په دې برید کې نورو ټپيانو شویو زده کوونکیو ته د بېړنۍ او تلپاتې روغتیا هیله کوم. د هغه شهید شوي ډرېور ته د جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.
ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس