تاند- د سوریې د حکومت یو شمېر پلوي هکرانو پرون /دوشنبه/ د لنډې مودې لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د فېسبوک او ټویټر اکاونټونه هک یا بند کړل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې هکرانو د اوباما فېسبوک او ټویټر ته له ورننوتو وروسته د هغو لینکونو پر ځای چې لوستونکي یې د مهاجرت په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکنې ته بېول، د سوریې د جګړې په اړه ویدیويي لینکونه کېښودل.
د سوریې د سایبري هکرانو پوځ تر دې مخکې د سپټمبر په میاشت کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پرسونل ګومارنې پر ویبپاڼې حمله کړې وه او ایف بي آی یا د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې خبرداری ورکړی و چې دا سوري ډله به پر نورو انترنټي سایټونو هم بریدونه وکړي.
سوري سایبري هکرانو د نیویارک ټایمز پر ویبپاڼې او د دې ورځپاڼې پر ټویټر اکاونټ هم حملې کړي دي.