تاند- د اوبر کمپنۍ، چې په نړۍ کې د ټکسي چلونې په برخه کې مخکښه ده، اتومات یا بې چلوونکي لارۍ هم بالاخره راووتې.
اوبر کمپنۍ د امریکا په ایرزونا ایالت کې د ترانسپورت لپاره نوی اپلیکېشن فعال کړی دی.
دا اپلیکېشن د اتومات یا بې چلوونکو لاریو لپاره دی او له هغو سره د پېټو په بارولو کې مرسته کوي.
د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوبر اتومات لارۍ په وروستیو میاشتو کې د ایرزونا ایالت په واټونو کې د بار په وړلو راوړلو بوختې شوي دي.
اوبر کمپنۍ وايي چې له لارۍ سره به یو تن د اپرېټر په توګه ملګری وي.
خلک د اوبر فرایټ (Uber Fright) په نوم له اپلیکېشن څخه په استفادې د دې لاریو سپارښتنه کولی شي.
حاضر دمه یو تن د اپراېټر په نوم په دغو لاریو کې سپور وي چې په اضطراري حالات کې لارۍ وچلوي خو اوبر وايي چې په لنډ راتلونکي وخت کې به چا ته له اړتیا پرته دا لارۍ بار وړلی راوړلی شي.