تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: د افغانستان د اوبو د تنظیم ادارې په سیندیزو حوزو کې د سیلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د ډېرېدو د احتمال خبر ورکړی دی.
نن سه شنبه له دغې ادارې څخه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نړۍ د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې له نن سه شنبې څخه یعني د ثور له ۹مې تر ۱۱مې پورې درې ورځو کې د سیلابونو، د واورو ویل کېدنو او سیندونو د اوبو د ډېرېدو امکان زیات دی.
د راپور له مخې د بارانونو له کبله د امو سیند، شمال حوزې، هریرود حوزې، د کابل حوزې په شمول کوکچه، تالقان، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخاب، سرپل، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، خوست، لوگر، کابل، پروان، پنجشیر او لغمان کې د سختو سیلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې زیاتېدلو اټکل شوی دی: (( خلک دې سیندونو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي، همدا راز دې خوړونو ته نږدې کورنۍ هم احتیاطي تدابیر ونیسي.))
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا له کبله د ټولې نړۍ صنعتي نظام په ټپه درېدلی او طبعیت یو وار بیا اقلیمي بې نظمۍ سره مخ شوی دی چې په افغانستان کې یې بارانونو او سیلابونو سږ کال نږدې ۷ میلیونه وګړي د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.