تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ایران ته په اشارې وویل، هغه هیوادونه چې د افغانستان بندونو ته خطر پېښوي، په حقیقت کې ځخپلې انرژۍ ته خطر پېښوي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په هرات کې د شکیبان په نوم د اوبلارې (کانال) د قرارداد لاسلیکولو په مهال وویل، په ځلونو پر سلما بند او د هغه پر کارکوونکو د حملو هڅې شوي دي.
ښاغلي عثماني د سلما بند خلاف پر امنیتي خطرونو اندېښنه ښکاره، ویې ویل چې په تېرو کلونو کې د چشت شریف او هرات ترمنځ د سلما بند پر کارکوونکو په ځلونو د طالبانو له لوري حملې شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېلارې له پرانستلو سره په یو وخت طالبانو اعلان وکړ چې نه یوازې د رېلارو بلکې د هر راز ټولګټو پروژو ساتنه به وکړي.
خو افغان چارواکي وايي چې طالبانو له دې ادعا سره سره د سړکونو، پُلونو، پُلچکونو او نورو پروژو ورانولو ته دوام ورکړی دی.
د فراه او نیمروز ولایتي چارواکي وايي چې ایران د بخش اباد او کمال خان بندونو د مخنیوي لپاره له طالبانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.
خو د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، هر ګاونډی هیواد چې په افغانستان کې د برښناکوټ او بند مخه ونیسي یا د افغانستان بندونه له تهدید سره مخامخ کړي، په حقیقت کې ځان ته د انرژۍ د تولید مخه نیسي.
د ښاغلي عثماني اشاره د ولسمشر غني هغو څرګندونو ته وه چې ویلي یې و افغانستان به د ۲۶ ملیارد متر مکعب ضایع کېدونکو اوبو د کنټرولولو په وسیله په څو کلونو کې د سیمې هیوادونو ته د برښنا پر صادروونکي هیواد بدل شي.
د اوبو او انرژۍ وزیر د هرات د شکیبان اوبلارې په اړه وویل چې دا اوبلار د هرات په زنده جان ولسوالي کې په څه باندې یو ملیون ډالره جوړېږي.
د دې پروژې پیسې نړیوال بانک ورکوي.
هر ګاونډی په تاسو د خپلو ګټو لپاره حملې کوي ستاسو تاسیساتو ته نقصان رسوي،مګر تاسو د قدرت د ویش او ګټو د کشمکش نه فرصت نلرئ. ستاسو لاس چا نیولی چې یو نقصان یې درورساوه تاسو دوه نقصانه ورورسوئ بیا ګورئ چې څه کیږي. دا ۴۰ کاله مونږ په ژړا او فریاد تیر کړ خو هیڅ ګاونډي ته مو غاښ ماتونکی ځواب ورنکړ.