بنی آدم اعضای یک دیګرند

که در آفرینش زیک ګوهرند

چو عضوی به درد آورد روزګار

دیګر عضوه ها را نماند قرار

حضرت سعدی (ع)

د ۱۳۹۶ کال، د سرطان له ۱۲- مې تر ۱۴- مې، د ایران په پایتخت –تهران- کې، د (دوړو توپان) د مخنیوي لپاره، د ملګرو ملتو د استاځي په ګډون، یو درې ورځنی نړیوال کنفرانس «ننګونې او حللارې» جوړ شو چې په اوله ورځ (دوشنبه، د سرطان ۱۲- مه) ور ته، د ایران ولسمشر -محترم حسن روحاني- وینا وکړه؛ نوموړي په سیمه او خاص ډول ایران کې، د دوړو توپانونه او د اوبو بحران یوه لویه فاجعه وګڼله؛ په دې برخه کې یې د سعودي عربستان او ترکیی د ملامتۍ تر څنګ، په ښکاره توګه، افغانستان ته هم ګوته ونیوله او ویې ویل چې دوی به، په افغانستان کې، د استنادي دېوالو په جوړولو سره، د اوبو د کنټرول او په ځانګړې توګه، کجکي، سلما او کمالخان بندو په باب، بې تفاوته پاته نه شي.

د دنیا ټول اړوند تحلیلګر پوهیږي چې د ایران د حکومت د بې تفاوته نه پاتېدو مانا څه ده؟ ځکه دوی هیڅکله له افغانستان سره، د دوه اړخیزو معقولو اړیکو طرح نه ده لرلې، بلکې دوی همېشني تدابیر ترهګرې، بې پروا لاسوهنې، د قومي- مذهبي  بېلتون اور ته لمن وهل، تخریبي تلاښونه او ورته نور منفي تحرکات ول/ دي.

د ولسمشر روحاني دې څرګندوونو، په افغانستان و دنیا کې، د افغانانو د پراخو غبرګونو ږغونه را پورته کړل او هغه یې د لیکنو، ویناوو، غونډو او مظاهرو په بڼه وغندلې؛ د افغان ولسو دې هماهنګو عکس العملو، یووار بیا ثابته کړه چې افغانان، د هغه ټول څلوېښت کلن تپل شوي جنګ او بهرنیو ناانسانیترینو لاسوهنو سره- سره، د خپلو ملي ارزښتو او ملي حیثیت په دفاع کې، په اوتومات شکل، د همږغۍ په یوه وطنپالونکي صف کې سره تنظیمیږي؛ دلته د اختلافاتو، هغه ټولې تبلیغ شوي او تحمیل شوي کرښې له منځه ځي چې د افغان ولسو تر منځ، زموږ د مخالفانو لپاره، د ډیورنډ غوندې ارزښت لري او دا نو هغه فرصت دی چې یو ملي ګواښ په ملي فرصت بدلیږي او ور سره د دروېش دا د کاڼي کرښه خپل حقانیت بیا ثابتوي:

دا د رقیب خبرې هم له یاده مه باسه ته

دا د مار زهر به دې هم چیرې په کار شي آشنا

د ښاغلي روحاني دا ګواښ، ظاهراً موږ ته خورا یو جدي د خطر زنګ وو خو په اصل کې یې افغانان ولړزول؛ داسې نه چې له پښو یې واچوي بلکې پر حرکت یې راوستل؛ د ملي یووالي یوې نقطې ته یې سره راغونډ کړل؛ په یوه ږغ، یوه مټ، یوه قوت او یوه وجود یې بدل کړل او دې، د ملي وحدت نمایش او د یوه ملي هدف پر مستقیم خط باندې آرایش، یووار بیا د افغانستان دوښمن و مخالف ته، د مایوسۍ ډک څو پیامه واستول:

یو- څه کم څلوېښت کاله، د افغانانو په منځ کې، د دوی له خوا، پر نفاق و نفرت باندې پانګونې، یووار بیا نتیجه ور نکړه او افغانان لاهم، خپلې ملي شتمنۍ و ملي ارزښتو ته د ګواښ په وخت کې، پرته له کومې دېکتې څخه، په رضاکاره توګه، د دفاع یوه واحد سنګر ته سره را ټولیږي او څوک یې په یوه آسانه نه شي پر خوړلای.

دوه- دې حادثې یوه بله ښه پایله هم په لاس راکړه، هغه دا چې د هغو شکاکانو شکونه یې هم د اوبو کرښې کړې چې ویل به یې چې په افغانستان کې ملي ارزښتونه تعریف نه لري؛ څنګه یې نه لري؟ زموږ ډېر شمېر ارزښتو، د زریزو په اوږدو کې، زموږ په جمعي ذهن کې تشکل موندلی او د شفاهي ټولنیزو قراردادو په بڼه، پرته له دې چې د رسمي فورمولیټیو په تله وتلل شي، تل د ولسو تر منځ وجود لري او دا په ډېرو اکاډمیکو اصطلاحاتو سره، و خاصو تظاهري تعریفاتو ته هم ضرورت نه لري؛ چې وخت یې راشي لکه په طبیعي توګه او لکه په حتمي توګه، د خلکو تر منځ خپل جوهر را ښکاره کوي او ټول ملت یې، د خپل ملي ارزښت په صفت په رسمیت پېژني؛ ټیک لکه د ټولو نړیوالو منل شویو نورمو خلاف، د پان اسلامیزم د دعوېدار ایران، د رئیس جمهور د نامسؤلانه اظهاراتو په وړاندې.

درې- په سیاست کې د سیال کمزورې ټکي تشخیصول او په لازم فرصت کې هغو ته معقول فشار ور کول یو اصل دی؛ داسې ایسي چې ولسمشر اشرف غني دا ټکي پېژندلي، د فشار لپاره یې ګوتې پر ایښي دي او د ګاونډیو فریادونه یې ښکارندوی ښکاري؛ ټیک په همدغه ځای کې یې، ملي ملاتړ په کار دی او خوښ یو چې د هیوادوالو احساس مو ژوندی دی چې پر ځای غبرګونونه یې وښوول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ، ولسي جرګې، مدني و حقوقي بنسټو او سیاسي ګوندو، په یوه خوله، د خپل هیواد له اوبو استفاده، د نړیوالو کنوانسیونو مطابق، خپل قانوني حق وګاڼه او د ایران حکومت یې، د دغو کنوانسیونو له مادو متخلف وباله.

ولسمشر اشرف غني د سرطان پر ۲۰- مه، په کابل کې مطبوعاتي کنفراس ته وویل: «د هلمند تړون یو نړیوال منل شوی تړون دی؛ زموږ اوبه، زموږ آبرو ده؛ زموږ اوبه، زموږ عزت دی؛ زموږ اوبه، زموږ حیثیت دی؛ زموږ اوبه مدیریت کیږي؛ په عین حال کې مو واضح ژمنه کړې ده چې د هلمند تړون عملي کوو؛ دا رموږ د مناسباتو اساس دی؛ د افغانستان ۱۸ میلیارډ متر مکعب اوبه مهاریږي؛ زموږ د اوبو مهارول، د نړیوالې همکارۍ زمینه برابروي، نه د تضاد.

اوبه، زموږ تر طلایي جغرافیایي موقعیت وروسته، زموږ دوهمه ملي سرمایه جوړوي.»

ودان افغانستان ګوند، د چنګاښ پر ۱۵- مه، د خپلې اعلامیې په یوه برخه کې ولیکل:

«موږ باور نه شو کولای چې ایران غوندې یو هیواد دې، چې د لوی تمدن دعوې کوي او د نړۍ له لویو قدرتو سره په ډغرو بوخت دی، د اوبو په اړه، له نړیوالو کنوانسیونو او  اصولو ناخبره وي، مګر دا چې په یوه نړیوال کنفرانس کې، چې د ملګرو ملتو استاځی هم حضور ولري، د داسې نامسؤلانه څرګندوونو جرئت کوي او نړیوال نورمونه تر پښو لاندې کوي، دا په واضحه توګه، د افغانستان پر ملي واکمنۍ تېری او د ټولو ډیپلوماټیکو اخلاقو تر پښو لاندې کول دي.

ایران وختي لا ثابته کړې چې د افغانستان د اوبو د مدیریت په هکله  بې تفاوته نه دی او تل یې طالبان روزلي، وسلوال کړي او د افغانستان، په خاص ډول، زموږ د اوبو بندو د تخریب لپآره رالېږلي دي.

و.ا.ګ پخوا لا، د افغانستان په باب، د پراخو تحقیقاتو په ترڅ کې، د خپل هیواد سرشار ظرفیتونه تشخیص کړي او د کارونې علمي لارې- چارې یې ښوولې دي؛ په دې سلسله کې یې، د اوبو بندو په تړاو هم، داسې تیورې تدوین کړې ده:

«و.ا.ګ د اوبو د بندو او کانالو پر جوړولو کلک ټینګار کوي او بشپړ زیار ګالي چې هیوادني سپېره ډاګونه لوېشت- لوېشت کرلو ته چمتو او پر بېوزلو کروندګرو ووېشل شي.» (د زیات تفصیل لپاره کړنلار وګورئ!)

ګوند د اوبو د تنظیم و مدیریت په برخه کې، د افغانستان د ملي وحدت حکومت کلک ملاتړی دی او هم له ټولو هغو مدني- سیاسي فعالانو څخه زښته زیاته مننه کوي چې په دغه مورد کې یې معقول- ملي دریځ نیولی دی.

ګوند، د دولت پر هغو ټولو مخالفینو د عقلانیت، ملي وجدان د بیدارۍ او سرتاسرې سولې ته د بلنې ږغ کوي چې دا وخت د ایران، پاکستان یا نورو هیوادو تر تخریبي چتر لاندې، د افغانستان پر ضد جنګیږي او د پردیو اهدافو لپاره، په خپل وطن و وطنوالو اور پورې پورې کوي.

ودان افغانستان ګوند به هیڅکله، هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان ملي حیثیت ته کاږه وګوري.»

د سرطان پر ۱۸- مه، د ایران د هوا پېژندنې ادارې، د مدیریت بحران او وچکالۍ مرکز رئیس -شاهرخ فاتح- وویل چې د ایران ۹۶٪ خاوره له کمزورې، منځنۍ او سختې وچکالۍ سره لاس و ګرېوان ده.

د ځمکې په کره کې، د خطرناکترین اقلیمي بدلون له امله، بشر د تباهۍ پر یوه لوی شر د اوښتو له ډاروونکی ګواښ سره مخ دی؛ دلته یوه غټه بدبختې دا ده چې د انسانانو یوه لویه کتله دا لوی بحران نه پېژني؛ ډېر شمېر د نړۍ سیاستوال بیا، د خپلو ناانساني وسلوالو و سیاسي سیالیو له امله، نه یوازې دغه لوی خطر ته توجه نه کوی بلکې د همدوی له دغو بشرضد رقابتو په پایله کې، ټول انسانیت ته د بربادۍ د بلا مخه ده؛ د سرطان پر ۱۷- مه= جولای ۸- مه، د المان په هامبورګ ښار کې، د نړۍ د شلو لویو صنعتي هیوادو (۲۰ ډلې) دوې ورځنۍ غونډه ختمه شوه؛ له امریکا پرته، نور ۱۹ هیوادونه، د نړۍ د اقلیم په باب، د پاریس د ۲۰۱۵ کال پر تړون سره ودرېدل او دا یې تغیر نه منونکی وباله؛ هغه تړون، د امریکا مخکني ولسمشر -بارک اوباما- لاسلیک کړی وو خو ټرمپ د خپل کمپاین مهال لا، له دې تړونه د وتو ویلي ول او هماغسې هم شوه، د ټولې نړۍ په وړاندې، په ټوله بې پروایې سره، له دې تړونه و ووت؛ دلته هغه پښتو متل، په دې نړیواله ماجرا کې، خپل جالب مصداق بیا وموند چې «د زورورو اوبه مخ پر لوړه ځي.»

د نړۍ د هوا د بدلون یوه تر ګردو وژونکې نتیجه به د خوږو اوبو کمښت او د هغو د سرچینو ګډوډې وي؛ له همدې ځایه، اوس په جهاني کچه دا پېشبینې ټولمنلې شوې چې راتلونکی نړیوال جنګ به د اوبو د منابعو پر سر وي؛ د دې لویې بشري فاجعې یوه تر ګردو څرګنده و تازه بېلګه، د بشري ناورین تر بریده، د ایران بېروونکی اقلیمي وضعیت دی، خو دلته به د عقلانی منطق حکم څه وي؟

موږ باور لرو چې دا مشترک بحران، په جنګ و جنجال سره، نه یوازې اواریږي نه، بلکې لا پېچلې بڼه اخلي او لا مو د مشترک ناورین و تاترین ته، سره په ګډه ور ټېل وهي؛ افغانستان پخوا هم دا درایت لرلی او اوس یې هم لري چې له خپلو ګاونډیو و نړیوالو همکارانو سره، د معقولو سیاستو و منطقي ډیبلوماسیو پر یوه روښانه کرښه حرکت وکړي خو له بده مرغه، دا ځیني نړیوال، په تېره بیا همسایګان دي، چې همېشه یې د افغانستان په تخریب و د افغان انسان په تعذیب کې خپلې نامعقولې ګټې لټولې دي؛ ایران و پاکستان باور لري چې د افغانستان اوبه به، تر هغه دوی ته مفتې، بې حسابه و بې کتابه ور روانې وي چې د افغانانو وینې مفتې بهیږي، مګر دا نه عاقلانه ده، نه انساني؛ ځکه نن ګورو چې ایران د ۹۵٪ خاورې د وچوبي له امله، د یوه لوی ډار په ژور ډنډ کې ډوبېدونکی ښکاري؛ که دوی د حل لار دا ګڼي چې زموږ د بندو په الوځولو پسې ترهګر راواستوي او لکه د تېر کوشني اختر په شپه چې یې د سلما بند لس تنه ساتونکي په مرموز ډول را شهیدان کړل، یا په فراه کې په وسلو بار الوتکې طالبانو ته رااستوي او په هلمند کې یې مشاورین تروریستانو ته د لا ډېر تخریب ټرېننګ ور کوي نو که نن نه وي سبا به یې پایله دا وي چې زموږ د اوبو لپاره به دوی هم د خپلو وینو قیمت ور کوي او دا قیمت ور کول نو، له سیاسي حماقت سره مساوي ګڼلی بویه او د دې قیمت یوه برخه مو، د ایران پر پارلمان او خمیني زیارت باندې د داعش په برید کې ولیده؛ بلخوا، پاکستان هم، په لا بده ورځ اخته دی؛ نړیواله سیاسي انزوا، اقتصادي بحران، فقر، بېکارې، د انرژۍ کمښت، جنګ و مرګ- ژوبله، پراخ فساد، د فساد په تور یې همدا اوس د برحال صدر اعظم -نواز شریف- محاکمه، سیاسي جنجالونه او….زموږ په نظر خو دا زموږ د ګاونډیو د هغو کلاسیکو ورستو سیاستو غموونکې نتیجه ده چې خپله یې دوی هم، دردوونکی و شرموونکی بیه پرې کوي.

تاسو وګورئ! چې د دوی له لاسه، موږ ته د راپېښ څلوېښت کلن بحران په خېټه کې، زموږ د ولسمشر -محمد اشرف غني- پلانونه وپالیسۍ څه دي؟ افغانستان د سیمي د وصل په تقطه بدلول، د جنوبي آسیا تولیدات و محصولات منخنۍ آسیا ته رسول، د کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژو په شکل، د منځنۍ آسیا انرژې سهیلي ته لېږدول، اروپا ته د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې پر مسیر، د لاجورد لار جوړول، له چین سره د واخان کوریډور تحقق او د نوري فایبر پروژه او په دې توګه، د چین د یوویشتمې پېړۍ یو لوی خوب، یاني د ورېښمو لارې بیا احیاء د (یوه لار یو کمربند) په نوم، حقیقت ته نژدې کول، د تورغونډۍ، آقینې، شېرخان، حیرتان او اسلام کلا وچ بندرونه، د سیمي د اقتصادي ښارګ په توګه، پر حرکت راوستل، د پاکستان ګوادر بندر ته د یوه لوی اقتصادي ژوند چانس ور کول، چابهار د پېړۍ په یوه اقتصادي فرصت بدلول؛ دا او دې ته ورته نور بالفعل و بالقوه پلانونه دي چې په پای کې به، د درېیمې زریزې لپاره، د آسیا لویه وچه، په یوه ستر اقتصدي زون بدلوي!

دا یوازې زموږ د ملي ګټېو بحث نه دی، دا د غونډې سیمې او په نهایت کې، د نړۍ د ثبات و ښېرازۍ خوبونه دي چې په حقیقت د بدلېدو لپاره یې، غني منحصر بفرد، سیستماتیکه و مدونه تیوري لري؛ په دې شرط که د چا ثبات په کار وي!

موږ نه وایو چې سیمه او نړۍ دې، زموږ و د سیمې، پلانونه و پالیسۍ، یوازې زموږ د خیر لپاره سره مقایسه کړي او بیا دې د دوی له منځه، پر معقول انتخاب یوه تفاهم ته سره ورسیږي بلکې وینو چې په ډېر سطحي منطق سره هم، د درک وړ ده چې زموږ سیاستونه، په هراړخیزه توګه، ټوله منطقه له بحرانه را ایستای او د ټولو په ګټه، یوه ښېراز پړاو ته ور داخلوای شي.

سرلیکنه/بدلون اونیزه ۱۳۰ مه ګڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *