یادښت :
د دیارلس سوه اتیایمې لسیزې دپای په کلونو کې د کابل پوهنتون دبشري پراختیا او پالیسۍ په مرکز کې دافغانستان داوبو په اړه دیوې څېړنیزې پروژې همکار وم، هغه مهال دڅېړنو په پایله کې دافغاني اوبو دسرچینو په اړه ځينې په زړه پورې او ضروري معلومات زیرمه شول، چې دادی تاسو ته یې دیوې مهمې برخې لنډیز وړاندې کوم. په دې څېړنه کې له خپلو ټولو همکارانو څخه په مننه.
لېوال
په ملي سطح افغانستان کافي اوبه لري، خو د ناسمې ادارې او د اوبو دویش د سیستم د نشتوالي له امله، د اوبو د اقتصادي اهمیت له نظره د اوبو کمښت شته. افغانان د خپلو ټولو اوبو له مجموع څخه یوازې له ۲۵٪ کمې اوبه کارولای شي.
د افغانستان د اوبو پینځه حوزې ویشل شوي دي :
۱ـ د آمو حوزه
۲ـ د شمال حوزه
۳ـ د هري رود او مرغاب حوزه
۴ـ د هلمند حوزه
۵ـ د کابل حوزه
د نړیوالو معیارونو پر اساس یو کس ته په یوه کال کې د کافي اوبو اندازه ، له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰مترو مکعبو پورې.
– له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ متره مکعبه پورې د اوبو کمښت ښيي.
– او له ۵۰۰ متره مکعبه څخه کمې اوبه د اوبو د نشتوالي بحران ښيي.
که څه هم په افغانستان کې دقیقی احصائیې نشته، خو د ۱۹۷۸زکال د ارقامو پر اساس افغانستان ۸۴میلیارده متره مکعبه اوبه لري، دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو سره د اوبو ویش نه دی شوی. یو شمېر څېړنې ښيي چې افغانستان ۵۷میلیارده متره مکعبه اوبه له ویشه وروسته هم درلودلای شي.
عمومي ویش ښيي چې هر افغان له ویشه پرته ۴۰۹۰متره مکعبه اوبه درلودلای شي او که دا اوبه له ګاونډیو سره وویشل شي بیا هم ۲۷۶۶متره مکعبه اوبه درلودلای شي.
لاندې جدول د بېلا بېلو زونونو په حساب سړي سر د کال اوبه ښيي .
۱ـ هلمند حوزه له ویشه پرته سړي سر کال ۱۵۸۱متر مکعبه د ویش په صورت کې ۱۴۲۸مترمکعبه
۲ـ شمال حوزه ۶۷۶متره مکعبه
۳ـ آمو حوزه ۱۶۲۱۲متره مکعبه د ویش په صورت کې ۱۰۰۸۰متره مکعبه
۴ـ هریرود ۱۷۷۷متره مکعبه د ویش په صورت کې ۱۲۰۸ متره مکعبه
۵ـ کابل ۳۰۱۳متره مکعبه د ویش په صورت کې ۲۰۲۲ متره مکعبه
دا ارقام تخمیني دي او ښيي چې په شمال کې د اوبو کمښت احساسېږي.
د اوبو څومره والی د نفر سوله څومره والي سره هماهنګي نه لري. په افغانستان کې دنفوسو او اوبو د زیرمو له نظره طبیعي تعادل نه شته، افغانستان په دې برخه کې یوې جدي ادارې ( منجمنت) ته اړتیا لري.
په دې برخه کې د افغانستان بله ستونزه فصلي تنوع ده. په ټاکلیو فصلونو کې واورې او باران کېږي او اورښتونه یوازې په یوه محدوده دوره کې وي، د کال اوږده موده اورښتونه نه وي او څرنګه چې د اوبو د زیرمه کولو امکانات نه شته د کال په ځانګړو وختونو کې د اوبو کمښت رامنځ ته کېږي. بله ستونزه د کرنیزو زمکو او د اوبو د څومره والي ترمنځ تفاوتونه دي، ډېر ځله اوبه وي خو کرنیزه زمکه کمه وي یا که زمکه زیاته وي نو هلته اوبه کمې وي.
داوبو سرچینې او زیرمې تل زیانمنونکې وي او د افغانستان د اوبو کمښت هم یو ګواښ ګڼلی شو. دا چې له اقتصادي پلوه څومره له اوبو څخه مثبته ګټه اخیستلای شو موږ په مناسب حالت کې نه یو، یوازې له خپلو ۲۵٪ اوبو څخه اقتصادي ګټه اخلو.
تر ۲۰۲۵ زکال پورې هلمند او هریرود له وچوبې سره مخامخ کېدای شي په شمال زون کې له مطلقې وچوبۍ سره مخامخ کېدای شو.
وړاندوینه شوې چې تر ۲۰۴۰زکال پورې به د افغانستان اوبه ۵۰٪ کمې شی.
کوم ګواښونه شته چې داوبو کمښت رامنځ ته کوي؟
۱ـ د نفوسو ډېریدل
۲ـ چټکه ښاري کېدنه ( افغانستان په آسیا کې له خورا چټکو ښاري کېدونکو هېوادونو څخه دی.)
په ښارونو کې د څښلو د اوبو او په مجموع کې د اوبو زیرمې تر ګواښ لاندې دي مثلاً په کابل کې ۲۰۱۲زکال پورې د اوبو له کمښت سره د مخامخ کېدو خطرشته.
۳ـ د ژوند د سطحې بدلون هم اوبه کموي. د ژوند د سطحې لوړیدل د اوبو لګښت ډېروي، له کلتوري پلوه د اوبو مصرف توپیر لري.
۴ـ د چاپېریال تغییر ( اقلیمي وضعیت)
د تودوخې تدریجي زیاتوالی، چې په نتېجه کې یې په کرنه کې د اوبه لګولو تقاضا ډېرېږي د چاپېریال بدلون کولای شي د سیندونو د اوبو مقدار بدل کړي، د اوبو چټک حرکت ،د واورو یو ځايي ویلې کېدل او د چټکو سیلاوونو راوتل کولای شي د اوبو د یو ځايي تېریدو او د طبیعي زیرمو د کمښت لامل شي.
او د کرنې بل فصل ته اوبه پاتې نه شي.
۵ـ تر زمکلاندې ( زیرزمیني) اوبو څخه د کار اخیستنې ډېرېدل.
کمزوری منجمنت، د وسایلو پرمختګ، د NGO ګانو خپلسري فعالیتونه، دکنترول کمزورتیا، د نظارت نشتوالی او بېخبري ددې لامل ګرځي چې تر زمکې لاندې اوبو څخه د استفادې تقاضا ډېره شي، ژورې څاه ګانې ډېرې وکنل شي او دا چاره زیرزمیني اوبو ته ګواښ پېښوي، کاریزونه وچېږي او په زمکه کې داوبو سطحه ورځ په ورځ لوېږي.
د اوبو کیفیت : د اوبو طبیعي اجزا، منرالونه، د زراعت لپاره مالګه د څښلو د اوبو څرنګوالی او لازم حرارت دا هغه څه دي چې د اوبو کیفیت ټاکي د بېلا بېلو عواملو له کبله د اوبو کیفیت هم زیان لېدلای شي.
سپارښتنې :
۱ـ د اوبو د زیرمه کولو لپاره ستراتیژیک پلان جوړونه.
۲ـ له روانو او کاریزي اوبو څخه دکار اخیستنې د قابلیت لوړول.
۳ـ د زمکلاندې اوبو د کارونې کنترول، نظارت او سمه اداره.
۴ـ د ژورو څاه ګانو د ایستونکو کنترول.
۵ـ د کرنې په برخه کې د اوبو لګولو د چارو لپاره سمه اداره.
۶ـ د اوبو لګولو پرمهال د اوبو د ضایع کېدو مخینوي.
۷ـ د اوبو بیا را پیدا کېدو لپاره له طبیعي پروسې سره مرسته ( ریچارج)
۸ـ د اوبو د بهیر متعادل ساتل
۹ـ د اوبو د ارزښت په هکله عامه پوهاوی اونظارت
وچکالی اوسیلاوونه :
- ډېر ځله د کرنې لپاره وچکالي اساسي ستونزه وي.
خو د اقتصاد ترڅنګ وچکالي ټولنیزې او بشري منفي پایلې هم درلودلای شي.
په افغانستان کې وچکالي درې ډوله ده :
۱ـ سیمه ییزه وچکالی چې په هرو ۳ـ ۵ کلونو کې پېښېږي.
۲ـ په یوه لویه سیمه ( زون) کې وچکالی، چې په هرو ۹ـ ۱۱ کالو کې پېښېږي.
۳ـ هېواد شموله وچکالي، چې په هرو ۲۰ ـ ۳۰ کلونو کې پېښېږي.
افغانستان ولې د وچکالۍ په وړاندې ډېر حساس اوزیانمنونکی دی؟
افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د GDP لویه برخه تقریباً ۳۷٪ یې له کرنې څخه راځي. د وچکالي تر ټولو لوی اغیز پر کرنه او مالداري وي. افغانستان د اوبو ستراتیژیک ذخایر نه لري. آن چې د څښلو لپاره هم کافي ذخایر نه شته.
د وچکالي ناوړه اغیزې :
- قیمتی
- د خوړو خوندیتوب زیان ویني
- څړځایونه وچېږي، کوچیان او مالداران زیان ویني.
- چاپېریال په کلکه زیان ویني.
سیلاوونه :
افغانستان د سیلاوونو له امله د وژل شویو وګړو سمه شمېر ه نه لري.
افغانستان نظر خپل نفوس ته په ۲۰۰۴زکال کې د نړۍ دوهم هېواد و، چې د سیلاوونو ډېرې پېښې په کې رامنځ ته شوې. ګڼ سیلاوونه بیړني او ژر تېریدونکي دي.
مثلاً آمو سیند ډ ېر ځله د افغانستان لوري ته کرنیزې زمکې لاندې کوي او کال په کال تاوان اړوي.
د سیلاوونو لوی ګواښونه :
مرګ ژوبله، دکورونو او زمکو ورانول، د اوبویش کانالونو تخریب، مالدارۍ ته تاوان او اقلیمي ناوړه اغیزې.
ولې سیلاوونه راځي :
د وچکالۍ او سیلاوونو په وړاندې دحفاظت سیستمونه نه شته.
د ژوند له چاپېریال سره ناسم چلند، د ځنګلونو وهل او د شنو ساحو له منځه وړل. د سیندونو دغاړو خاموالی او په عمومي بڼه د هوا او اقلیم بدلون.
له ګاونډیو سره د اوبو د ویش مسئله :
د نړیوالو معیارونو پر بنسټ له ګاونډیو سره د افغاني اوبو د ویش په اړه پریکړې نه دي شوي.
یوازې په ۱۹۷۳زکال کې د هلمند او په ۱۹۵۸زکال کې له شوروي سره د آمو په اړه تړونونه شوي دي.
افغانستان باید د بشري پراختیا لپاره د اوبو په هکله یوه مناسبه مشخصه پالیسي ولري څو د اوبو له کمښت سره مخامخ نه شي. داوبو وقایوي دیپلوماسۍ ته اړتیا شته، همدا راز افغانستان باید هغو نړیوالو بنسټونو غړیتوب واخلي، چې په دې اړه ورسره همکاري وشي. ځکه اوس لاهم داسې کوم چوکاټ نه شته چې پر بنسټ یې د اوبو په هکله مناسبې پریکړې وشي.
– ارقام نه دي موجود او له ګاونډیو سره د ځواک انډول نه شته، په افغانستان کې اداره کمزورې ده.
سپارښتنې :
د اوبو په اړه ټول بنسټیز ه اساسات (زیربنا) باید ورغول شي. لکه لوی او واړه بندونه، د شنو ساحو پراخوالی، او د اوبویش مناسب سیستم.
– اوبو ته د زیان اوښتلو کچه باید را ټېټه شي.
– د عامې خبرتیا امکانات ډېر شي.
او د اقلیم د بدلون په اړه ښايي له نړیوالو امکاناتو څخه سمه استفاده وشي.
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۹مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۹/ ۱۳۹۴