بدلون

د بدلون اوونیزې سرلیکنه –

ودان افغانستان ګوند د ګران هیواد د هراړخیز بدلون، ودې او پرمختیا لپاره د کورنیو او نړیوالو تاریخي تجربو او څېړنو پر بنسټ علمي کړنلار رامنځته کړې او له مخې یې کلک باور لري چې «د ټولنیزې ودې او پرمختګ په هره برخه کې اقتصادي ځواک لومړنی ګام دی؛ د دغه ځواک د لاسته راوړو لارې- چارې او سرچینې د هرې ټولنې او هیواد په ځانګړیو شرایطو پورې اړه لري.افغانستان هم د خپلو بېلابېلو وړتیاوو له مخې د اقتصادي ودې، ځانګړي شرایط او ټاکلې سرچینې لري. ګوند له نویو علمي معیارو سره سم، له دغو شرایطو او سرچینو په سیستماتیک ډول د ګټې اخیستو غوښتنه کوي….»(۱)

د افغانستان د ډېرو سرشارو اقتصادي سرچینو په سلسله کې خوږې اوبه، هغه بېساري ستر فرصت دی چې طبیعت د افغانانو په قسمت کې لیکلی دی؛ د یوې څېړنې له مخې که افغانستان له دغو اوبو څخه په علمي و میکانیزه توګه کار واخلي نو له دې درکه به یې ملي خزانې ته هر کال ۳۵ میلیارډ ډالره ګټه ور توی شي، په داسې حال کې چې د افغانستان کالنی لګښت ۸ میلیارډ ډالره دی. (۲)آیا ډېره اسانه د پوهېدو وړ نه ده چې که افغانستان یوه ذره بل اقتصادي ظرفیت هم و نه لري نو یوازې یې همدا یو د اوبو زور د هر بحران د بلا له بې آبې څخه ژغورلای شي؟د افغانستان د علومو اکاډمۍ د جیولوژۍ انستیتوت غړي، ډیپلوم انجنیر عبدالرئیس الیني په وینا: افغانستان ۹۵ بیلیون متر مکعب اوبه لري چې ۸۸٪ یې د ځکمې پر مخ او ۱۲٪ یې هم تر ځمکه لاندې ذخیره دي.د نړۍ په نقشه کې د افغانستان جغرافیایي موقعیت ډېر لوړ ښوول شوی او د همدې لوړوالي له امله یې اوبه هم په عجیب ډول په لاندې پنځو سیندي حوزو کې را ټولیږي:یو- د آمو سیند حوزه؛ چې د هیواد ۵۷٪ اوبه را ټولوي، سرچینه يې پامیر دی، په قلعه پنج سیمه کې واخان سیند ور سره یو ځای کيږي، د هیواد د ځینو شمالي ولایتو په شمول، د ماوراء النهر یو شمېر لوی و کوشني سیندونه هم ور ته را ټولیږي او د ځمکې پر مخ یوه ستره د اوبو حوزه جوړوي. آمو سیند ۲۵۰۰ کیلو متره اوږد دی چې ۱۲۰۰ کیلو متره یې له تاجکستان او ازبکستان سره د افغانستان ګډه پوله جوړوي.

له بده مرغه افغانستان له آمو څخه نه یوازې استفاده نه کوي بلکې لوی زیان یې دا کړی چې ګاونډیو هیوادو خپلې خوا ته قوی استنادی دېوالونه جوړ کړي او هر ډول ممکنه ګټه ځنې اخلي مګر زموږ خوا ته یې هر کال غاړې تخریبیږي او سلګونه هکټاره ځمکه د سیند په بستر بدلیږي، هر څومره چې دغه دریاب د افغانستان خاورې ته را ښوییږي نو په هماغه اندازه ګاونډي هیوادونه خپل استنادي دېوالونه هم پسې را څکوي.دوه- د کابل سیند حوزه؛ چې د هیواد ۲۶٪ اوبه جوړوي، په دې حوزه کې د میدان وردګ، لوګر، کابل، پنجشیر، پروان، کاپیسا، لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونه شامل دي؛ دا اوبه د خیبر- پښتونخوا په اټک سیمه کې د سند له سیند سره یو ځای کيږي.درې- د هلمند سیند حوزه؛ ۱۱٪ اوبه لري، دا ډېره پراخه حوزه ده، له پغمان غرو څخه سرچینه اخلي، د میدان وردګ ولایت، په بهسودو ولسوالي کې مخ پر سهیل بهیږي؛ اوبه یې د کال پنځه میاشتې نه مهارېدونکې سېلابي وي او وروسته کميږي.څلور- د شمال تر نورو کوشنۍ حوزه؛ چې د بلخ، سرپل، خلم او شیرین تګاب برخې په بر کې نیسي. (۳)دا ډېره دردوونکې ده چې له دغو اوبو څخه په افغانستان کې ډېر لږ کار اخیستل کيږي، هغه هم په چیښلو، پرېولو، یوه اندازه زراعت، لږ د برېښنا په تولید، بېخې کم هم د کبانو په فارمو کې؛ تر اوسه لا زموږ هیواد نه دی توانېدلی چې له دغو اوبو څخه د غوره استفادې کړنلار طرح، ترتیب او تعریف کړي، پر دې اساس نو هر کال له افغانستانه میلیارډونه متر مکعب اوبه ګاونډیو هیوادو ته مفتې ور روانې دي. (۴) او فاجعه خو دلته اوج ته رسیږي، د دې لپاره چې پر همسایګانو مو دغه اوبه وچې نه شي نو دوی باید زموږ وینې هم وبیوي.ځیني کارپوهان په دې نظر دي چې په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې یو لوی علت همدا د اوبو پر سر کشمکش دی. ایران د نړۍ یو ډېر وچ او بې اوبو هیواد دی او پاکستان چې اکثره اوبه یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر څخه سرچینه نیسي، په راتلونکو کلونو کې د اوبو د کمي له ستونزې سره مخ کېدونکی دی. په همدې دلایلو دغه دواړه هیوادونه په افغانستان کې یا جګړه غواړي او یا د طالبانو د حکومت غوندې له ټولې دنیا مرور حکومت غواړې چې له افغانستان سره هیڅوک مرسته و نه کړي چې بندونه جوړ کړي.

په اوسنۍ نړۍ کې دا منل شوې خبره ده چې اوبه به په راتلونکو لسیزو کې د هیوادونو تر منځ د لانجو اصلي عامل وي. که څه هم د نړۍ په سلو کې اویا برخه اوبو پوښلې ده خو په دغو کې یوازې درې فیصده خوږې اوبه دي او په دغو درې فیصدو کې دوه په شمالي او جنوبي قطب او ځينو نورو سیمو کې کنګل شوې بڼه لري یعنې استفاده ور نه نه شي کېدای، په دې حساب په دنیا کې صرف یو فیصد اوبه داسې دي چې د څښاک او زراعت لپاره استفاده ور نه کېدای شي، په نړۍ کې د نفوسو زیاتېدا، د صنعت وده او د ژوند د امکاناتو بهترې د دې سبب ګرځي چې خوږو اوبو ته ضرورت په چټکۍ سره زیات شي. په امریکا کې د نړۍ د اوبو د مطالعاتو په یوه رپوټ کې راغلي چې وچکالۍ، سیلابونه او د خوږو اوبو کموالی به په راتلونکو لسیزو کې په دنیا کې د ګڼو منازعاتو عامل وي. (۵) غټه بدمرغې ده چې افغانستان لو دومره پرېمانه خوږو اوبو سره- سره، نژدې دوو نیمو لسیزو مسلسلو وچکالیو سخت ځپلی، تېر یو څو کاله یې لا یو څه امیدواروونکې ول خو دا دی د ۱۳۹۴ کال ژمی یې بیا ګرسره وچ کلک پر وتو دی؛ افغانانو ته د ځمکې مخ خو سره تبۍ وو، که د آسمان له خوا هم اوبه پر بندې شي او د ځمکې د اوبو د تنظیم څرک یې هم و نه لیدل شي نو د یوه نه مهارېدونکی ناروین وړاند وینه شوني کوي خو په دغسې یوه دردوونکي حالت کې د کب پر اوله، په کابل کې د زراعت د ترویج او انکشاف درې ورځنې ملي کنفرانس ته د ولسمشر محمد اشرف غني وینا ډېره امیدواروونکې وه؛ هغه وویل چې دولت د زراعت سکټور ته ډېر ارزښت ور کوي او د دغې برخې د پراختیا لپاره به د هیواد اوبه مهار کړي، ښاغلي غني په تېر کې د اوبو د ویش سیسټم اغېزناک وباله او ویې ویل چې دغه سیسټم اوس یو مخ خراب شوی دی؛ ده یادونه وکړه، کلونه کيږي چې نور زموږ له اوبو استفاده کوي او نور نو نه پرېږدو چې له افغانستانه مو اوبه خوشي ووزي او دا ژمنه یې له ډېرو هیلو ډکه وه چې راتلونکی کال به د اوبو د کنټرول او ساتنې لپاره د ۲۱ بندو د جوړونې کار پیل شي.که څه هم د ولسمشر غني پر وعدو د خلکو باور کم شوی خو چاره څه ده؟ نو! زموږ ګوند پر ټولو افغانانو ږغ کوي چې له یوې خوا د حکومت د دغه ډول ژمنو او پلانو ملاتړ وکړي او له بله اړخه د خپل هیواد په وړاندې، په هره مسئله کې په عام او د اوبو په برخه کې په خاص ډول د رئیس جمهور په اندازه د مسؤلیت احساس ولري، په دې معنا چې هر وطنوال مو باید د اوبو د یوه څاڅکي ضایع کېده هم لوی ظلم او له ځان و افغانستان سره جفا وبولې؛ که دغسې یو انساني احساس موږ هر یو په خپل ځان کې را ژوندی نکړو نو د اوبو په منځ کې به بې آب او د ډک دریاب پر غاړه به له تندې مرو. که سم سیاسي شعور و نه مومو او په منظمو سیستماتیکو سیاسي چوکاټو کې سره را جم و منسجم نه شو او په علمي- منطقې ډول خپل غم په خپله و نه خورو نو لکه روان وضعیت غوندې به، یوه ورځ د وچکالۍ او یو څک باران د نشتوالي له امله سر تر نوکه سوځو او بله ورځ به مو سېلونه و سېلابونه هست و نېست له یوه مخه په مخه اخلي. په دې باب په وروستیو کې دولت و ملت ته درې حیاتي وړاندیزونه: اول- ټول سیاسي، مدني او ټولنیز سازمانونه او افراد باید، هم خپله پام وکړي او هم پر حکومت زور راوړي چې تر ځمکه لاندې اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره د برمو او کوهیانو وهلو کلکه مخه ونیسي او خلکو ته په نلونو کې د ځمکې له مخ څخه اوبه ورسول شي. دوهم- ټول زراعتي سیسټم باید له دودیز میتود څخه علمي ته واړول شي، باغونه باید د څاڅکي سیسټم له لارې اوبه شي ځکه په د ې ډول سره د اوبو د زیاتي ضیاع مخ نیول کيږي. درېیم- هم باید ولس دا احساس پیدا کړي او هم حکومت سخته توجه وکړي چې د ښاري پراختیا په سلسله کې د زراعتي ځمکو کلکه ساتنه وکړي او په استوګنو سیمو یې بدلې نه کړي ځکه په دغسې یوه نامعقول کار سره شنې ساحې له منځه ځي چې دا هم د خوراکي توکو د کمښت او هم د چاپېریالي تباهۍ و بحران سبب ګرځي. که څه هم ښار او ښاري ژوند د تمدن او ماډرنیزم مهمه ځانګړنه ده خو ښاري پراختیا باید د دقیق پلان پر اساس په غیر زراعتي سیمو کې رامنځته شي او دا د ودان افغانستان ګوند د دقیقو طرحو یوه مهمه برخه هم ده.

اخځونه:

۱-د ودان افغانستان ګوند کړنلار، مخونه: ۲۱-۲۲، پنځم چاپ.
۲- بشرمل پسرلی، ویسا ورځپاڼه، ۲۴۳ ګڼه، وری ۲۵، ۱۳۹۳، کابل.
۳- اصلاح ورځپاڼه، چهارشنبه، ۲۸ دلو ۱۳۹۴ل، کابل.
۴- عنابي، اصلاح ورځپاڼه، سه شنبه ۴ حوت ۱۳۹۴، کابل.
۵- جمال الدین بیدار، خدمتګار ورځپاڼه، سه شنبه، وری ۸
،۱۳۹۱ل، کابل.

سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۵/ پرلپسي ۶۷ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/۵/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *