پوهنمل حاجي محمد نوزادی-
لکه څنګه چي ګران لوستونکي خبر دي ، ما عزم کړی تر وسه وسه د زړه د رګونو د ناروغۍ په هکله چي مي څه تر سترګو شي ، د ډنمارکي ، روسي یا انګریزي ژبو څخه به یې ژباړم او د وطنوالو سره به یې شریکوم . پدې لړ کي مي دادی په افغان ـ جرمن پورتال کي د محترم هاشم انوري لخوا د ( نوشیدن اب و جلوګری از حملات قلبی ) تر سرلیک لاندي یوه ژباړل شوې لیکنه ولوسته . محترم انوري دقیقه سرچینه نه ده ښودلې ، خو دومره یې لیکلي چي د خارجي سرچینو څخه یې ژباړه ده . ماته پدې لیکنه کي نوي او د پام وړ ټکي تر سترګو شوه ، ځکه نو غواړم چي لوستونکي وطنوال مي هم پرې خبر کړم . دا تاسي او داهم دري ژبي ته د انوری صاحب په قلم د ژباړل شوي متن پښتو بڼه :
« ډیری له موږ څخه په ځانګړي ډول هغه کسان چي عمر یې له ۵۰ نه لوړ دئ ، پدې اند دي چي د شپې لخوا د اوبو څیښل مو خوب ګډوډوي ځکه و دې ته مو اړ باسي چي څو ځله را پاڅو او تشناب ته ولاړ شو . اما ډیر لږ خلګ به پدې خبر وی چی د شپې لخوا د خوب نه وړاندي د اوبو څیښل خورا ګټور دي او ان د زړه د حملې څخه په مخنیوي کي د پام وړ اغیز لري . ددې په زړه پوري او ګټوري یادوني شریکول د دوستانو سره اړین بولم او لوستلو ته یې رابولم :
لیکوال وایي ، د خپل کورني ډاکتر نه مي وپوښتل چي ولي ډیری کسان دشپې لخوا وتشناب تللو ته اړتیا پیداکوي . ډاکتر راته وویل ، موږ انسانان معمولا د ورځي لخوا ګرځو او یا داسي فعالیتونه کوو چي د ولاړو پښو سره تړاو لري . پدې وخت کي د ځمکي د جاذبې قوه زموږ د بدن مایعات کښته د پښو وخواته راکشوي چي کله ناکله خو لا پښي پاړسوب هم پیدا کوي . مګر کله چي بیا د شپې لخوا موږ ویدیږو ، دغځېدلو پر مهال مو د بدن ټول غړي په یوه سطح کي راځي . پدې وخت کي پښتورګي کولای شي په اسانۍ سره فعالیت وکړي ، خپلی دندی تر سره او د بدن څخه اوبه بهرکړی . بیله شکه د ډیرو اوبو څښل کولای شی زهری مواد Toxins د بدنه وباسی . په ځانګړی توګه د زیاتو اوبو څیښل په لاندي وختونو کي ډیره ګټه لري :
الف ـ د سهار له خوا د خوب نه د راپاڅېدو سره سم دوه ګیلاسه اوبه څښل د ورځي په جریان کی د بدن د داخلی غړو فعالیت په ښه ډول سمبالوی .
ب ـ د غذا خوړلو مخکي د یوه ګیلاس اوبو څکل د غذا په ښه هضمولو کي مرسته کوي .
ج ـ تر دوش یا شاور ( ځان وینځلو ) د مخه د یوه ګیلاس اوبو څیښل د ویني د فشار په ټیټولو کي مرسته کوي .
د ـ د شپی د خوا د خوب بستر ته د تللو نه مخکي د یوه ګیلاس اوبو څښل د زړه د حملې مخنیوی کوي .
د متن لیکوال د خپل فامیلي ډاکتر له خولې نه دا هم لیکلي چي د شپې لخوا د اوبو څښل د پښو د پاړسوب په مخنیوي کي مرسته کوي ځکه چي د پښو عضلې د شپې لخوا اوبو ته اړتیالري او د اوبو کمښت د عضلو د دردونو لامل ګرځي او خوب نا اراموي.
همدارنګه ښاغلی Dr. Virend Somers چی د مایو په کلینیک کي د زړه متخصص دی ، د ۲۰۰۸ کال د جولای په ۲۹ نېټه یې په امریکن کالیج کاردیولوژي ژورنال کي داسي لیکلي:
د زړه اکثره حملې د ورځي لخوا ، هغه هم د سهار د ۶ بجو او غرمی ترمنځ واقع کیږی . د شپی لخوا دا پیښی لږ وی او داهم هغه وخت منځته راځی چی زړه بیخی له حرکته ولویږی چی دا کار ډیر په ندرت سره پیښیږی . نوموړی ډاکتر او همکاران یی پدی کار کی د Sleep Apnea (*) ناروغی اغیزمنه بولی.
د اسپرین تابلیت یا د ماشومانو اسپرین Baby aspirin په اړه باید ووایو چی دا هم یو له هغو اغیزمنو درملو څخه دی چی پر زړه باندی د حملی په مخنیوی کی ډیر رول لری . هغه ناروغان چی نوموړی اسپرین د ورځی لخوا اخلی ، پکار ده چی د شپی لخوا یی واخلی.
د یادونی وړ ده ، د بایر Bayer پنامه د درمل جوړولو شرکت اوس دا ډول اسپرین د کریستالونو
په بڼه هم تولیدوی چی د ژبی پر مخ په اسانی سره حل او اوبه کیږی او پربدن باندی یی اغیز یی هم د اسپرین د عادی تابلیتونو په پرتله زیات چټک دی.
پر زړه باندي دحملې نښي نښانې په کیڼه اوږه کي د دردونو پرته ، په لاندنۍ زامه کی دردونه ، سرڅرخی ، خواګرځنی ( قی وهل ) ، خوله کول او نور دی . ځینی وختونه داسی هم پیښیږی چی د زړه د حملی پر وخت هیڅ ډول دردونه دسینی په قفس کی نه حس کیږی . ددغه ډول کسانو ۶۰٪ بیله دی چی درد یی له خوبه را ویښ کړی ، د زړه حمله پر راځي او ژوند یې اخلي.
د دې خبري سره سره ډیری پیښی بیا داسی دی چی د حملی پر وخت دردونه دومره شدید وي چی سړی له خوبه را پاڅوي. په دې وخت کي باید ډیر ژر دوې دانې اسپرین خولې ته واچول شي ، و ژوول سي او د یوه ګیلاس اوبو سره وچښل شي . تر دې وروسته باید ډیر ژر عاجل سرویس ته په ۹۱۱ شمیره زنګ ووهل شی او د زړه د حملی پههکله خبر ورکړل شی څو په چټکی سره مرستی را ودانګی ( دا شمیره په بیلابیلو هیوادونو کی فرق کوی ، د بیلګی په توګه په ډنمارک کی دا شمیره ۱۱۲ ده . ژباړ. ) . تر وسه وسه باید کوښښ وشي څو د کور د ننوتلو دروازېی ته نژدې د امبولانس انتظار و ایستل شي .
د زړه ماهر ډاکتران پدې اند دې چي د عامه پوهاوي پخاطر ددې ډول مالوماتو نشرول او یا د هري لاري چي وي د خپلو وطنوالو سره شریکول بیحده نیک او دستایلو وړ کار دئ . داځکه چي داډول مالومات کولای شي د یوه انسان ژوند له مرګه و ژغوری او ژوند هغه ارزښت لرونکی الهی سوغات دی چی موږ ته را په برخه شوی او موږ مکلف یو په قدر یی پوه او ساتنه یی وکړو » .
د ژباړي پای
د ژباړونکي یادونه :
(*) ـ Sleep Apnea دا هغه ناروغي ده چی د خوب پر مهال د لنډو وقفو( د ۱۰ ثانیو څخه زیات وخت ) دپاره تنفس قطع کیږی . دا ډول وقفی معولا د ۲۰ ـ ۳۰ ثانیو پوری وی او په ډیرو سختو حالاتو کی تر ۲ ـ ۳ دقیقو پوری هم رسیږی. په دې ناروغۍ اخته کسان د ورځې لخوا خوبجن، حافظه یې کمزورې ، د کار وړتیا یې کمه او تل د سټړیا احساس کوي .
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۵) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۰\ ۱۳۹۳