د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې په اروپا کې د رياليزم مهال دى. د رياليزم څو ډوله دي، چې يو پکې سوسياليستي رياليزم هم دى.
رياليزم د رومانتسيزم پرخلاف د انسان واقعي ژوند ته اهميت ورکوي. د واقعيتونو مستقيم اظهار د رياليزم موخه ده او واقعيت پر عيني تجربو ولاړ وي. مطلب دا نه دى، چې واقعيت پېښ شوى يا تجربه شوى وي. مطلب، دا چې د عيني نړۍ غوندې وي.
په دې توګه رياليزم په ارواپوهنه کې سلوکي مکتب ته ورنېژدې کېږي، چې د فرويديزم د ذهني فعاليت د تيورۍ پر خلاف د انسان چلن ته اهميت ورکوي.
رياليزم د ژوندد سکې مخ راښيي او د انسان د هر فعاليت علت په ټولنيزو مناسباتو او اقتصادي لوړو زوړ کې ويني.
خو زموږ او د بهرنۍ نړۍ ترمنځ زموږ حواس او بيا ذهن دى. نړۍ څنګه ده، دا راته خپل ذهن وايي. علم د مشاهدې له لارې ترلاسه کېږي. بهرني شيان زموږ ذهن اغېزمنوي او زموږ ذهن مادي يا فزيکي جهان ته رنګ ورکوي. زموږ فعاليت د دوى له ګډ تعامله نه پيدا کېږي.
د انسان ذهني فعاليت هم يو واقعيت دى. انسان د ژوند په اړه څه فکر کوي. انسان غواړي، چې ټولنيز ژوند د خپل خواهش تابع کړي. د ده خواهش د ده د ذهني روزنې يا به د فرويد په ژبه د ده د لاشعور زېږنده دى.
رياليزم ولې پر انساني ذهني سترګې پټوي؟
انساني ذهن فردي خصوصيت لري. رياليزم ته د فرد پر ځاى ټولنه مهمه ده. رياليزم په انساني فعاليتونو کې وحدت ګوري او له دې لارې قانون سازۍ ته لار جوړوي؛ خو انساني ذهن د خپل فردي خواهش له مخې کلي قوانين پايمالوي.مثلا د مارکس د مادي يا عيني ايډيالوژۍ له مخې د ژوند په اړه يو کلي تصور يا دود(Narrative) ترلاسه کوو او چې کله دا کلي ذهنيت ترلاسه کړو نو سوژه پيدا کول راته اسانه شي.
د انسان ذهني فعاليت متنوع او بدلېدونکى وي. څرنګه چې د انسان څېره بېخي د بل رنګه نه وي، دغسې د ده ذهني رغښت هم مختلف وي.
د بشري چلن او ذهني فعاليت شننه د ارواپوهنې مستقيمه موضوع ده؛ خو ادبيات، چې د انسان د ذهني فعاليت پايله وي، له هېښنده انساني خواهشونو لبرېز وي. فرويد، يونګ او ايډلر د انسان پر ذهن کار وکړ او درېواړو هڅه وکړه، چې د انسان په ذهني فعاليت کې کليات ومومي. د فرويد د لاشعور کشف او ورسره اړوند نور اصطلاحات، د يونګ ټولنيزو لاشعور او د ايډلر د حقارت احساس د همدې کليت موندنې ثبوتونه دي؛ خو بيا هم دا پوښتنې، چې انسان څنګه فکر کوي او ولې يې کوي؟ د بلها ډېرو ځوابونو تږې دي او چې څو انسان ژوندى وي، د دې پوښتنو او ځوابونو لړۍ به روانه وي، ځکه چې که له يوې خوا پوهان د انسان هر فعاليت ته د قانونسازۍ زنځير وراچوي، له بلې خوا انساني خواهش سر راوباسي او دا په (مدنيت او ورانۍ يې) کې د فرويد خبره هم ده، چې د انسان ځنګلي غريزه د مدنيت په مټ د رامنځته شوې سوپر ايکو(وجدان) او د بهرنيو اخلاقي قوانينو له ټولګې نه انحراف کوي:
“د مدني موخو د ترلاسي يوه اسانه لار دا ده، چې خلک خپلو فطري خواهشونو ته پرېنښودل شي؛ خو په دې کار سره غريزه نااسوده شي. د انسان مدني تاريخ له محرماتو(Taboos) او نااسودګيو يا تندو ډک دى. د مدنيت په اړه له پيله د فرويد نظريه دا وه، چې انسان څومره نااسوده کېږي، هغومره مهذب کېږي او چې څومره مهذب کېږي، هغومره نااسوده کېږي او دا لړۍ کهول په کهول روانه وي. پر هر کهول(نسل) باندې د فشار(Repression) دا عمليه واکمنه وي، چې په راروان کهول کې نوره هم شديده شي.”(احمد، شهزاد. ۲۰۰۵. فرائيد کي نفسيات- دو دور. لاهور: سنګ ميل پبلي کيشنز: ۳۵۲)
له انسان سره د رياليزم ظاهري چلن او فرد ته د بهرنيو ټولنيزو واقعيتونو له زاويې نه کتل لوستونکي ته سطحي ښکاري. همدا خبره راته د نولسمې پېړۍ مشهور کيسه ليکوال داستايوفسکي کوي:
“د واقعيت د انځورنې کوم مفهوم چې زما په ذهن کې دى، زموږ د عامو رياليستانو او کره کتونکو له نظريو نه ډېر مختلف دى. خداينخواسته، که څوک هغه څه، چې په تېرو لسو کلو کې د روسانو پر زړونو تېر شوي، کټ مټ وړاندې کړي، نو همدا رياليستان به چغې وهي، چې دا خو تش رواني ناروغي ده؛ خو همدا اصل او ژور رياليزم دى او هغه بل عام، سطحي او سپک.”(ضيا، توقير احمد. ۲۰۱۶. فيودر دوستويفسکي(فکر، فن اور ادب کا مطالعه). کراچۍ: بک ټايم: ۷۵مخ)
په فرانسه کې بالزاک او په انګلستان کې چارلس ډکنز د داستايوفسکي هممهالي رياليستان وو. پر دې سربېره د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د مارکس ايډيالوژۍ اروپا په سر اخيستې وه، چې ډېر ژر يې رياليزم هم اغېزمن کړ؛ خو داستايوفسکي د ژوند په اړه خپلو تجربو ته اهميت ورکړ او د سوسياليستي فکر په تور د تزاري نظام له خوا تر نيول کېدو وروسته يې نور هم خپلو تجربو ته پام شو.
داستايوفسکي د جابر پلار او سختې بېوزلۍ په سيوري کې رالوى شو.ميرګي يې هم وو، بېخرته جواري يې هم کوله او له دې امله ډېر پوروړى و. په ۱۸۴۹ز کال کې په اعدام محکوم شو؛ خو پينځه دقيقې د ده او د مرګ ترمنځ پاتې وې، چې د اعدام حکم يې فسخه شو او پرځاى يې په سايبېريا کې په زندان محکوم شو. دا هغه مهمې پېښې وې، چې د داستايوفسکي پر شخصيت او له دې لارې يې د ده پر کيسو اغېز کړى.د اعدام امر يې يو ملګرى لېونى کړ او د ده روان يې وځاپه.
د روغ او لېوني ترمنځ دا توپير دى، چې روغ د ټولنيز ذهنيت تابع وي او له فرد نه د خلکو پر توقعاتو پوهېږي؛ خو لېونى هېڅ بنديز نه مني. هنرمن بيا د روغ غوندې په هر څه پوهېږي؛ خو هر څه نه مني او دغسې ابنارملټي پنځګر ته د ټولنيز ليدلوري پرخلاف پر ژوند د نوي فکر کولو وړتيا ورکوي او د ده تخيل توږي. لېونى خپل خواره واره خيالونه نه شي راټولولى؛ خو پنځګر يې راټولوي او د ژوند په اړه ترې نوې تجربه جوړوي.
ميرګي او د اعدام په مټ د داستايوفسکي په ذهن کې پيدا شوي خلل د ده د ادبي مقام په لوړولو کې ډېر نقش لوبولى دى. پخپله وايي: ” زما په درون کې يوه لېونۍ مينه ده، چې زړه مې غواړي، د حقيقت تل ته کوز شم. هغه تل ته، چې د تخيل او خوب واکمني ده پکې.”
نوموړى د مرګي د څپې په اړه وايي: داسې انګېرم، لکه د خوند او خوښۍ يو سرور چې خپلو منتهاوو ته رسېدلى وي. داسې منتها چې خداى بېخي نېژدې وي او که يو بل ګام واخلم؛ نو ترمنځ به مو هېڅ هم پاتې نه شي.”(ضيا، توقير احمد. ۲۰۱۶. فيودر دوستويفسکي(فکر، فن اور ادب کا مطالعه). کراچۍ: بک ټايم: ۱۰۸مخ)
داستايوفسکي د خپل ژور فکر او تخيل په مټ هغه څه راښيي، چې رياليستان ورته ذهني انتشار وايي.
د فرويد خبره ده، چې انسان په ژوند کې خوند پسې ګرځي او له درده ځان ساتي. کوم خلک چې ښه ژوند لري، پر ژوند د فکر کولو اړتيا نه ويني او ژوند ورته اسانه ښکاري؛ خو کله چې تيندک وخوري، له کړاوونو سره مخ شي؛ نو بيا پر ژوند ژور فکر وکړي او د (ولې؟) پوښتنه يې په هر ډګر هرکلي ته ولاړه وي. بودا هله بودا شو، چې له درباره وووت او غربت او مرګ يې وليدل.
سختۍ او کړاوونه سخت وي؛ خو د انسان په سترولو کې مهم نقش لوبوي. داستايوفسکي په داسې سختيو کې څنګه ځان هېرولى شو. په تناره کې سوځېدونکى سړى ، له تناره نه د بهر نړۍ په اړه فکر څنګه وکړي.
موږ تل هڅه کوو، چې په انساني تجربو کې کليت پيدا کړو، چې په دې طريقه يې د قانون په موټې کې راونيسو او د ټولنې د نظم لپاره يې تابع کړو. دا کار موږ د موجودو بېلګو له مخې کوو؛ خو قوانين د انسان له ځينو فردي خواهشونو سره انصاف نه شي کولى؛ نو که دولتي قوانين يا ولسي دودونه(چې زموږ غوندې د قبايلي ټولنې اساسات جوړوي) له اړتيا سره وخت په وخت نوي نه شي، د کاڼو د باران غوندې د انسان د فردي خواهشونو سرونه مات کړي او فرد ته ژوند سخت کړي.
“…په ۱۸۶۵ کال يوه شاګرد يوه سودخوره ښځه ووژله او په محکمه کې يې وويل، چې د زړې ښځې وژله ورته جرم نه ښکاري، بلکې زرګونه بېوزلي يې له يوې روې نه خلاص کړل. د داسې خلکو وژل، چې خپلو همډولو ته تکليف رسوي، د ملت او انسانيت دروند خدمت دى. پر داستايوفسکي باندې دې پېښې ژور اغېز وکړ (او د خپل مشهور ناول جرم او جزا کې موضوع يې کړه). په دې ناول کې پر دې بحث دى، چې جرم د ښېګڼې وسيله کېدى شي که نه؟”(ضيا، توقير احمد. ۲۰۱۶. فيودر داستايوفسکي(فکر، فن اور ادب کا مطالعه). کراچۍ: بک ټايم: ۳۳مخ)
د دې ناول کرکټر له ځانه پوښتنه کوي، چې که ناپيليون د خپل فکر لپاره زرګونه کسان وژلى شي، دى د خپل مور او خور لپاره يوه زړه ښځه نه شي وژلاى؟
پاس مو هم وويل، چې د ذهن خبره کوو؛ نو فرديت مو ورسره سم خولې ته راشي او له فرديت سره د فردي اصالت فلسفه راياده شي، چې کيير کيکارډ او ژان پل سارتر يې مهم کسان دي.
دا فلسفه د فردي ازادۍ زبردسته پلوۍ ګڼل کېږي؛ خو ورسره نهيلې هم مله ده. د هر ډول ټولنيزو ارزښتونو مخالفت او پر فرديت ډېر ټينګار د فرد او ټولنې ترمنځ اړيکه سسته کړي او هغه موخې چې ټولنه يې فرد ته ټاکي، لکه د شهرت نوعيت او… مشکوک شي. فرد د ټولنې په هېنداره کې ځان ته ګوري؛ نو که ټولنه نه وي، د فرد هر هڅه بې مانا ده.انسان هر څه غواړي؛ خو ټولنه هر څه نه شي ورکولى، مخه يې نيسي او په دې توګه د انسان لپاره ژوند له ناهيليو ډک شي.
د وجوديت د فلسفې او د داستايوفسکي د فکر ترمنځ ګډ ټکي وينو. وجوديت وايي، چې انسان په خلا کې پيدا کېږي، چې بايد خپل ماهيت پخپله وټاکي. د داستايوفسکي شته ډېر خوښ وو او د همدې لپاره يې جواري هم کوله، چې د پيسو پيدا کولو اسانه لار ورته ښکارېده؛ خو پيسې يې نه شوې ترلاسه کولى، ځکه نو له نهيلۍ سره يې مخه وه. د داستايوفسکي او د وجوديت ترمنځ يو ګډ ټکى له فرديته پيدا شوې همدا نهيلي ده، چې د فرد هره هڅه بې مانا ګڼي.
فرويد او ايډلر د خپلو ارواپوهنيزو نظريو له زاويې نه د داستايوفسکي پر کيسو ليکنې وکړې. فرويد د سوفوکليز له (اوديپ) او د شکسپيير له (هيملټ) سره د (د کرامازوف وروڼه) ناول پرتليزه سپړنه او له دې لارې يې د ليکوال رواني شننه وکړه. رواني شننه د فرويد مشهوره عمليه وه، چې پر بنسټ به يې د رواني ناروغ لاشعور ته ځان رساوه.
د نوموړي په اند، داستايوفسکي د اوديپ عقده لرله، ځکه پلار يې ورسره له وړوکوالي نه زيږ چلن کاوه. د فرويد په اند، داستايوفسکي د لرغوني انسان د توتم غوندې- چې د پلار تر وژلو وروسته يې د کرکې احساسات ختم شول او له پلار سره يې د خواخوږۍ احساسات رابيدار شول او د پلار شبيه يې جوړه کړه او لمانځنه يې پيل کړه- د ګناه احساس يې کاوه او جواري يې ځکه کوله چې ځان ته سزا ورکړي. له دې خودازارۍ نه يې خوند اخيسته، ځکه يې له سختې بېوزلۍ او د مينه ناکې مېرمنې له پرله پسې ټينګار سره سره بيا بيا جوارۍ ته پناه وړه.
فرويد د همدې عقدې له مخې دى د سوفوکلېز او شکسپيير غوندې د سترو پنځګر په ډله کې ودراوه. د نوموړي په اند، داستايوفسکي تر شکسپيير کم نه دى.
د فرويد او ايدلر غوندې د لويو ارواپوهانو ليکنې راته داستايوفسکي د يوه ستر ليکوال په توګه راپېژني، چې د ارواپوهنې ژوره مطالعه لري او د خپلو کرکټرونو روان ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د داستايوفسکي د کيسو کرکټرونه له رواني پلوه عجيبه دي. د (احمق) ناول مرکزي کرکټر ځان ته د کمعقل په سترګه ګوري؛ خو هوښيار کمعقل، چې د ژوند په اړه له عامو خلکو مختلف فکر لري.د اسې خبرې کوي، چې په سرسري نظر ګډې وډې ښکاري؛ خو په کونجونو کې يې فلسفې سترګکونه وهي.
(هوښيار کمعقل) پارډاکس دى. انساني ذهن د همداسې پاراډاکسونو منبع ده. د ارواپوهانو په اند، هغه کسان چې د نفس په وژلو کې افراط کوي، نفس يې همدومره افراطي وي. د انسان د لاشعور ژورې د اضدادو سمندر دى. داستايوفسکي چې د انساني روان انځورنه ورته مهمه ده، متناقض انساني خواهشونه او چلندونه دقيق رااخلي او د رياليستانو غوندې په انسان چلن کې کليت او نظم نه ويني، ځکه انسان غواړي يو څه او کوي بل څه.
داستايوفسکي د نولسمې پېړۍ په سترو کيسه ليکوالو کې راځي، چې له تنګسې سره سره يې په کم وخت کې زبردست ناولونه ليکلي او ډېر ارواپوهان، اديبان او فيلسوفان يې اغېزمن کړي دي.