تاند- د اوتو د بېخ چټلي د دې سبب کېږي چې جامې مو د اوتو کولو په مهال وسوځي یا د اوتو خیره پرې ونښلي چې په اکثرو موادرو کې بیا له کالیو نه پاکېږي.
د دې لپاره چې په اسانه خپل اوتو پاک کړئ سوډا او سرکه استعمال کړئ.
پر یوه پاک کاغذ (کاغذي دسمال) یو څه سرکه او سوډا واچوئ. اوتو ساکټ ته ورکړئ او پر کاغذ یې کښېږدئ. د سرکې د وچولو له کبله رامنځته کېدونکی تاو د اوتو سوري او ورپوري نښتي خیرې پاکوي.