د جنګ مهال به دومره د سولې خبرې موثرې نه وي لکه د اوربند پر وخت. له سیاسته هاخوا هم په قبیلوي لحاظ افغاني ټولنه کې د شخړو مهال لومړۍ هڅه دا وي چې د طرفینو ترمنځ خشونت بند شي او بیا د مشکل لپاره حدود وټاکل شي او حل وفصل شي.

د افغان شخړې که څه هم کلونه شوي دي خو یوه ورځ به يې د حل لپاره حتما سره کينو. جنګ مسایل پيدا کوي، پيچلتیا يې ور زیاتوي او نور بعدونه پکې پيدا کوي، خو حل کله هم نه وړاندې کوي. له طالب سره د شخړې پای ته رسولو لپاره اړینه ده چې درې لوري(خارجیان، افغان دولت او طالبان) یو مخیز اوربند وکړي.

د اوربند به په اوسنیو حالاتو کې څو ګټې وي:

۱/ د ټولو اړخونو به يو پر بل باور نسبت پخوا ته زیات شي. د نورو ګامونو اچتولو لپاره به دا د پيل یو مهم ګام وي چې پر راتلونکو هغو به هم تاثیر ولري.

۲/ د ټولو اړخونو تلفات به د یو څه وخت لپاره ودرېږي چې د بشري سر زیان د ټولو په تاوان دی.

۳/ هر اړخ به دا ثابته کړي چې کولای شي داسې ژمنې وکړي چې عملي کولای يې هم شي.

۴/ په خاص ډول به طالبان دا په اثبات ورسوي چې پر خپلو کسانو کنټرول لري او هر مهال يې له جګړې بندولو ته سوق کولای شي.

۵/ ولس به په دې یخني کې یو څو د بې غمۍ ورځې تیرې کړي، ځکه تیر ۴۰ کلونه يې يوه ورځ هم بې جنګه نه ده تېره شوې، نو که اوربند وشي ولس به هم له جنګونو خالي ورځې ولري او هم به يې د سولې را ټوکېدلې هیلې وغوړېږي.

۶/ ښکیلو اړخونو ته که سوله مهمه وي؛ نو اوربند به هم ورته مهم وي، له دې امله باید لومړی ګام ټول په ګډو واخلي چې ثابته شي نور ګامونه هم اخیستل کېږي، دوی ورته ژمن دي او کړې ژمنې دادی په عملي ډول هم ثابتوي، که اوربند ونه شي نو ولس، نړۍ وال او خپله ټول طرفونه ممکن هغه ډول خوشبیني د خبرو لپاره ونه لري چې تر اوربند وروسته به يې ولري.

۷/اوربند نه یوازې خارجیان او افغان دولت غواړي بلکې ولس هم له ډېره وخته پر ټولو طرفونو ږغ کوي چې اورند وکړي، ځکه دا جنګ داسې نه دی چې یوازې له جنګي لوریو څخه قرباني اخلي، بلکې تر ټولو زیاته قرباني پکې ولس ورکوي، نو اوربند به د ولس ږغ ته یو ښه مثبت ځواب وي.

د جنګونو پای اخیر پر سوله کېږي، که دا جنګ لس کاله نور هم اوږد شي، نو وروستي جنګیالي به حتما د سولې غوښتنه کوي او که لس کاله وروسته سوله کوو، نو ولې دا کار نن ونه کړو؟ نن به مو د زرګونو کسانو ژوند هم ژغورلی وي، د هیواد د زیاتې ورانۍ مخنیوی به مو هم کړی وي، لس کاله چې بیا څومره مادي او معنوي قرباني ور کوو د هغې مخه هم په نننۍ سوله ونیسو، نو یا بسم الله چې د خیر په کار کې تلوار په کار دی او هيڅ تاخیر باید پکې ونه شي. پښتانه وايي د خیر کار که هر وخت پيل شي نو ناوخته نه دی، اوس چې هم د سولې ږغ کېږي هیله بښونکی دی، ولس، دولت، خارجیان او طالبان باید دا چانس ضایع نه کړي او په خپل ټول اخلاص د دې هدف د لاس ته راوړلو لپاره کار وکړي. په خاص ډول افغان ولس باید له دې چارو له نژدې څارنه وکړي او هر لوری چې خنډونه ایجادوي پر هغه فشار راوړي چې د ولس غوښتنې ومني او ځان د سولې په وړاندي مجبور وګڼي. سوله د افغانانو ارمان دی او د همدې ارمان لپاره خپلې هڅې نورې هم زیاتوي.د سولې په هیله!

۲۰۱۹/۱۲/۳۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *