تاند، جمعه، د حوت ۲مه: طالبانو د نسبي اوربند لپاره په لومړني اقدام کې د غور ټولو مخابراتي شبکو ته د شپې له مخې د فعالیت اجازه ورکړه.

د غور د مخابراتو رئیس قربان علي محمدي وايي، طالبانو له اووه میاشتو راهیسې د غور په اتو ولسوالیو کې مخابراتي شبکو باندې د شپې له مخې خدمات بند کړي وو، خو اوس یې د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ د پيل په درشل کې دغو شبکو ته اجازه ورکړې ده چې د شپې له مخې هم خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

نوموړی وايي، د اوربند په ورځو کې به د غور په ټولو ولسوالیو کې د طالبانو لخوا مخابراتي شبکو ته د ۲۴ ساعته فعالیت اجازه وي: (( پخوا به یې ورته ویل چې د ماښام له ۴ تر د سهار ۶ بجو پورې به خدمات قطع کوئ، خو اوس یې د ۲۴ ساعته فعالیت اجازه ورکړه.))

 د ښاغلي محمدي په خبره د غور په اکثره سیمو کې د ایم ټي این او اتصالات شرکت مخابراتي خدمتونه قطع وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *