تاند- د عمر متین په نوم افغان الاصله امریکايي ځوان، چې د فلوریدا ایالت د اورلاندو ښار د همجنسبازانو په کلب کې یې ۴۹ تنه ووژل او ۵۳ نور ژوبل کړل، په خپله د دغه کلب غړی و او په ځلونو ورغلی و.

سره له دې چې لا هم د عمر متین له لوري د همجنسبازانو پر کلب د حملې د انګېزې او د نوموړي د عقیدوي ګروهنو په باب څېړنې روانې دي، د دغه کلب یو شمېر غړیو ویلي چې عمر متین یې په ځلونو په کلب کې لیدلی دی.

دوی وايي چې څو ځلي یې متین په داسي حال کې هم لیدلی چې نشه به و او بدخويي به یې کوله.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د اورلاندو د همجنسبازانو د کلب مشتریانو دغه راز ویلي چې ۲۹ کلن عمر متین به د همجنسبازانو هغه ویبپاڼې کتلې چې همجنسیاز ملګري پکې موندل کېږي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د کلب یوه غړي ویلي چې په همدغه کلب کې له عمر متین سره بلد شو او ورته څرګنده شوه چې نوموړی د دې لپاره چې له نورو همجنسبازو نارینه وو سره وپېزني کلب ته راته.

دغه سړي، چې اسوشیتید پریس خبري اژانس یې نوم نه دی څرګند کړی، دا هم ویلي چې عمر متین د خپلې پخوانۍ ښځې په باره کې هم ورسره خبرې کړي وې.

د متین پخوانۍ ښځې ستاره یوسفي ویلي چې متین غوصه ناک، جنګره او نانورمال انسان و.

ستاره یوسفي، چې په ۲۰۰۹ م کال د انترنیټ له لارې له عمر سره بلده او وروسته یې واده ورسره وکړ، وايي چې عمر متین په خپله هم همجنسبازه و.

د متین په اړه د تازه معلوماتو له څرګندېدو وروسته دا باور زیات شوی چې نوموړی په خپله همجنسباز و خو د دې لپاره چې ده د کورنیو ستونزو او محدودیتونو له کبله نه شوای کولی چې له نارینه وو سره جنسي انډیوالي جوړه کړي، عصبي و.

بل اټکل دا دی چې په کلب کې له ده سره ښه چلند نه کېده او له دې کبله یې عصاب خراب شوي وو.

2 thoughts on “د اورلانډو د همجنسبازانو پر کلب حمله کوونکی عمر متین په خپله هم همجنسباز و”
  1. چه دپلار کردار یی داسی وی نو ځوی خو به یی بیخی صفر وی

    فامیلی تربیه ډیره مهمه ده

    پلار یی افغانستان ته دترهګری په خاطر ډالری لیږی، چه د اشرف غنی دساتونکو فامیلونه او ماشومان ترور کړی

    دغه ویدو په دغه لینک کی وګوری

    https://www.youtube.com/watch?v=FozvBR94Y6w

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *