تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، د اورکم په اوونۍ کې طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونو کې ۲۱ سرتېري او ۹ ملکیان وژلي او ۵۰ نور ملکیان او نظامیان ژوبل شوي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته په تلیفوني تماس کې وويل، د اورکم په اوونۍ کې تاوتریخوالی د پام وړ کم و، خو په وینا یې چې په دغه اوونۍ کې په کابل کې دریو چاودنو چې مسوولیت یې طالبانو وانخیست ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړی وايي، هلمند، کابل، کندهار، ارزگان، بلخ، کاپیسا، سمنگان، زابل، فراه، غزني، لوگر او لغمان هغه ۱۲ ولایتونه دي چې د اورکم د اوونۍ په جریان کې په کې بریدونه او امنیتي پېښې شوې دي.
بلخوا طالبانو هم ویلي چې په دغه اوونۍ کې یې د تاوتریخوالي کچه ۹۳ سلنه کمه کړې وه او یوازې ۷ سلنه بریدونه یې تنظیم او ترسره کړي دي.